تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: ناپېژانده وسله والو نن سهار د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې افغانستان لپاره د جاپان د پرمختیايي موسسې پي ایم ایس د مشر ډاکټر ناکامورا په موټر برید کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی تاند ته تاییدوي چې په پېښه کې ډاکټر ناکامورا ټپي دی خو ورسره درې ساتونکي، یو موټر چلوونکی او یو بل کس وژل شوي دي.

نوموړی وايي، د ډاکټر ناکامورا روغتیايي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.

ډاکټر ناکامورا له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې مېشت دی او د کامې د کانال تر څنګ د ښېوې پارک او ګڼو پراختیايي پروژو پلي کوونکی دی.

نوموړي ته څه موده وړاندې افغان ولسمشر د افغانستان افتخاري تابعیت او الکترونیکي تذکیره هم ورکړه.

2 thoughts on “ننگرهار: په جاپاني الاصله  افغان ډاکټر ناکامورا مرګونی برید شوی”
  1. احتیاط احتیاط!! ناپيژانده نه دی

    نه اسراییلی دی نه برازیلی، نه بیګانه دی نه پردی. عرب سری لیونی دی، د پنجاب خړسپی دی، ۲ پای وحشي ځناور پټانی دی
    پټانی پریږده چې داسامه و ابوکفچه مارانو لړمان پالنه و ساتنه وکي خپل خلک پرې وچیچي و وطن

    دخانه خراب وطن برباد پټاني له کوم خرتوبه انکار کوئ؟

  2. د جاپانی الاصله افغان انجنر وژنه د هغه څرګند ، نا ځوانه ، بی ایمانه او بی وجدانه دښمن کا ر دی چه د نیم قرن راهیسی د افغانستان د ترقی او خود کفایی مخه ډب کړی او تر اوسه د افغانستان د آزار ، اذیت او افغان وژنی نه لاس نه اخلی. ددی شلو کلو په جریان کی یی بی شرمانه ډول او په بی غیرتی سره د خپلو روزل شویو بی ایمانه بی غیرته تروریستی ډلو په واسطه د افغانستان په قتل عام لاس پوری کړی . نه یوازی د افغانستان د ملت د کتلو قتل عام بلکه د افغانستان په جغرافیا یی هم بی شرمانه تیری شروع کړی . ددی وخت دی چه د افغانستان د اسلامی جمهوریت رهبری ددغه بی غیرته ، بشری ضد تجاوزغږ د منطقی او جهان د هیوادو دولتو ته او همدارنګه اسنادو او شواهدو سره د ملل متحد دامنیت شوری ته ورسوی او په جدیت سره ددغه تجاوز د قیمت په ورکولو مربوطه تجاوزګره کړی په منطقه کی مجبورکړی شی ، ترکافی فشار لاندی راوستل شی تر څو پوره تاریخی سبق ورکړل شی .ددی نه وروسته که د افغانستان دولت په دی جدوجهد کی ذره غوندی تعطل او ګذست اختیارکړی د افغانستان د ملت او تاریخ سره به ډیر لوی خیانت او جفا وی ، چه موږ باور لرو چه د افغانستان اوسنی ملی با بصیرته ، با مسؤلیته او شجاع رهبری هییڅ و خت داسی جفا د ملت او تاریخ په وړاندی نه منی . په دی جدوجهد او مبارزه کی ټول ملت ، حتی لروبر ولسونه ، او په منطقه او جهان کی صلح دوسته دولتونه او همدارنګه منشور د ملل متحد د افغانستان په حمایت کی دی ، نو ولی د افغانستان دولت نور خاموشه پاته شی او موجوده فرصتونه له لاس ورکړی .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *