تاند، شنبه، د جدي ۷مه: د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې په جدي ډول د افغانیو د رواجولو کمپاین پیل کړی او له دې وروسته به هیڅ ښوونکي او زده کوونکي ته له افغانیو پرته د بهرنیو کرنسۍ سره ښوونځي ته د داخلیدو اجازه ورنکړل شي.
د دې ولایت د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وایي،دوی له تېرو څو ورځو راهیسې ټولو ښوونځیو کې د افغانیو رواجولو په موخه عامه پوهاوی ترسره کړ او دا مهال یې جدي اقدامات پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه، ښوونکو او زده کوونکو ته د هیڅ ډول بهرنۍ کرنسۍ د لیږد اجازه نه ورکول کیږي .
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار په شمول ګڼو ولایتونو کې د کلدارو د مخنیوي کمپاین پیل شوی دی.
نشته کوم اقتصاد پوه د شوړو مشاوړړړینو منځ کې؟ دا احساساتي جوش وخروش خو ولاکه سم کار وي. اقتصاد پوهان که موجود وي، سمه تخصصي مشوره دې ورکي بیا هماغه په اساس پالیسي جوړه شي…، ښوونځی خو څه د اسعارو شاپینګ مارکیټ نه دی، او معارف رییس دې زده کړو کیفیت او نور یو عالم ښوونیز مسایل دي هغو ته د پام وکي چې د ماشومانو جیبونه تلاشي کوي، د بیسواده خلکیانو کارونه مه تکراروئ اوس خلک شوتله نه خوري
متآسفانه همدا شوتل خواره دي چې د پردیو پر اسعارو راکړه ورکړه کوي. دا د ټول ولس فرض او مکلفیت دی چې خپل ملي ، افغاني غرور بېرته راژوندی کړي او د انګرېز جناج عکسونه نور په خپل جیب کې ونه ګرځوي تر څو ګنهګار نه شي.