په اتم د جدي مو د اووم سمستر لومړۍ ازموینه ده، درس مې شروع کړی او چیپټر مې په لاس کې دی، په چیپټر کې یو ځای ته راورسېدم، چې ټیک همداسې یې لیکلي دي (پوهانو زیار ایستلی چې ازموینه اوتربیتي وسایلو د ګډوځانګړتیاو له مخې ډلبندي کړي) ورپسې داسې یوه کرښه ده ( د مثال په توګه که چېرې مونږ د ازموینو په ډلبندۍ کې ارزښت ورکړ شي)، داسې شیان تقریبا په هر چیپټر کې لیدل کیږي، دې چیپټر ته ډېر په چورت کې شوم، چې څنګه به په کې امتحان ورکوم، یو خو یې په کې ګډې وډې لیکلي، بل زما هم ورسره هېڅ علاقه نشته؛ نو د ډېرې غصې مې چیپټر بند او بړستن مې په سر راکش کړه، په فکر کې لاړم، چې….
د اتم د جدي ازموینه مې ورکړې او ما په کې چانس خوړلی دی، ډېر په غصه یم؛ ځکه تر اوسه کوم کریډټ(مضمون) نه یم باقي(ناکام) شوی، د تېرو درې نیم کلو راهیسې، مې دې ځینو ته ډېره غصه راغلې، چې لامل یې خپله همدوی دي؛ نو د ځان سره مې وویل، چې راځه همدا ناکامي او چیپټر بهانه کړه او ورته ووایه، چې یاره ستا دې چیپټر نه خو هیڅ مطلب نه اخیستل کیږي، ټایپي غلطي په کې شته، د فوټوسټیټ پر ځای په کې د پنځوس کلو پخوانی نوم( ډي ګستېز) لیکل شوی، یانې دومره پخوانی چیپټر دی، خدای خبر چې چا به لیکلی وي، نو موږ څه ملامته یو، چې ناکام شو….
شور مې جوړ کړی، زیاتره مایوسه او ناکام محصلین مې هم ملاتړ کوي، اداره هم خبره شوه، چې فلاني خو ډېر ورانی شروع کړی، دی په استاد باندې پرچه راویستل غواړي، ددې او نورو استادانو د مضمونو او….. پورې ډېر بد وایې، باید چې بل پوهنتون ته تبدیل یا خارج کړای شي….
په اداره کې زما د خارج یا تبدیلیدو په اړه غونډه نیول شوې، ما هم محصلین راټول کړل او ادارې ته ورننوتلم، مشر مې مخاطب کړ او ورته مې وویل، چې ما به خارج یا تبدیل کړئ؛ خو زما مبارزه به روانه وي، زه به ډېرو مشرانو ته ورشم، هغوی ته به شکایت وکړم، زه به په ورځپاڼو او مجلو کې ستاسو په اړه لیکل وکړم، پوهنتون به پریږدم؛ خو د خپلې لارې نه اوښتونکی نه یم، خلک به راټول کړم، لاریونونه به وکړم او محصلین به پوهنتون وتړي… هغوی هم یو څه په اندیښنه کې شول… یوه په کې وویل، ښه نو ته څه غواړې – د ځانه سره مې وویل، هلکه همدا دې وخت دی، چې د تېرو درې نیمو کلونو غصه همدلته سړه کړې، د زرګونو تنو محصلینو د زړه غږ همدلته وړاندې کړې، بس شروع مې وکړه، داسې چې – لومړی باید هر استاد خپل چیپټر د کتاب په بڼه چاپ کړي، بس دی، نور دې چيپټرونو نه تنګ شو، ډېرې غلطی په کې دي، مطلب ترې سم نه اخیستل کیږي، ټایپي غلطی هم لري، بل مهم کار دادی، چې هر استاد باید د خپل مضمون اړوند دوه یا درې اضافي کتابونه په بازار کې ولري، تر څو زده کوونکي یې د نورو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره مطالعه کړي او علمي سویه یې لږ لوړه شي، موږ یوې سترې کتابخانې ته هم ضرورت لرو، چې په هغې کې باید د هرې څانګې اړوند کتابونه موجود وي او…..
دا یې راسره ومنله، په یوه ورقه مې ولیکل او د ناستو ټولو کسانو نه مې لاسلیک واخیسته او د راتلونکي کال د جوزا ۱۵ ( کله چې نوی تعلیمي کال پیلیږي) ورځ مې ورته وټاکله، چې دا ټول کارونه باید بشپړ شوي وي، د ادارې نه په راوتو وم، چې یوه محصل په کې داسې وویل، دی باید بېرته کامیاب کړل شي…
بهر چې راووتم؛ نو محصلینو راسره ومنله او د هر ډول ملاتړ ډاډ یې راکړ… هغوی ته مې وویل، ځئ، چې د راتلونکي ازموینې لپاره تیاری ونیسو….
…..زه فارغ شوی وم، په یوه ځای کې مې استادي درلوده، کله چې د جواز ۱۵ په رارسېدو وه؛ نو ملګرو راته ټیلیفونونه وکړل، چې د وعدې د پوره کولو وخت دی… ورته مې وویل، چې سبا به لاړ شو او ټول کتابتونونه به وګورو، چې دوی خپل مسؤلیت سرته رسولی او کنه؟… کتابتونو ته چې لاړو، ګورو چې هر استاد د خپل مسلک اړوند دوه، درې کتابونه چاپ کړي او خپل مسؤلیت یې څه نا څه سرته رسولی دی، یو، یو کتاب مو د ځانه سره راوخیست او پوهنځي ته راغلو، هلته چې راغلو، ګورو چې ښه عصري کتابخانه یې جوړه کړې، د هرې څانګې کتابونه په کې موندل کیږي….
محصلین راټول شول، هغوی ته مې چاپ شوي کتابونه وښودل او ډاډ مې ورکړ، چې انشاءالله کارونه مخ په ښه کېدو روان دي او پوهنځی مو دادی، که په نړیواله یا سیمه ایزه سطحه نه وي؛ نو د هېواد په کچه لږ عصري شوی دی… هغوی مې رخصت کړل او زه هم له پوهنځي ووتم….
ډېر خوشاله وم؛ ځکه که زه په ټوله څلور کلنه دوره کې د کتابونو د نه شتون سره مخ وم، دادی راتلونکو ورونو ته مې یو ستر کار د نورو په ملاتړ وکړ او نه کېدونکی او د توقع نه لوړ کار مې په ډېر لږ وخت کې سرته ورسوه…
زما خیالي انقلاب روان وه، یو ستر کار مې سرته رسولی وه او نه پوهېدم، چې د پوهنځي د وتو وروسته به څه کیږي او کومې خواته به ځم…. چې په همدې وخت کې یې د مازیګر اذان وکړ او د خیالي انقلاب د خوب نه چې په ویښه مې لیده راپاڅېدم…
ستاسو دا خوب د خدای تعالی رښتیا کړی. د استادانو تر څنګ یو علمی بورد باید ستاسو د پوهنځی ټول درسی کتابونه ، لکچرونه او نور ماخذونه وګوری ، باید د وخت له غوښتنی سره سم درسی مواد آماده او هغه باید چی ګستتنر نه ، بلکه چاپ شی. بل داچی نوی کتابونه د هیواد په دواړو رسمی ژبو ترجمه او نشر شی.
اوس د انترنت له برکته تاسو کولای شی د خپلی خوښی وړ درسی مواد په ډیره آسانی سره د نړۍ په ژوندیو ژبو پیدا او کاپی او ځانته پرنت کړی.
همداراز زما له ټولو مسلکی او روڼ آندو نه هیله ده چی علمی لیکنی وکړی او یا دا چی په پښتو ژبه یی وژباړی او د ورځپاڼو یا برښنایی سایتونو له لاری یی نشر ته وسپاری ترڅو زمونږ نور ورونه ګټه تری واخلی. د پوهنتونونو علمی بوردونه باید دا مواد راټول او د ګرانو محصلینو په اختیار کی ورکړی. ستاسو د لا بریالیتوبونو په هیله
بریال
د درسی موادو راټولول او لیکل یواځی د پوهنتون د استادانو کار نه دی. د علومو اکادمی اونوری علمی باصلاحیته تعلیمی او علمی موسسی هم دنده لری چی علمی او تحقیقاتی کار وکړی او د لوړو زدکړو وزارت باید له نورو ژبو نه د ضرورت وړ مواد راټول او وژباړی او د محصلینو علمی سطحه لوړه کړی.
زاهد خلیلي وروره
ما د ډاکتر زلال احمد رنځورمل او ډاکتر احمد مجیب احمدي په ملګرتیا د داخله ناروغیو یو نسبتاً غټ کتاب (د ۹۰۰ مخونو) وژباړه او ممکن په یوه میاشت کې چاپ شي. فکر مې کاوه چې خواري خو مو کړې ده خو چې د محصلینو په درد به ولګېږي که نه؟ ځکه اوس به ممکن د پوهنتونونو استادانو ګڼ کتابونه تالیف کړی وي خو ښه شو چې تا ډاډه کړم. که د پوهنتونونو مو دغه حال وي نو شخصي هڅې به کار وکړي.
خو کاشکې تاسې دا خیالي انقلاب عملي کړئ
استاد په همدې معاش اخلي چې محصلینو ته خدمت وکړي. اوس چې د کتابونو ایډیټ په کمپیوټر کې خورا اسانه شوی، د غلطیو لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې مګر دا چې د استاد پر بې سوادۍ دلالت وکړي.
یو ملګری مې د کابل په یوه انسټیټوټ کې استاد دی، هغه اعتراف کوي چې زه اٌستاد نه یم، زه ایستاد یعنې ولاړ یم.
یوه محصل بیا ویل چې پوهنتون سړی بې سواده کوي
په دې هیله چې د استادانو غیرت تورېدلی وي