په داسي حال کې چې ډونالډ ترمپ د ولسمشرۍ د چوکۍ د ترلاسه کولو او کار پیلولو لپاره تیاري نیسي، یو شمېر امریکایان وايي چې ټرمپ دې د جنسي سو استفادې په تور د کار تر پیلولو وړاندې استیضاح شي.

په زرګونو امریکایانو د ډونالډ ټرمپ پر ضد د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې پیل کړي او شاوخوا ۱۳۳۲۲ تنو نورو د ټرمپ د استیضاح کېدو لپاره یو اوږد لیک لاسلیک کړی دی.


د افغانستان فواید عامې وزیر محسن محمدي له ایرانه غوښتي چې په چاه بهار بندر کې افغانستان ته ځانګړی پلېټ فارم ورکړي.

حاضردمه د ایران له دوو بندرونو عباس او چاه بهار له لارو افغانستان واردات کوي خو د چاه بهار د پراختیا په صورت کې به ټول واردات او صادرات د همدې بندر له لارې وکړي ځکه چې د عباس بندر په پرتله زیات نژدې دی.


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ولسمشر د غوره کېدو په مناسبت دونالد ټرمپ ته د مبارکۍ په پیغام کې له هغه غوښتي چې له تروریزم سره په مبارزه کې بدلون راوړي څو د افغانانو وینه بهېدا پای ته ورسېږي.

ده همداراز ویلي«افغانان هیله لري چې د افغانستان د ستونزو د حل او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا په تګلاره کې د افغانانو له غوښتنو سره سم او د حقایقو مطابق تغییر راوړل شي.»


د انتخاباتي کمیسیونونو د مسوولانو د غوراوي کمېټې د سلګونو تقاضا کوونکو له منځه بالاخره ۳۶ تنه کاندیدان د هیواد د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د غړیو په توګه معرفي کړل.

د دغو کسانو په منځ کې ۲۱ تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره او ۱۵ د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره غوره شوي دي.

دوی دا کسان ولسمشر ته معرفي کړي دي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني ۷ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لپاره او ۵ تنه د شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره معرفي کړي.


د پاکستان پخواني دیکتاتور دولتمشر پروېز مشرف د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرمپ ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ غوښتنه کړې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ونه باسي.


د کونړ ولایت د غاښي کنډو د سرحدي سیمې پوله ساتي وايي چې نه کافي خواړه لري او نه د څښاک اوبه. دوی خبرداری ورکوي چې که تر دوو ورځو پوري خوراکي مواد ور ونه رسېږي ممکن له لوږي مړه شي.


د افغانستان د ملي پولیسو یو افسر په اروزګان ولایت کې طالبانو ته د یو شمېر امنیتي پوستو د سپارلو په تور ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه افسر، چې څو میاشتې پخوا یې په اروزګان کې وسله والو طالبانو ته د پولیسو پوستې له وسلو او مهماتو سره سپارلي و، ترینکوټ ته نژدې ونیول شو.


د ننګرهار چارواکي وايي، پرون د دغه ولایت د اچین ولسوالي په مومندره کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې یوولس داعشیان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له‎منځه تللي دي.


په هرات ښار کې پرون /چهارشنبه/ د زعفران ګل دوهم فیستوال پرانستل شو.

هرات په افغانستان کې د زعفران د تولید مهم مرکز دی او افغانستان له تېرو درو کلونو راهیسي په پرله پسې ډول په نړۍ کې د زعفرانو د کیفیت له پلوه لومړی مقام ګټي.

د نندارتون په پرانستونکې غونډه کې اعلان وشو چې سږ کال په هرات کې د زعفرانو حاصل ۶ ټنو ته رسېږي حال دا چې تېر کال ۴ ټنه و.

د هرات په پښتون زرغون، ګذره، انجیل او غوریان ولسوالیو کې تر نورو ډېر زعفران کرل کېږي.


د کاناډا د مهاجرت ویبپاڼه له دې کبله چې د ډونالډ ترمپ له بري وروسته امریکایانو تر اندازې زیات بیروبار پرې جوړ کړی و، د چهارشنبې په ورځ بنده شوه.

د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ادارې تراوسه پوري په دې اړه چې څه شی د دې ویبپاڼې د بندېدو سبب شو، څه نه دي ویلي خو بي بي سي ادعا کوي چې ډېرو امریکایانو هڅه وکړه چې د ټرمپ له بري وروسته کاناډا ته مهاجرت وکړي، او د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یې د کاناډا د تابعیت او مهاجرت ویبپاڼې ته په یو وار زیاته مراجعه کړې، نو ویبپاڼه له کاره ولوېده.

د ټرمپ په بري اکثره اروپایان هم خورا خوابدي دي ځکه چې ده ویلي چې له اروپایانو سره د ناټو په لګښتونو او د امریکا- اروپا د سوداګري راکړې ورکړې په بیلانس کې حساب کوي.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د ټرمپ هغو څرګندونو ډاډه کړی چې له بري وروسته یې وړمه شپه وکړې.

اوباما همداراز وویل«اوس ټول هیله کوو چې ټرمپ بریالی شي.»


په هند کې ګڼو خلکو د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ پر کامیابۍ جشنونه وکړل.

ډونالډ ټرمپ ویلي چې له هند او کلتور سره یې ځانګړې مینه لري.

One thought on “نن (پنجشنبه) شېبه په شېبه خبرونه”
  1. د امریکا کانګرس ددې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ وربللی چې را روانه اونۍ د هغه د استیضاح اړوندو استماعیه غونډو په یوه ناسته کې ګډون وکړي.

    دوی ولسمشر ټرمپ دعوت کړی چې د ډسمبر پر څلورمه نېټه ددوی غونډې ته ورشي.

    د امریکا د ولسي جرګې د قضائیه کمېټې مشر جېروډ نډلر ویلي، ټرمپ کوای شي چې د دوی په غونډه کې ګډون وکړي یا دې د ده په اړه د څېړنو پر بهیر نیوکې ودروي.

    په دغو غونډو کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره په قانوني دلايلو بحث وشي.

    ښاغلي ټرمپ سرټکولی چې تېره اونۍ د ولسي جرګې د استخباراتو د کمېټې په غونډه کې يې حقوقي ډلې ته د ګډون فرصت نه و ورکړل شوی.

    که ښاغلی ټرمپ په دغه غونډه کې ګډون وکړي، کوای شي د نوموړي د استیضاح پلټنو کې له شاهدانو پوښتنې وکړي.

    ښاغلی ټرمپ تورن دی چې د جو بایډن او د هغه د زوی په هکله د پلټنو لپاره یې پر اوکرایین د فشار اچولو لپاره دغه هېواد ته امنیتي مرستې وځنډولې.

    وړاندې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي ویلي، د ولسمشر ټرمپ پرضد د علني اورېدلو ناستې په تړاو داسې ثبوتونه شته چې ټرمپ له اوکرایین سره د معاملې د بډو په جرم کې ښکېل دی.

    پیلوسي ټرمپ په یوه داسې سرغړونه تورن کړ چې په وینا یې له دندې پرې ګوښه کېدای شي.
    دې خبریالانو ته وویل: “بډې دا دي چې د یوه جعلي تحقیق او اجازې پروړاندې پوځي مرستې ودروې او یا اجازه ورکړې. ولسمشر چې څه منلي او وايي په دې کې کومه خبره نه شته، دا په اصل کې یوه تېروتنه او بډې دي.”

    د پټو دروازو ترشا د ولسمشر ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه څو اونۍ له شاهدانو سره مرکې شوې او له هغې وروسته تېره اونۍ د جرګې د استخباراتو کمیټې د دوه اوونیو لپاره د ټرمپ د قضیې په اړه د عامو خلکو د نظر اورېدو بهیر پیل کړ.

    ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ رسمي ټوېتر کې د ویډیو خپرولو سره د استیضاح پلټنې “د امریکا سیاسي تاریخ کې تر ټولو لویه ټګي برګي” بللې وه.

    د استخباراتو د کمېټې ډیموکرات رییس ادم شیف ویلي، کمېټه د استخباراتو او بهرنیو چارو په برخه کې د څېړنو مشري کوي. دوی اوس په خپل رپوټ کار کوي او تمه ده چې د ډسمبر پر درېمه نېټه خپور شي.

    BBC

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *