نوازشریف د عربستان په خوا دی

تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن /دوشنبه/ امر وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله دې فوراً خلاصه شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې نوازشریف دا پرېکړه له افغانستان سره د ښه نیت، او د دوو هیوادونو ترمنځ د کلتوري، تاریخي او مذهبي ګډولو (اشتراکاتو) په خاطر کړې ده.

د پاکستان صدراعظم په خپل حکم کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت به داسي اقدامات وکړي چې پر اساس یې هغه ستونزې حل شي چې له کبله یې پولې بندې کړای شوې وې.

ښاغلي نوازشریف همداراز ویلي«په افغانستان کې تلپاتې سوله د سیمې د سولې او ثبات لپاره لازمي ده.»

په دغه حکم کې همداراز ویل شوي چې صدراعظم په دې نظر دی چې د اوږدې مودې لپاره د پولو بندېدا د خلکو او اقتصاد په تاوان ده.

د پاکستان په لاهور او سند ایالتونو کې له انتحاري حملو وروسته د پاکستان پوځ له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک لارې بندې کړې.

پرون د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل، که پاکستان د لارو د بندېدو په شمول پر افغانستان فشارونو ته دوام ورکړ، افغانستان به داسي ستراتیژي خپله کړي چې پاکستان به پکې تاوان وکړي.

6 thoughts on “نوازشریف: له افغانستان سره د پاکستان پولې دې فوراً پرانیستل شي”
  1. دا فوري یې څه مانا لرې؟؟؟
    لاره به یې خلاصه کړي وې خو فوري نه، بلکه له ډیر ځنډ وروسته د پاکستان اصلي واکدار پوځ یې نوازشریف ته وویل چې ورشه د لارو د پرانستلو اعلان وکړه

  2. لکه چې چودریانو په خپل رنګ کې کوټ وخوړ. هيله ده چې افغان سوداګر ، په پنجاب کې مهاجر افغانان ، ټالیبان نور خپل اصلي دښمن و پېژني او د خپل ژوند ، کار او سیاست لپاره نورې لارې ولټوي. له منافق او غلط دوست نه بیا مطلق کافر ښه دي ، لږترلږه سړی خو پوهيږي چې کافر دی .

  3. بی ادبی د ډیر معاف وی غول یی خوړلی چی د فوری خلاصیدو امر یی کړیدی دا یی پری هغه ازلی نیکه یی برتانیا کړیدی که دی د ښه نیت په خاطر کړی وای نو هغه وخت چی د پولی هغی غاړی ماشومان مړه شول هغه وخت به خپل نیت ښودل، دا هغه منافق او د شیطان بچیان دی چی دوی باندی هیڅکله هم اعتبار نشی کیدلای او نه به سوچه افغان پر دوی نور اعتبار وکړی

ځواب ورکول محمد احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *