تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: د ننگرهار د هسکې مېنې ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ د جاودرې په جامع جومات کې دوه پرلپسې چاودنو ۶۴ ملکیان وژلي او ۳۴ نور ټپیان دي.

رضوان الله بشرمل تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې وویل، وروستي معلومات یې دا دي چې په برید کې د ماشومانو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي: (( له برید وروسته پر محلي پولیسو ډزې هم شوي دي او داعشیانو خلکو ته مورچې نیولې وې تر څو مړي راونباسي.))

نوموړی وايي، په جومات کې شاوخوا درې سوه کسان د جمعې لمانځه ته راټول وو چې خلک تر ماښام ناوخته پورې د جومات له خاورو او خځلو څخه د مړو په را ایستلو بوخت وو.

د هسکې مېنې د روغتیايي کلینیک مسوول ډاکټر زرغون شینواري او یو بل ډاکټر سید عارف هم تاند ته یاده مرګ ژوبله تایید کړه او زیاته یې کړه چې د ډېرو ټپیان وضعیت نازک دی او کېدای شي چې د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.

خو د ننګرهار د والي ویاند بیا وايي، وروستي ور رسېدلی معلومات یې ښيي چې په برید کې ۶۲ ملکیان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي، خو دا هغه ولسوالي ده چې داعش وسله وال یې لا هم په جاودره او اوغز سیمه کې حضور لري.

2 thoughts on “ننگرهار: د شینوارو په جومات کې د چاودنو مړي ۶۴ او ټپیان ۳۴ ته ورسېدل”
  1. نه طالب دی نه داعش، نه برازیلی دی نه کوریایی، پټهانی دی. پټهانیه! ستا له محرابه چې ستا هیوادوال د وژلو فتوا ورکول کیږي او ته ګورې څه نه وایې په زړه آمین هم ورته وایې ،همداسې به دې جمعې وي همداسې به دې هفتې وي، مه پنجابی ملامتوه مه امریکایی، مه عربی، خپله یې

  2. زه خو داسی فکر کوم!م چي دا بم نه و! دا د ّاکستان د کروز توغنی و چي زمون. ّه خاوره یي را وغورزاوو! امریکاییان ویده خلک دی او زمو هوایِ حریم نه شی ساتلی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *