تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف پرون /شنبه/ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ چې افغانستان ته د دغه هیواد د ملي امنیت او د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز تر سفر مخکې د پاکستان د بهرني سیاست (پالیسي) په اړه خپل نظر څرګند کړي.

ټاکل شوې ده چې سرتاج عزیز د مخکیني اعلان خلاف نن/ یکشنبه/ کابل ته په یو ورځیني سفر راشي. ټاکل شوې وه چې نوموړی د شنبې په ورځ کابل ته راشي.

ښاغلي شریف د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته وویل: «کله چې د افغانستان خبره کېږي نو پاکستان له کومې ځانګړې ډلې سره اړیکې نه لري.»

ده زیاته کړه: کله چې په سیمه کې د سولې مسله مطرح وي پاکستان تیار دی چې له هرې ډلې سره خبرې وکړي خو پاکستان د متحد افغانستان ملاتړ کوي.

ویل شوي چې سرتاج عزیز به د افغانستان د قومي اقلیتونو له مشرانو سره په کایل کې په خپل سفارت کې وویني. تر دې مخکې دا کار د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر او همداراز صدراعظم پروېز اشرف کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت ته د نوازشریف د تګ په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس جیلاني له بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه مالومات وړاندې کړل.

په غونډه کې ښاغلي نوازشریف اعلان وکړ چې د خپلو نړیوالو اړیکو سلاکار او د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز افغان چارواکو ته د پاکستان د څرګند پیغام د رسولو لپاره کابل ته لېږي.

د سیاسي چارو د ګڼو کارپوهانو په باور که نوازشریف وغواړي د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې مهم بدلون راوستلی شي ځکه چې نوموړی په خټه پنجابی دی او دا ځل د پوځ په «رحم و کرم» واک ته نه دی رسېدلی.

له بلې خوا داسي تصور موجود دی چې له افغانستانه د امریکايی پوځیانو له وتلو وروسته که له یوې خوا د افغانستان حالات خرابېږي نو له بلې خوا په دغه هیواد کې د هند د نفوذ د لا زیاتېدو امکان برابرېږي چې د دې مسلې منل د پاکستان لپاره ګران کار دی. له همدې کبله هیله کېدای شي چې پاکستان به د افغانستان د مسلې سوله ییز حل ته لېوالتیا ولري.

 پاکستان په وروستیو کې د قطر د سولې د بهیر د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه.

2 thoughts on “نوازشریف د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي تشریح کړه”
  1. ماته یو سوال پیدا کیږي او هغه داچه طالبان څنګه قطر ته ولاړل؟ هغوی له کول ځای نه په کومو پاسپورټونو والوتل. داسی ښایی چه هغوی په پاکستان کی ښه په امن سره ژوند کوی ځکه خو نو ډیر خیټه ور هم ښکاریدل. هغوی به بیا بیرټه په پاکستانی پاسپورټونو بیرته پاکستان ته ځی او پاکستان اوس اوس هم وایی چه د سخت دریځو پته دوی ته معلومه نده

ځواب ورکول Haedari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *