یا به بمبار شوی و
یا به انفجار شوی و
او
یا به انتحار
کورونه به له جنازو ډک وو
کورونه به له چیغو ډک وو
او…
خو ټلویزیون کې به مستې سندرې او نڅاوې چالان وې.
لاندې پټه کې به د مرګ ژوبلې او خونړیو پیښو خبر تیریده، خو پر سکرین به مسته سندره له ډانس سره چالان وه.
نن ټلویزیون سندرې نه خپروي
نن ټلویزیون نڅاوې نه خپروي
او دا ځکه چې:
نن دوی د خونړي خبر سرټکي دي
دلته چې په چا راغله په هغه راغله
د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او رسنیو ته د ولس په غمونو کې د شراکت په هیله!
ربه!
وطن او وطنوال مې وساتې

په لاسو مو برکت
دایو واقیعت دی الله دی هدایت ورته وکړی
دوی د پښتنوسره ډیر بد سلوک کوی دوی پښتانه ډیر بد نړی ته معرفی کړه
دوی د افغانستان انتخابات ډیر بد نړی ته معرفی کړل
دوی همیشه د افغانستان کلتور باندی ملنډی ووهلی
دوی همیشه کوشش کوی چی ایرانی کلتور دلته دود کړی
د دې تر څنګ چې د هر بې ګناه انسان مرګ مونږ ته د منلو وړ نه دی او دا په کلکه غندو خو کاشکې چې طلوع د هر افغان په غم کې ځان شریک وبولي او په خپلو خپرونو کې د انډول او بې پرېتوب اصل ته درناوی و کړي او د پردیو د کلتور له خپراوي څخه لاس واخليِ.