۱۴ کب ۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د ملا مشر له دیني مدرسې تښتول شوي ۱۴ ښوونکي او ۲ اداري کارکوونکي ددې ولایت د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو نن سهار بېرته را خوشې شول. دغه کسان، چې ۱۲ تنه یې ښوونکي او ۲ تنه یې د یادې مدرسې اداري کارکوونکي دي، شاوخوا ۴۹ ورځې وړاندې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو د اخیستلو پرمهال له یادې دیني مدرسې تښتول شوي وو.
د یادو کسانو له ډلې غلام رحمان د سیف الرحمن زوی سرمعلم، عبدالولي د امیر خان زوی، قاري شیرین د شاه زرین زوی، عبدالکریم د محمد قیوم زوی، عبدالحکیم د محمد کریم زوی، نظام الدین د قرارالدین زوی، سید محمد سید محمود زوی، سید قاسم د سید عبدالوهاب زوی، محمد الدین د عبدالستار زوی، عبدالقیوم د فضل الرحمن زوی او مسلم شاه د عبدالنصیر زوی ښوونکي او هدایت الله او مبین مامورین دي.
د پوهنې وزارت رهبري د خپلو ښوونکو او کارکوونکو له را خوشې کېدو خوښي ښيي او د ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو د زړه له کومې مننه کوي، چې د دوی په را خوشې کولو کې یې له پوهنې وزارت سره همکاري وکړه.
د پوهنې وزارت د تل په څېر د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړي ډول له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو غواړي، چې د ښوونیزو اماکنو او ښوونکو او زده کوونکو د ځان او مال په ساتلو کې له دې وزارت سره مرسته او همکاري وکړه.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست
لومړی د پوهنې د درانه وزات څخه مننه کوو چې د ښوونکو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده. ښوونکي زموږ د ټولنې بنسټیز د بدو ورځو غمشریکان دي، هیڅکله يې زموږ ټولنه ګوښې نه ده پریښې، باد، اورښت او توپان کې یې زموږ نوی او ځوان نسل ګوښی نه دی پریښی، موږ ټول خوښ یو چې دوي په خیر سره خپلو کورونو ته را وګرځیدل، هر چا یې چې په خوشې کولو کې منډې کړې وي خدای ج دې ورته ددې ستر کار اجر ورکړي. وړاندیز مې دادی فکر کوم چې د ننګرهار د پوهنې ریاست د وزارت مقام ته په لست کې پاملرنه نه ده کړې، وروستي دوه استادان چې مسلم شاه او عبدالنصیر نومیږي یا تیروتنه شوې کو یو استاد د لست څخه پاتې دی او یا دوي کې یو د بل پلار نه دي، هیله ده چې رسنیو ته لیکنه په غور سره وړاندې شي. خپروونکې رسنۍ هم باید لیکنه په غور سره له نظره تیره او بیا یې چاپ کړي.
په درنښت
سمش شومه دم