د نن څخه دوه سوه شپږ پنځوس (256) کاله پخوا یعني داووه لس سوه شپیتم کال د اکتوبر پرنه ویشتم تاریخ باندي ((October-29-1760 احمدشاه بابا د پاني پت دجنګ ډګر ته ځان ورساوه پداسي حال کښي یې د جنګ لپاره اماده ګي درلودل چي (60,000) مسلح فوځ یې تر شا ولاړؤ، جګړه دوی میاشتي او ۱۵ ورځي بعده ونښتل (January-14-1761) دجنګ نتیجه او سوبه د احمدشا بابا په نصیب شول او دوه لکه مرهیټیان مړه سول. (موریس فورشه) یو فرانسوي لیکوال دي، هغه وایي چي که احمد شاه دراني هندوان نه وای ځپلي هر ګز به انګریزانو هند نه وای نیولي ځکه چي د احمد شاه دُراني جګړي هغوۍ سخت کمزوري کړي وه.

که لږ ځیر شو احمدشاه بابا دوه نیم سوه کاله ترمخ شپیته زره مسلح فوځ د بل په خاوره کښي دوي نیمي میاشتي د جنګ په میدان کښي تیارسئ (اماده باش) ساتل اوعلاوه د دې نه د پوځ سره حیوانان هم لکه اسان، او فیلان ورسره وه هغه یې هم په نس مړول مګرموږ دوه نیمي پیړۍ وروسته لا هم خپل د وسلوال پوځ لپاره معاش، وسله او یونیی فورم (لباس) د بل څخه په خیرات کي غواړو که یې را نه کړل موږ هیڅ نه لرو. که تاسو د ډاکټر اشرف غني د سفرونو ریکارډ یا (ثبت) ولري په هغه ورځ باندي چي احمدشاه بابا د شپیته زره مسلح پوځ سره د پاني پت په ډګر کښي د جنګ لپاره اماده ولاړؤ، په عیني ورځ باندي، مګر دوه نیمي پیړۍ وروسته د (Oct-29-2014) افغان ولسمشر(ډاکټر اشرف غني) چین ته ولاړي ترڅو د چینایانو څخه د افغان فوځ لپاره کمک وغواړي.

هیواد مو تیکه تیکه شوي دي در پر در باندي ګرځو پخپلو کښي مو جنګ ته لاس اچولي یو او بل سره وژنو، هیواد مود مات منګي په څیر پروت دي ګاونډیانو مو ملنډي را وهي هر یو مو د خپلو هدفونو لپاره استعمالوي، هغه ستا ځپل شوي هندوستان نن شل سپوږمکۍ فضا ته استوي خو موږ پرځمکه پراته یو،هغه انرژي او قُوت چي پخپلو کښي يئ مصرفو د هیواد د ابادۍ لپاره کافي دي.

موږ دري ستر دښمنان لرو: اول: جهل یا ناپوهي. دوهم: غربت یا لوږه، او تر ټولو خطرناکه دښمن موهغه څوک چي مکتب ته مو نه پریږدي او یا یې را سوځوي د افغانستان دحل لاره تعلیم یافته نسل دي اوبس. د یوه قوي افغانستان په هیله.

نجیب الله علیزی

هندوستان، نوي ډیلی،

جواهر لعل نهرو پوهنتون

One thought on “نن احمدشاه بابا د پاني پت په میدان کې دي”

ځواب ورکول گل شیر خپلواک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *