تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د ننګرهار چارواکو تاند ته ویلي، د ننګرهار د پخواني والي حیات الله حیات لخوا د جلال اباد تلویزیون غونډۍ پر سر د سل متره لوړ دنګ بیرغ د نصبولو ژمنه شوې وه چې وسایل یې بیګاه شپه جلال اباد ته رسېدلي دي.

چارواکي وايي، د دغه بیرغ لپاره یې پولادي پایه له ایران څخه رابار کړې وه چې هرات کې د ګمرکي او امنیتي ستونزو له کبله ځنډېدلې وه، خو د ننګرهار د اوسني والي شاه محمود میاخېل او د کندهار د والي حیات الله حیات په هلو ځلو د بیرغ وسپنیز توکي بیګاه شپه جلال اباد ته رسېدلي دي.

چارواکو ډاډ ورکړی چې د دغه بیرغ په نصبولو به چټک کار پیل کړي او د خپلواکۍ تر ورځې پورې به یې د رپولو ځانګړي مراسم ونیول شي.
د بیرغ دا پایه به ۱۰۰ متره دنګه وي او بیرغ به یې ۴۵۳۵ متر مربع پراخ وي.

په دې بیرغ ۷ اعشاریه ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې څه د دولت او څه هم د ننګرهار د پخواني والي له جیبه ورکول شوی دی.

One thought on “ننګرهار کې د خپلواکۍ په ورځ د ۷۳ لکه افغانیو تر ټولو لوی بیرغ رپول کېږي”
  1. د پخواني والي دې کور ودان چې له خپل جیبه یې پیسې ورکړي، داسې مالداره والی صواحبان دې خدای ډیر کي. خو د والي او دولت جیب یې چا ایستلي، دواړه یو جیب دی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *