تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، پاکستان له ډېر پخوا څخه وړاندیز کړی چې د افغانستان د جګړې او د افغانانو د ناورین د پای ته رسېدو تر ټولو ښه لار خبرې اترې دي.

نوازشریف د چهارشنبې په ورځ /سپټمبر ۲۱/ د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۱ غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې له ۱۵ کلونو وروسته، نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چې په دغه هیواد کې د تلپاتې سولې یوازینۍ لار دا ده چې د افغانستان حکومت او افغان طالبان د سولې خبرې اترې وکړي.

نوازشریف دغه راز وویل، د سولې پر خبرو اترو د باور او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنو ته د ځواب ویلو پر اساس پاکستان په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر د اسانولو لپاره هلې ځلې پیل کړې.

نوازشریف همداراز وویل، په دې برخه کې ځینې ستونزې وې،  خو دا دلیل کېدای نه شي چې د سولې له بهیره لاس واخیستل شي او پر پوځي حللارې اتکا وشي ځکه چې پوځي حللاره په تېره یوه نیمه لسیزه کې ناکامه شوې او افغانستان ته یې ثبات نه دی راوړی.

د پاکستان صدراعظم وویل، پرمختګ هغه وخت یقیني کېدای شي چې افغان خواوې په خپله دې نتیجې ته ورسېږي چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او د پخلاینې لپاره خبرو اترو ته اړتیا ده.

د پاکستان د صدراعظم په وینا د افغانستان د یوې نیمې لسیزې جګړې پر پاکستان ژورې اقتصادي او امنیتي اغېزې کړي دي.

«نژدې ۳ ملیونه افغان کډوال، لا هم په پاکستان کې مېشت دي خو پاکستان هیله لري چې دا کډوال نور خپل هیواد ته ستانه شي.»

نوازشریف وویل، تر څو چې افغان کډوال په خپله خوښه په عزت خپل هیواد ته ستنېږي نړیواله ټولنه باید په پاکستان کې د افغان کډوالو په ملاتړ کې د پاکستان مرسته وکړي.

4 thoughts on “نوازشریف: د افغانستان د مسلې د حل لپاره تر ټولو ښه حللار خبرې اترې دي”
  1. کډوالو نور راځي. خپل وطن ته راشی
    نور که مجبوریت دی هم بس دی
    که اوس او ساتیری دی هم بس دی
    که ګټه ده هم بس ده

    د پښتو متل دی [که اوس دی هم بس دی]
    مننه

  2. د پنجاب صدراعظم سوله یادوی خو خپله بیا عقیده نه پرې لری .
    چټلستان یا پنجاب هم لکه پخوانی ملایان داسې دی . وایی د ملا خبری ښې دی اوره یی او عمل پرې کوه خو د ملا خپل عمل بیا له شریعته خلاف وی. دروغ وایی ، غیبت کوی . هلکان ساتی . خپله روزي نه حلالوی، د بل جیب ته یی سترګې نیولي وی.
    ترټولو ښه لار یی داده چې د افغانستان ټولې مخالفې خواوې له یو بل سره خبری او مذاکرې وکړی د جګړې د ختم لپاره د حل لار پیدا کړی یو بل ته احترام ولری ، له صبر او تحمل نه کار واخلی ، یو بل عفو کړی . تیر هیر کړی ، خو چټلستان پدې خبرو کې شریک نه کړی. ژمی به تیرشی او د مخ توروالی به یی سکرو ته پاته شی.

  3. جناب میاصاحب!
    الله رب العزت دی د اسلامی امت ټولو حکامو ته هدایت وکړی تر څو په شجاعت او ایمانداری د امت دفاع او خدمت وکړی او خپل اقتصادی،بشری او هستوی قوت د امت دقوت او عزت لپاره وکاروی نه دا چه د میا صاحب او آیة الله تر قیادت لاندی پر خپل مسلمان،مظلوم او دتعاون مستحق ګاونډی باندی تیری ،وحشت او جنایات تجربه او په ژوند یی لوبی وشی او بیا مصداق ددی فرمان الهی ګرځی یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *