تاند- داسي ښکاري چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف دې نتیجې ته رسېدلی چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې ګټه نه لري او باید د هغوی پرضد له قوې څخه کار واخیستل شي.

رویټرز خبري اژانس، په دې برخه کې د نوازشریف ستونزو ته په اشارې وايي چې پوځ لا هم د پاکستان د پالیسیو په جوړولو کې لومړۍ خبره کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې له کله چې نوازشریف د پاکستان صدراعظم غوره شوی په دغه هیواد کې د وسله والو یاغیانو په حملو کې شاوخوا دوه سوه تنه وژل شوي دي.

د نوازشریف دا سخت دریځ د دې ښکارندوی دی چې د پاکستان پوځ لا هم د دغه هیواد د پالیسیو په جوړولو کې برلاس لري. دا په داسي حال کې ده چې د نوازشریف تر واک ته رسېدو مخکې هیله کېده چې دی به د پرېکړو پراخ صلاحیت ولري.

د پاکستان یوه حکومتي چارواکي، چې د طالبانو په اړه د پوځي او ملکي مشرانو د خبرو په اړه یې مالومات لرل، وویل:«بې له شکه موږ غواړو چې خبرې وکړو خو د خبرو امکان ډېر لېرې دی. ډېرو ابتدايي کارونو ته اړتیا ده چې باید وشي. او کله چې د پاکستاني طالبانو په شان له متضادو او په خپل منځ کې په اختلاف اخته کسانو سره د چا سروکار وي، بیا نو هیڅکله څوک ډاډ نه شي ترلاسه کولی چې د دوی هره وړه ډله به د خبرو درناوی وکړي.»

نوازشریف، چې یو وخت یې ویل: «د توپک خوله او مرمۍ تل نتیجه نه ورکوي.» هڅه کوي چې دا تصور له منځه یوسي چې وخت له لاسه ورکوي. ده ژمنه کړې چې یوه نوې امنیتي ستراتیژي وړاندې کړي.

خو په دې برخه کې پرمختګ خورا ورو دی ځکه چې پوځ تل د ملکي حکومت خبرو ته غوږ نه دی نیولی او هغه ته یې په ټیټه سترګه کتلي دي.

په همدې منځ کې په پاکستان کې بمي حملې دوام لري. په وروستیو ورځو کې د نوازشریف په خپل ښار لاهو او دغه راز کراچۍ کې هم چاودنې وشوې.

پاکستاني لیکوال او مبصر احمد رشيد دې حملو ته په اشارې وايي، پاکستاني طالبان دا یو فرصت ګڼي. دوی غواړي چې نوازشریف ته د ده ضعف او خپل قوت وښيي. «پوځ په اوس وخت کې د خبرو مخالف دی. دوی غواړي چې طالبان یو څه نور وځپي.»

خو د پاکستان پوځ او آی ایس آی په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو په ګډون د خبرو ملاتړ کوي، دا په داسي حال کې ده چې پاکستاني طالبان افغان طالبان خپل مشران ګڼي خو جګړه یې له هغوی جلا ده.

3 thoughts on “نوازشریف د طالبانو پرضد د قوې د کارولو ملاتړ کوي”
  1. ګرانه نواز مکار او بی شرفه د پاکستان صدراعظم نه بلکې وزیراعظم. صدر خو یې ضراری (ضرادری) دی

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *