تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف د پنجشنبې په ورخ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې له افغانستانه په کلکه وغوښتل چې هغو کسانو ته لار ورنه کړي چې په شمالي وزیرستان کې له جګړې تښتي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتررنګین دادفر سپنتا پرون اسلام اباد ته ورسېد او د دغه هیواد له صدراعظم او لوی درستیز سره یې جلا جلا وکتل.
سپنتا په داسي وخت کې پاکستان ته تللی چې پاکستان پر افغانستان تورونه لګوي چې ملا فضل الله او نور طالب مشران د افغانستان په نورستان او کونړ کې پټ دي او افغانستان تور پوري کړی چې پاکستاني پوځیان په ملکي جامه کې په کونړ او هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد جنګېږي.
له نوازشریف سره د ښاغلي سپنتا د خبرو په مهال د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د بهرنیو اړیکو لپاره د صدراعظم خاص مرستیال طارق فاطمي هم حاضر ول.
د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عتیق الله هدفمل او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي د ښاغلي سپنتا او نوازشریف په غونډه کې ګډون درلود.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف ډاکتر سپنتا ته وویل، پاکستان له افغانستانه غواړي چې خپله پوله د هغو «ترهګرو» پر مخ پوره بنده کړي چې له وزیرستانه تښتي او په افغانستان کې پناه اخلي.
پاکستان له یوې مودې راهیسي په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي خو راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې عام خلک وژل شوي، کورونه یې نړول شوي او په لسګونو زره مجبوره کړای شوي چې افغانستان او خیبرپښتونخوا ته پناه یوسي.
سپنتا د پاکستان د پوځ په لویه قومنداني کې د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په کتنه کې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو په باب خبرې وکړې.
نواز شریف افعانانو او نړیوالو ته دساده ګانو فکر کړی دی ، پاکستان غواړی خپل جنایت ظلم دسیسه او بزدلی دافعانانو له سترګو پټ وساتی ، د دی لپاره چه دیوی خوا افعانستان کی ټاکنی سبوتاژ کړی او دبلی خوا له Iی – Iیس -Iی له کنټرول وتلی طالبان وځپی یوه کاذبه جګړه یی دپښتنو وژلو ټکولو خلاف پیل کړه . خپل یاران یی لا دمخه هلمند او د افعامستان نورو ولایاتو ته استولی دی . تر څو پدی توګه له امریکا نور ډالر هم تر لاسه کړی او فاټا دومره وځپی لکه افریکا یان چه فقر او وچ کالی ځپلی دی او سرک په سر دپلاستیکو بوجیو کی مرګونی شپی او ورزی تیروی .
– پاکستان خپل پلان شوی ستراتیجی کی کامیاب دی او هغه دا چه پدی ګونګه جګړه کی باید بلوچستان او فاټا په بشپړه توګه وځپل شی.
دا څنګه راپوردی ښا دا ټولی خبری خو نوازشریف وکړی سپنتا څه وویل دهغه خو یوه خبره هم نشته که ورغلی چی فقط واروی او دی یی کرزی صیب ته نقل وکا چی داسی یی ویل او هغسی یی ویل ، ا
ول خو دافغانستان له لوری باید ډیر قوی او مدبر خلک ولاړ شی خاصتا پاکستان ته سپنتا نه چی ورتیر شو دا مرستیال وزیر نوم خو ما اوس وارویدا کومه وتلی سیاسی څیره نده او جانان موسی زی سمه ده هوشیار او باتدبیره سړی دی خو تجربه یی همره نده، دسفیر په صفت یی باید ګډون کړی وای خو دسپنتا سره باید وتلی سیاستوال وای چی هغه ددواړو ملکونو په اوسنیو او تیرو حالاتوخبر وای او کولای یی شوی چی په زغرده خپله موخه او ددوی ځواب ووایی.
ی