تاند، جمعه، د میزان ۵ مه: نن د طالبانو لخوا د خلق دیموکراتیک انقلاب د وروستي ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژلو ۲۳ م تلین پوره شو.

له نن څخه پوره ۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷ مه د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب احمدزی له خپل ورور شاپور احمدزي سره یو ځای کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره سم په مرموز ډول ووژل شو.

۲۳ کاله وروسته که څه هم په کوم رسمي ډول ددغه د مرګ مراسم نه نمانځل کیږي خو زیاتره ځوانان په خپل شخصي لګښت د ښاغلي نجیب تلین نمانځې او هغه ته د درناوي په پار د قران کریم ختمونه کوي.
ولسمشر غني، په خپلو خبرو کې اکثر مهال د هغه یادونه کوي او وایي، هغه سوله به ونکړي چې په ترڅ کې یې له ډاکڼر نجیب سره فریب وشو.
ولسنشر وایي، د سولې دروازه ډاکټر نجیب پرانیستې او دی به دوام ورکړي.

خو ځوانان بیا پر حکومت نیوکې کوي چې ولې د ډاکټر نجیب الله کلیزه او تلین په رسمي مراسمو کې نه نمانځل کېږي.

حکومتي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.

One thought on “نن د هېواد د فقید ولسمشر ډاکټر نجیب د وژل کېدو ۲۳ کاله پوره شول”
  1. دا مهمه نده چې دولت په رسمي مراسمو کې د شهید دوکتور نجیب الله د شهادت ورځ لمانځي او که یې نه لمانځي ، خو د هغه له شهادته 23 کاله وروسته لا هم دوکتور نجیب الله د افغانانو په زړونو پاچاهي کوي.
    د افغانستان پخوانی ولسمشر دوکتور نجیب الله په ډېر بحراني او حساس وخت کې د افغانستان زعامت ته غاړه کېښودله ، له یوې خوا پخوانی شوروي اتحاد له سرمایه داري نړیوال سیستم سره سیاسي- اقتصادي او نظامي رقابت ونشو کړای او له بلې خوا په کابل کې د ببرک کارمل په مشرتوب د افغانستان دموکراتیک جمهوریت په خپلو ټولو نظامي ، سیاسي او اقتصادي فعالیتونو کې ناکام ثابت شو.
    له دغه بحراني حالت سره د مقابلې او وطن دفاع د ټولو وطندوستو خلکو په نمایندګي دوکتور نجیب الله ته وسپارل شوه چې په ملي او نړیواله سطحه ښه وځلید.
    د ملي روغې جوړې سیاست یې اعلان کړ. لویې جرګې یې دایرې او اساسي قانون یې تصویب کړ. ملي شورا په کار پیل وکړ ، د نړۍ له 110 هېوادونو سره رسمي او ديپلوماتیکې اړیکې ټینګې شوې . افغانستان یې ورو ورو له انقلابې او اضطراري حالت نه نورمال ژوند ته سوق کړ. د جلال آباد او نورو ښارونو مستقلانه دفاع نه بریالی راووت او که خپلو همرزمو او ګوندي ملګرو لکه جنرال شهنواز تڼي ، جنرال نبي عظیمي ، جنرال دوستم ، محمود بریالي ، نورالحق علومي ، فرید مزدک ، یارمحمد ، نجم الدین کاویاني او …. ورسره خیانت نه وای کړای ، نن به د افغانستان سیاسي ، اقتصادي او نظامي حالت داسې نه وو.
    متأسفانه د شهید دوکتور نجیب الله ځای ناستو تر نن پورې داسې کوم خدمت وطن او خلکو ته ندی کړی چې افغانان پرې وویاړي . سرتاسري سوله او امنیت یې ټینګ کړی وای او د افغان وژنې بدمرغې پدیدې ته یې د پای ټکی ایښی وای.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *