تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف، چې امریکا ته په درې ورځني سفر تللی، وايي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته یې ویلي چې پاکستان د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو تنظیمولو ته تیار دی خو داسي نه شي کولی چې هم طالبان خبرو ته حاضر کړي او هم ورڅخه د هغو د وژلو غوښتنه وشي.

نوازشریف، چې له ولسمشر بارک اوباما سره له کتنې یوه ورځ وروسته د واشنګټن په یوه تحقیقاتي موسسه کې خبرې کولې، په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل خو ظاهراً د ده اشاره د امریکا او افغانستان د حکومتونو دې غوښتنې ته وه چې په خپله خاوره کې طالبان وځپي او پناهځایونه یې له منځه یوسي.

په همدې حال کې لوېدیځو رسنیو نن د یوه امریکايي چارواکي له قوله، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل چې امریکا د افغانانو د پخلاینې له پروسې سره د مرستې لپاره د پاکستان د هلوځلو ستاینه کوي، مګر بیا بیا یې له دې نظر سره مخالفت کړی چې یا دې طالبان خبرې وکړي او یا دې ووژل شي.

ده همداراز وویل:«د پخلاینې بریالي بهیر ته پکار ده چې پر هغو کسانو پر له پسې فشار راوړل شي چې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره پر ملکیانو یا دولت له تشدده کار اخلي.

موږ اسلام اباد هڅوو چې د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره په خپله خاوره کې د حقاني شبکې په شمول د طالبانو پر ضد اقدام وکړي.»

دغه چارواکي همداراز وویل، واشنګټن له پاکستان سره په خبرو کې په دې تاکید وکړ چې د هغو کسانو خلاف، چې پر امریکايي پوځیانو د حملې پلانونه جوړوي، همکارۍ ته دوام ورکړي. دغه چارواکي د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ باوري یوو چې د حقاني شبکې په شمول پر طالبانو د پاکستان فشار د طالبانو نظر بدلولی شي چې سیاسي هدفونه د جګړې له لارې نه شي ترلاسه کولی.»

د پاکستان صدراعظم په امریکا کې په خبرو کې وویل چې داسي هیڅ دلیل نشته چې پاکستان دې په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی وي.

ده د پنتجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره له کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

One thought on “نوازشریف: موږ نه شو کولی چې هم طالبان خبرو ته راولو او هم یې ووژنو”
  1. عزتمندو
    : دپاکستان دصدراعظم ښاغلی نوازشریف ددی خبری په جواب کی لیکل کیږی چی دامریکی
    په وروستی سفرکی دامریکی دجمهور ریس ښاغلی اوبا ما سره په ګډه اعلامیه کی
    ویلی چی ((هیڅ دلیل نه لیدل کیږی چی پاکستان دی په افغانستان کی دجګړی غو
    ښتونکی وی ))دتاند په ۱۰-۲۶-۲۰۱۵نشریه کی نشرشوی دپاکستان دصدراعظم داو ینا دلاندی
    دلایلو پر بنیاد دمنلو نده رده ویی :
    ۱- نږدی ۴۰ کاله دافغانستان دجګړی تیریږی چی باکستان همدا اوږده موده کی
    ددی جګړی یو لوی او ډیر مهم جوړونکی ، لوب غاړی ،طراح ،تمویلونکی ، روزونکی او
    عملا فعا لونکی دی . چی دنیا ددی شاهددی
    ۲ : دپاکستان تهداب په سیمه کی دغربی استعمار داستعماری پلان او نقشو دتطبیق دپاره جوړشویدی .
    ۳ :پاکستان ددوهم نړیوال جنګ مخکی کوم مستقل تاریخ او وجود نلری فقط د۱۹۴۷ څخه وروسته دغرب خاصتا انګریز داستعماری جبرلاندی دهندوستان دخاوری چی دانګریز مستعمره یعنی دبرطانوی هند یوه برخه راجلا او هم دافغنستان دخاوری (ددیرند خیالی کرښه )څخه جبرا جلا او پاکستان یی ځینی جوړکړ . ڼو ترڅوچی پاکستان خپل شوم اوکرغیړن موخی چی ددیورند دکرښی منلو ته دافغاستا ن دولت مجبور نکړی نوپه افغانستان کی به دوامداره جنګ ،او بی ثباتی وغواړی اوهم به دهندوستان سره په طیعی ډول دښمن وی . هیڅ کله به دوست نشی .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *