تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره به خبرې وکړي څو په پاکستان کې سوله او امنیت ټینګ شي.

نوازشریف ادعا وکړه چې د «ترهګرۍ» پرخلاف په جګړه کې ۴۰ زره پاکستانیان وژل شوي دي.

ده زیاته کړه، هڅه او هیله کوي چې طالبان خبرو اترو ته حاضر شي او تمه لري چې د طالبانو ځواب به مثبت وي.

د پنجشنبې په ورځ پاکستاني طالبانو ملا فضل الله خپل نوی مشر وټاکه او نوموړي، چې ملګري یې د پاکستان د پوځ له لوري سخت کړول شوي دي، د پاکستان له حکومت سره د خبرو باب تړلی اعلان کړ.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف له افغانستان او هند سره د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه، ویې ویل:«موږ جنګیالي نه یوو او د جګړو له لارې د مسلو د حل غوښتونکي نه یوو.»

ده د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د خپلې کتنې په اړه وویل چې امریکا ځینې په ځای ملاحظې لرلې چې د ده په نظر سمې هم وې.

نوازشریف وویل:« د پاکستان په روانه جګړه او وینه بهیونه کې تر یوه حده په خپله هم ملامت یوو ، ولې مو یو وخت د سخت دریځو ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې یې موږ خپل کور ته اور ورته کړ. نورو ته د انتقاد د ګوتې تر نیولو مخکې باید اول ځان ته وګورو.»

ده د امریکا له ولسمشر بارک اوباما او د هغه له مرستیال جو بایډن سره د خپلو خبرو په اړه وویل چې هغوی بیا بیا ورته وویل چې دوی ورسره څه کولی شي؟

2 thoughts on “نوازشریف: موږ په خپله ملامت یوو چې د سخت دریځو ملاتړ مو وکړ”
  1. تعجب خبره ده قا نونی دولت هر څه په لاس کی لری په څنګ کی ورسره فر عی حکو مت [طا لبان] چه نه ایین منی او نه قا نون قا نونی دولت ته احطا ر ورکوی دا کوم ډول سیا ست ده؟

  2. دادنوازشریف یولوی سیاست دی چی ټولی دنیاته پری دوکه ورکوی
    افغانانو بیدار شی وس یی بله لاره غوره کړه
    دخدای [ج]څخه می امید دی چی په دی لاره کی به هم ناکام وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *