د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د حضرت رسول اکرم ص د میلاد په مناسبت په وینا کې د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې سوله وکړي.

ده وویل«په دې مبارکه ورځ د دولت ټول وسله وال مخالفان بین الافغاني خبرو ته رابولم.»


د افغانستان د ترانسپورت وزارت نن وویل چې پر لویو لارو له باري موټر چلوونکو د غیرقانوني پیسو اخیستنو د مخنیوي لپاره یې د هیواد عالي اقتصادي شورا ته یو پلان وړاندې کړی دی.

دغه وزارت پرون د افغانستان د باري موټرچلونکو د ټولنې د خبرداري په ځواب کې ویلي و چې په لویو لارو کې اخاذي رنشته او د باري موټرچلونکو ټولنه په رسمیت نه پېژني.


جرمني له خپل هیواده د لسګونو زره پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره ۱۶۱ ملیون ډالره بودجه ځانګړې کړه.

په دغه هیواد کې افغان مهاجر په ځانګړي ډول تر فشار لاندې دي.


د عراق د کورستان بازانو د استانبول د تېرې شپې د خونړیو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

د استانبول په دوو بریدونو کې ۳۸ تنه ووژل شول او ۱۶۶ نور ژوبل شول.


د الوتک جوړولو تر ټولو سترې کمپنۍ بوینګ پر ایران د ۸۰ الوتکو د پلورلو قرارداد لاسلیک کړ.

بوینګ به دا الوتکې، چې بیه یې ۱۶ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره ده، په ۲۰۱۸ م کال ایران ته وسپاري.

دا د بندیزونو له پای ته رسېدو وروسته د ایران تر ټولو ستره تجارتي معامله ده.


د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، اسلام اباد خوارۍ کوي چې د افغانستان د سولې خبرې پیل شي.

سرتاج عزیز په یوه مرکه کې، چې پاکستانۍ (دي نېشن) ورځپاڼې خپره کړې، ویلي«دا د خوابدۍ وړ ده چې په افغانستان کې ځیني عناصر، چې نه غواړي له پاکستان سره د دیالوګ پروسه پرمخ لاړه شي، د پاکستان رول له شکونو سره مخامخوي.»

ده همداراز ادعا وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په لار کې خنډ جوړ کړ.

One thought on “نن (یکشنبه) شېبه په شېبه خبرونه”
  1. كه سوله د افغانستان وى او د افغانانو ترمنزوى نو بيا باكستان سوك دى جى مونز سولى ته رابولى. باكستان غوارى يو مزدور حكومت جى د باكستان لاسبوسى وى رامنز ته كرى جى دا خبره خو محال ده. هم اوسنى حكومت ته او هم به حقيقت كى تالبانو نه كه رافغانان وى.

ځواب ورکول kiir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *