= پاکستاني رسنیو نن وویل چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسېدې کې یو امنیتي مامور وواژه.

ویل شوي چې دغه امنیتي مامور اکبر علي نومېږي او پرون له کوره کار ته د تګ په مهال د ناپېژندویو وسله والو په ډزو ووژل شو. ویل کېږي چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش له فعالیته زیاته بېره لري.


= د هلمند د جګړو په وجه ۸ زره کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د هلمند د چارواکو تر ټولو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ د ګرمسېر، ناوې او نادعلي ولسوالیو دي.

تراوسه له ۳ زره کورنیو سره څه نا څه مرسته شوي دي.


= د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نژدې سرچینې وايي چې نوموړی د امنیتي اورګانونو ترمنځ د نه همږغۍ په اعتراض کې په فاریاب کې د جګړې له جبهې تللی دی.

تفصیل وروسته


= د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې تر ۲ زره جریبه زیاته مځکه له غاصبانو بېرته اخیستل شوې ده.

د عدلیې وزارت ویندوی محمد امان ریاضت وویل، وزارت یې هڅه کوي چې د دولت د شتمنیو او جایدادونو دفاع وکړي او د غصب مخه یې ونیسي.


= چین موافقه کړې چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو له چینايي پوځیانو سره د چین په خاوره کې ګډ پوځي تمرین وکړي.

چین همداراز وویل چې افغانستان ته به د دوو ترانسپورتي الوتکو ترڅنګ یو شمېر نور پوځي وسایل هم ورکړي.


= د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په مخدرو موادو روږدي په سلو کې تر ۶۰ زیات کسان له درملنې وروسته بېرته په نشو اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن ولسي جرګې ته وویل چې په اسانه د مخدرو موادو ترلاسه کېدل سبب کېږي چې ډېر خلک په مخدرو موادو روږدي شي.


= د افغانستان د مالیې وزیر کلیل حکیمي نن د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له مشر هربت سمیت سره په انکشافي برخه کې د ۷۹۱ اعشاریه ۱۶ ملیون ډالرو په ارزښت ۴ موافقې لاسلیک کړې.

د مالیې وزیر د دغو موافقو د لاسلیکولو په مهال وویل « دغه تړونونه  د هغو ژمنو د عملي کولو لومړی ګام دی چې چې د بروکسل په کنفرانس کې مو کړې چې افغانستان به د ځان بسیاینې پر لورې بیایو.»


= په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، داعش ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې د خراسان خلافت جوړ کړي.

جنرال نیکلسن وویل، سره له دې چې داعشیان افغانان نه دي او افغانانو له دې ډلې بد راځي خو داعش یا اسلامي دولت ډله ډېر تمرکز په دې کوي چې د خراسان په نامه خلافت په افغانستان کې جوړ کړي.


= د جسمي او روحي روغتیا په هدف په کابل کې د ښځو لپاره د یوګا لومړنی مرکز پرانستل شو. (تفصیل)


= د افغانستان دفاع وزارت وايي، چین افغان هوايي ځواک ته دوې ترانسپورتي الوتکې ورکوي. چین له دې سره سره چې له پاکستان سره نژدې اړیکې لري خو د تروریزم او افطراطیت د ملاتړ په برخه کې د پاکستان د دریځ ننګه نه کوي.


= په داسي حال کې چې کورد او عراقي ځواکونه د داعش اصلي مرکز موصل ته په نژدې کېدو دي، داعشیانو په نورو هدفونو بریدونه پیل کړي دي.

د کوردستان پېشمرګو ځواکونو له دوو جبهو څخه پر موصل بریدونه پیل کړي دي.


= د بریتانیا د فوټبال د غوره لیګ په سیالیو کې چلسي مامچستر یونایټیتد ته شرموونکې ماتې ورکړه.

چلسي په دې سیالۍ کې، چې د یکشنبې په ورځ په سټمفورډ بریج لوبغالي کې وشوه، ماچستر یونایټید ته ۴ پر صفر ماتې ورکړه.

One thought on “نن (دوشنبه/ شېبه په شېبه خبرونه”

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *