جمشید عمر

د ایګزیستینشلیزم د فلسفې له مخې هم انسان له ځانه پوښتنې کوي، چې دا ستړی ژوند یعني څه؟ خبره مې د اوس وخت کوله، چې هر یو له ژونده شکایت لري. که مالداره دی هم ټوله ورځ په سوچ کې دی او که غریب دی، هغه هم. مالدار دومره پيدا کړي، چې شمارلی یې نه شي، مګر غریب پسې وړوند شو.

که نور خلک چوپ پاتې شي او د کوټې کونج ونیسې، نود شاعر او لیکوال پر وړاندې دا مسؤولیت دی، چې د ټولنې په اصلاح او د خلکو په راویښولو کې کوښښ وکړي. ویده راویښ کړي. ناست راپاڅوي، ولاړ روان کړي….

دا چې موږ ولی شکایت لرو نو

شاعر وايي:

ورو ورو نږدي کیږمه هماغه زمانې ته زه

هلته چې له ولږي انسان پاڅې بل انسان وخوري (باران)

باران اوسني وخت ته اشاره کوي، چې هر یو د بل غوښو ته ناست دی. په هر رقم چې کیږي، د بل د خولې مړی تښتوي. دوی د نورو په مرګ کې خپله بقا ویني. د نورو په ولږه کې خپل مړښت ویني. د نورو په بیچاره ګې او زورولو کې خپله خوښي ویني.

سمه ده چې ژوند یو رقم مخ ته نه ځې. کله خفه او کله خوشحال، لکه پسرلی صیب چې وایي:

زندګي ګوره څه تماشه ده

نیمه غمجنه، نیمه لاښه ده

شپه ورځ یې پاڼه د سپیدار و

چې یوه خوا سپینه، بله یې شنه ده

خو دا چې موږ بیا همیشه په خفګان کې ژوند تیرو، ورځ تر بلې مو حالات خرابیږي، نو علت خو به لري کنه! دا مو د اعمالو نتیجه ده او بس. په همدې هیلو کې ژوند تیرو چې هر څه به سم شي، خو نه پوهیږو چې پر کوم لوري روان یو؟

په لاندې بیت کې پښتانه یاد شوي، خو زه به ترې د پښتون پرځای افغان یاد کړم، ځکه ځینې خلکو ته کیدای شي د پښتون د کلمي نه د تعصب بوی ور نه شي او پښتون بیچاره خو هسی هم نوم بد دی.

نه نه، پښتون لکه د اوس خاوري په سر هم نه وو

نه نه، پښتون پخوا ارامه زنده ګي کوله (غریبیار)

ریښتیا هم له کله نه چې په افغانستان کې جګړې پیل شوي، نو بیا مو د ناستي ځای ورک کړی. هره ورځ، هر ساعت او هره دقیقه مو روح په عذاب کې دی. تر ډېره دا هر څه زموږ د اعمالو نتیجه ده، چې په کومو حالاتو کې قرار لرو. بس سړی ګورو نه، لکه ماشوم مو بیا تر لمني نیولي وي.

د مارکسیزم د فلسفي لمخې ژوند هدف دی. یعنې انسان په یواځې ډول په ټولنه کې ژوند نه شي تیرولی او شریک (ټولنه) ژوند ته اړتیا لري، خو موږ بیا وایو چې دا شریک ژوند به تر کومه د یو څو اشخاصو په نفعه وي؟ دا نور هم ژوند کولو ته اړتیا لري او کنه؟…

(موږ غواړو د افغانستان خلک له بدبخښتیو څخه وژغورو) دا په اوس وخت کې د افغانستان د نوو ګوندونو شعار دی، خو دوی نه پوهیږي چې دا بدبختۍ تاسو موږ ته په میراث پریښي. که د دي خلکو ریښتیا هم د بدبختیو نه افغانستان ژغورل و، نو یو بل به یې تر لاسه نیولي وای او یو داسې افغانستان به یې موږ ته په میراث پریښی وای، چې نړۍ ورته حیرانه وای. قرباني څوک ورکوي او امتیاز څوک اخلي. زما بیا په ځینو زړ درد کوي چې د یو څو پیسو په مقابل کې خپل ژوند ته د پای ټکۍ ږدي.

زموږ ټولنه تر ډېره د ملا صیب خولې ته ناسته وي او هر څه چې هغه وویل، نو دوی یې په پټو سترګو مني، خو د ګوندونو په سر کې ځینې بیا داسې ملاصاحبان هم شته، چې په خوله یو او په زړه بل څه لري.

ښکلی وايي:

د خدای امت به لږه ساه واخلي

که دا ملا صاب محترم نه وي

زه په یقین سره وایم، که دا ملا د خپلو شرارتونو څخه لاس واخیست، نو دا ولس به لږه ساه واخلي. ولس به د ژوند په خوند پوه شي. دوی په یوه نوم او په بل نوم له ځوان نسل او د خلکو نه په خپله نفعه استفاده کوي. ځوانانو ته غلطي وعدي ددوی شعار دی.

خو ځینې خلک بیا د دوی ډیر طرفداره وي. وايي که چیري دا ملا نه وي، نو افغانستان خلک به له ولږي مړه شي او نور خلک به راباندې لوبې وکړي. دوی ته به دا بیت ولیکم او وخت به قضاوت وکړي چې ملا څومره په اوبو کې ډوب و:

په بارداره ونه تل وریږي کاڼې

اوس به ګورو چې بارداره ونه څه کا

د خلکو په غلطو وعدو پسې مه ځئ. خپل مسؤلیت وپيژنئ. بس په همدې کې به مو کامیابي وي.

2 thoughts on “نه پوهیږو چې پر کوم لوري روان یو!؟ / جمشید عمر”
  1. ګرانه وروره زما سلام او احترام ومنی

    الله مو عزتمن لره د یوی سپږی لپاره ټول پو ستین مه سوخوه دی کی شک نشته چی افغان ولس هر چا تر خپل وس کړولی مګر د وطن د بربادی مکمل عا ملین علما ندی د اوسنی حکومت ما فیایی کړی مو له یاده وتلی په الله باور وکی چی که حکومت وتوانیده چی خپل ځانته وا قعیا د هغه حکومت حیثیت ورکړی چی وایی حکومت مو پلار او خاوره مو مور ده د نورو مشکلاتو حل کول ډیر اسانه کار ده ټول ملت پدی پو هیږی چی اشرف غنی د ملت لپاره په ړندو کی یو سترګی پا چا ده ما فیا یی پریږدی چی حکومت داری وکړی نو بنا هر چا تر خپل وس ددی خاوری سره ظلم کړی مننه هیله ده چی خفه نشی

  2. سمه ده زه درسره موافق یم، خو ما خبره د پټو سترګو کوله، چې ولی کس نه ګورو او تر شاه ته یی ودریږو. بل خبره د ملا راغله ما یو څو کسه خودلي چې د ملا په جامه او د جهاد په نامه له خلکو استفاده کوي. دا یو داسې کس تیر شو، چې تر اوسه یی خلک په خوله بارو کوي او دی لعین د جهاد د کلمي نه استفاده کوي. زه هغو علماو ته احترام لرم چې هره خبره او کار د االله ج د رضا لپاره کوي.
    موږ ته الله ج عقل راکړی او اوس هم یو کس وینو چې د الله ج خلاف او د همدارنګه د افغانستان د حکومت خلاف کار کوي، خو موږ یې ملاتړ کوو. مننه

ځواب ورکول h.layaqat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *