تاند- نن د نوي میلادي کال (۲۰۱۴) لومړۍ ورځ ده. له څو ګوته په شمېر هیوادونو پرته د نړۍ اکثره هیوادونه نوی کال لمانځي.

پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته مهاجرت او افغانستان ته د نړیوالو پوځیانو راتګ افغانان له میلادي کال او میاشتو سره بلد کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تبصره کې لیکلي، که څه هم افغانان میلادي کال نه لمانځي خو څرنګه چې د اکثرو افغانانو، چې د خپلې زوکړې له دقیقې نېټې نه دي خبر، د جنورۍ لومړۍ د کالیزې ورځ ده.

ورځپڼه وايي، افغانستان ته د امریکايي پوځیانو له تګ او د کار د نویو فرصتونو له رامنځته تګ سره افغانانو ته د میلادي سنې او د زوکړې د نېټې اړتیا پیدا شوه، څوک چې نه پوهېدل چې په کومه نېټه زېږېدلي دي، د دې لپاره چې د زوکړې اټکلي نېټېه یې هېره نه شي ټولو د جنورۍ لومړۍ نېټه وټاکله.

ورځپاڼې د ګڼو افغانانو مثالونه ورکړي چې د کار په غوښتنلیکونو کې یې د زوکړې نېټه د جنورۍ لومړۍ یاده کړې ده.

واشنګټن پوسټ انترنټ هم په دې برخه کې مهم بولي او وايي، د دې لپاره چې د زوکړې له نېټې پرته څوک حتي برېښنا لیک نه شي جوړولی ځکه انترنټ هم ډېری افغانان مجبوره کړي چې په میلادي کالهینداره ځان ته د زوکړې نېټه وټاکي.

واشنګټن پوسټ ته د پوهنتون یوه فارغ نذیر حسین ویلي چې په انترنټ کې د یو شي د راجستر کولو لپاره تل د خپلې زوکړې ورځ د جنورۍ لومړۍ لیکي.

نذیر وايی، لږترلږه د دېرش ملګرو د زوکړې نېټې یې د جنورۍ لومړۍ ده. دی وايي موږ په دې خاندو چې یو بل ته د زوکړې مبارکۍ لېږو.

لوېدیځو هیوادونو ته د مهاجرو شویو افغانانو لوی اکثریت هم د خپلې زوکړې نېټه د جنورۍ لومړۍ ښودلې ده.

5 thoughts on “نن د جنورۍ لومړۍ د ډېرو افغانانو د زوکړې(!) نېټه ده”
  1. Assalam aleykum!
    Reshtya ham.Awwal kho d`Afghanano tazkero ki dasy likl swy vi( ,,,sala -e 133. ).Aw bya pakhwanyo walidyno ba d awladono da zegidany naetty na likly: ka ba cha poshtana ham try wakrrala wayl ba yi: pa plany wachkaly kal! .ya d plany jagrry pa kal ki! ,ya ham hagha kal ki che veba raghly wa!.. payda swy vy!!aw d kaleezo tajlilawl ham hetz revaj na wo…
    Magar da che d dderyo afghanano date of birth 01/01/…. vi da ba ratlonky net ki koma stonza kho na jorravi?
    Aw hela shta che nawy elektroniky Tazkero ki de asasy ttako ta pamlarina washy.Pa Ihteraam.

  2. دا ډیره د شرم خبره ده چی مونږ افغانان په ټوله نړۍ کی یواځینی خلک یو چی د زیږیدلو تاریخ رسمی نیټه نه لرو.
    په اسلامی تاریخ کی هم د زیږیدو نیټه ډیره مهمه ده . لکه څنګه چی مونږ د خپل ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد ص د زیږیدو او رحلت له نیټی نه پوره معلومات لرو چی د دوی د وخت پلرونو اونیکونو د پیدایښت نیټه لیکلی ده نو زمونږ لپاره ولی د شرم خبره ده چی په کوم دلیل د یوه انسان د ژوند داسی مهمه نیټه ونه لیکو او یا هیره شی. که زمونږ پلرونو سواد نه درلود، نو د دولت قزلباشانو ولی دا نیټه نه لیکله . که څه هم زمونږ په تذکرو او پاسپورتونو کی لیکل شوی وی چی د پیدایښت ورځ – میاشت او کال مګر دوی ورته لیکی چی 16 ساله 1392 یا یکساله 1392 . حال داچی هغه به يواځی د 5 میاشتو وی خو د احصایی مامور به یکساله کدام سال ورته لیکی.
    زما وړاندیز د احصایی او پاسپورت درنو او محترمو مسوولینو ته داده چی د تذکرو او پاسپورتو نو په لیکلو کی دری مهم معلومات ډیر دقیق ولیکی:
    1- د شخص نوم او تخلص یا کورنۍ نوم
    2- د شخص د پیدایښت دقیقه نیټه
    3- د شخص د پیدایښت ځای
    مثلا که يو چاته په پاسپورت کی چی يو بین المللی سند دی ولیکل شی عبدالوکیل ولد عبدالجبار، نو د نوری نړۍ خلک به فکر وکړی چی د دی شخص نوم عبدالوکیل او کورنۍ نوم یی عبدالجبار دی او هغه ته به تل د عبدالجبار په نوم سره خطاب کوی او هغوی چی عبدالوکیل پيژنی ، څومره به پر هغه وخاندی چی تاته د خپل پلار په ځای خطاب کیږی.

    یادونه: حضرت محمد ص د 570 میلادی کال دربیع الاول د میاشتی په دولسمه او د دوشنبی په ورځ په مکه معظمه کی تولد شوی او په یولسم هجری کال[633 میلادی] د ربیع الاول په دولسمه د دوشنبی په ورځ د 63 کلونو په عمر په مدینه منوره کی له دی پانی نړۍ نه رحت کړی دی. پاته د نه وی چی دحضرت محمد ص د تولد ورځ په ټوله اسلامی نړۍ کی عمومی رخصتی وی او د نړۍ ټول مسلمانان د خپل محبوب پیغمبر ورځ په روژه نیولو، خیراتونو او عبادتونه سره لمانځی . یواځی سعودی عربستان کی دا ورځ نه نمانځل کیږی او وایی چی دا بدعت دی. په درناوی بریال

  3. واشګنټن پوست غوندې ورځپاڼو د لاسه له افغانانو خپل ځان هیر دی زوکړه خو پریږده

    واشنګنټن پوسټ او ورته د نیواکګرو رسنی د افغانانو په زخمونو مالږې شیندي او نړۍ ته یی د یو ورسته پاتې او بې کلتوره ملت په څیر ورپیژني او له بلې خوا نیواکګر د افغانانو زمکې پسې لیوني دي چې ځانته یو څو هډې پیدا کړي
    افغانانستان که هر څومره وروسته پاتې شي بیا هم د امریکا څخه ښه تاریخ لري او کابل له واشنګټنه ښه ځلیږي په تاریخ کې

  4. واشنګټن پوست سم نه وايی. د جنوري لمړۍ نېټه افغانان نه انتخابوي، بلکې دوی ته د مهاجرت د ادارو له
    خوا ورکول کيږي. کله چې ووايی د خپلې زېږېدنې په تاريخ نه پوهيږي او يوازې د زيږېدنې کال ورته .معلوم وي نو مقامات دستي د اول جنورۍ تاريخ ورته ليکي.

ځواب ورکول baryal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *