محمد نوازشریف (د ۲۰۱۴ د جون ۱۴ مه

تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف وايي، که یاغیانو د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد برید وکړ یا یې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروله پاکستان به سخت چلند ورسره وکړي.

نوازشریف نن د پاکستان له سیاسي مشرانو او د پوځ له جګپوړو چارواکو سره په غونډه کې همداراز وویل، پوره ډاډه دی چې افغانستان به هم هیڅ ډله پرېنږدي چې د دغه هیواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

نوازشریف د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو عملیات وستایل او هغه یې نېک اقدام وباله.

ده وویل:«پاکستان به نور هیڅکله په خپيله خاوره کې ترهګر ونه زغمي، که د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخیستل شي، موږ به یې پرضد کلک اقدام وکړو، په عین حال کې که په افغانستان کې داسي وشي، دوی (افغانان) به په ورته ډول چلن وکړي. کابل ته د لوی درستیز جنرال راحیل شریف له سفره وروسته افغانستان په خپله خوا کې د سخت دریځو پر ضد عملیات پیل کړل.»

څرګنده نه ده چې د نوازشریف اشاره د کونړ د دانګام ولسوالۍ عملیاتو ته وه که د افغانستان امنیتي ځواکونو نور عملیات پیل کړي دي.

د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته پاکستان د سخت دریځو په وړاندې په خپل دریځ کې بدلون راوستی دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښور د دسمبر د شپاړسمې نېټې حمله د دوی لپاره د د سپټمیر د یوولسمې حمله وه یعني هغسي چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې امریکا بدله کړه د دسمبر د شپاړسمې نېټې برید پاکستان بدل کړی دی.

6 thoughts on “نوازشریف: نور به چا ته اجازه ورنه کړو چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخلي”
  1. دا د هندوه مور او دانگریز پلار نه زیگیدلی بچی دروغ وایی، دادانگریز زوی دشوروی نه هم موگ ته خطرناک دی.

  2. ګرانه ده چی موږ د نواز شریف پر خبره اعتبار وکړو.دا ځکه چی د پاکستان واک د پوځ او بیا د آی اس آی په لاس کی دی.
    آی اس آی به دومره په اسانه دا لړمان او ماران کله له لاسه ورکړی.

  3. په دری ژبه کې یو ډیر مشهور متل دی چې وایي آزموده را آزمودن خطا است. نور د افغانانو بچي په دې پوهیږي چې پاکستان مردارستان او شیطانستان هیڅکله د افغانستان لپاره ښه دوست نشي پاتې کیدلی. نوازشریف غواړي په دې هکله یوه بله لوبه وکړي.

  4. pakistan should be united with afghans and they should make sure that Pakistan soil is no longer used to train Al Qaeda or Taliban. It’s very dangerous for both countries future since both brother countries will be suffering and our economies and educational growth will be effected. If we don’t stand side by side with each other a day will come where there will be no Pakistan but Afghanistan.
    We should all work towards peace and prosperity to make sure our counties future is bright and we live in a way which should be.

  5. سلامونه اونېکي هېلي د تاند چلونکو ته
    زما پّ نظر داسړی دروغ وایی او دافغانستان نوی حکومت باید دده په دی ډول خبرو ونه غولېږی او دوهمه خبره دا چې په پاکستان کې چې د زرداری حکومت ونه کړای شوای چې ای اس ای دی ته مجبوره کړی چې د افغانستان نه لاس واخلي دی به څه وکړای شي که څه هم چې طالبان د بی نظیری په وخت کې زیږ یدلی خو زرداری زما په نظر دافغانستان په هکله د ښه نظر خاوند وو او
    ویل به یی چې زه اصلآ د افغانستان د بلو څانو د قوم نه یم .
    نواز شریف خو هغه تن دی چې هر وخت یی په جار ویلی چې پا کستا ن دی زما په نوم وویاړی چې ما دافغانستان څو کلنه اردو ورته ورانه کړی .
    مننه

ځواب ورکول Mangal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *