رابرت بېلز د کندهار زنګ آباد کې د شپاړسو افغانانو په وژلو محاکمه او په عمري بند محکوم کړای شو ـ داسې چې د بښنې چانس یې نشته…

ددغه دردونکې پېښې پیل کې چې افغانانو، افغانستان کې ددغه عسکر محاکمه غوښته ما خپل جسارت او کستاخي یوه کالم کې وړاندې کړه، چې افغانستان کې د عسکر له محاکمې تېر شﺉ ـ افغانستان کې رابرټ بېلز نشي محاکمه کېدای او که محاکمه شي براﺉت تر لاسه کوي، خلاصېږي، چې افغانستان کې هېڅ مجرم او خاین نه دی محاکمه شوی، ټول سپین بازان ختلي او زموږ پر برخلیک واکمن پاتې دي…

افغانستان کې له درو کالو راسې د سترې محکمې رییس ناقانونه د سرپرست په توګه پر دغه مقام ګونډه وهلې، قاضي القضات خپله امریکایي تابیعت لري، بیا افغانستان کې د رابرت بېلز د محاکمې څه ګټه، څه مانا….؟

افغانستان کې چا د یو سل شپاړسو افغانانو قاتل محاکمه نکړای شو، امریکایي عسکر به یې څرنګه محاکمه کړای وای…؟

لېرې به نه ځو ـ حکیم شجاعي روزګان کې سل بېګناه ملکي افغانان وژلي ـ محاکمه پرېږده، څوک یې د نیولو زړه نشي کړای…

یو ځل چې په تېروتنه ونیول شو د ولسمشر د مرستیال ښاغلي خلیلي په امر پرېښودل شو…

د افغانستان د لکونو پوځ، پولیس، امنیت، نظم خاص، محلي پولیس، اربکیان، ناټو او ایساف حکیم شجاعي نشي نیولی.

امریکا که ښکلیلاک دی که د اجر الدین ویاړ خبره طاغوت، د قانون هېواد او د قانون حکومت دی، هلته قانون څوک نشي تر پښو لاندې کولی ـ قانون، قانون دی ـ غریب او امیر نلري ـ پر ټولو یو ډول پلی کېږي…

پاکستان کې ریمنډډیوس د دریو پاکستانیانو په وژلو د خونبها په ورکولو بری کړای شو ـ افغانستان کې د رابرت بېلز محاکمه کېدو براﺉت حتمي و ـ چې افغانستان، پاکستان کې امریکایي نشي محاکمه کېدای… هغه ته هندوستان وایي، چې دوه ایټالوي عسکر یې له ایټالیا د محاکمې لپاره هند ته لاس تړلي راوستل، دغه دوو ایټالوي عسکرو د هند دوه کب نیونکي، د سمندري غلو په شک وژلي وو ـ ایټالوي عسکر هند کې د روم سفیر په ضمانت خوشي کړای شوي و، خو محاکمې ته په نه حاضرېدو هند له ډيلي د ایټالیا سفیر په وتلو بندیز ولګاوه، هغه وو، چې ایټالوي عسکر یې د محاکمې لپاره وروسپارل.

پاکستان ریمنډډیوس د دریو تنو په وژلو محاکمه نکړای شو، خو امریکا کې یې پر یوه سړي د تشدد په تور دوه کاله بندي کړ…

ښه شوه چې بېلز امریکا کې محاکمه شو ـ چې د بښنې له چانس په بې برخې کېدو په عمري بند محکوم شو.

افغانستان کې بېلز نشوای محاکمه کېدای، چې افغانستان کې د خاین او غدار په نامه څوک نشته ـ دا ټکی ددې هېواد له جنایي او جرمي ډکشنرۍ وتلی ـ که نه د میلیونو بېګناه هېواد والو د وژلو، هېواد ورانولو او جاسوسۍ په تور خو به څوک محاکمه شوي وای ـ لږ تر لږه دا تور خو به پر چا پورې شوی وای…؟

بنګلدېش کې څلوېښت کاله وروسته دغسې مجرمان محاکمه، اعدام او عمري بند محکوم شول، خو افغانستان کې اوس هم د خلکو د وژلو، مال غصبولو او ډار اچولو واک ورسره دی…

دلته د شپاړسو او یو سل شپاړسو نه د زرګونو انسانانو قاتلان سرې سترګې ګرځي، د مرګ له ځواک او واک سره ګرځي ـ دلته د محاکمې او محاکمه کولو غوښتنه داسې ده، چې چاته براﺉت ورکوې پخپلو اوږو یې سپروې…

 له محور ورځپاڼې په منننې.

One thought on “نه مجرم شته نه خاین/ شهرت ننګیال”
  1. ګرانه قانع صاحب ډیره سمه او پرځاي وايی پروفیسور سیاف ګوره یو دی ده او دوه یی وریرونه له پغمان نه د ټولي اسیا ما فیا او د افیمو قاچاق رهبري کووي خو د ګیری یو څنډ یي د واکمني اداري پښی لړزوي امریکایان ورته د ښه استعداد لقب ورکړي او واکمني اداری ورته د ښه ملګري نو اوس راشه که تودیږي
    زه خو يی یو علاج وینم او هغه هم واسکت ته که څه بله نخسه لري راته ووایه.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *