نوازشریف د عربستان په خوا دی

تاند- په داسي حال کې چې د پاکستان پارلمان په یوه خوله د یمن په مسله کې د بې پرې توب پرېکړه کړې، د پاکستان صدراعظم نوازشریف، چې ځان د سعودي عربستان د احسان پوروړی ګڼي، نن اعلان وکړ چې د سعودي ملاتړ کوي.

ښاغلي نوازشریف په یمن کې د شیعه حوثیانو او نورو یاغیانو فعالیتونه وغندل او د حوثیانو له لوري یې د پرزول شوي ولسمشر عبدربُه منصور هادي د حکومت ملاتړ وکړ.

حوثیانو د پلازمېنې صنعا له نیولو وروسته هادي پرېښود. نوموړی وروسته عدن ته لاړ خو کله چې حوثیان دغه بندري ښار ته ورسېدل هادي سعودي عربستان ته وتښتېد.

نوازشریف د پاکستان د پارلمان د وروستۍ پرېکړې په اړه وویل:«پارلمان په دې پرېکړې چې حکومت او پوځ دې د یمن په مسله کې بې پلوه وي، په حقیقت کې د حکومت لاس خلاص پرې ایښی چې د یمن په کشالې کې مثبت رول ولوبوي.»

د یمن په کړکېچ کې د پاکستان د پارلمان له لوري د بې طرفۍ اعلان د دغه هیواد عرب متحدان هېښ کړل. هغوی ګومان نه کاوه چې پاکستان به، چې ملیاردونه ډالر مرستې یې ورکړي دي، په داسي یوه حساس وخت کې دوی ته شا اړوي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پرېکړه په سختو ټکو وغندله او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان به د دې پرېکړې تاوان ورکړي.

سره له دې چې د پاکستان اساسي قانون حکومت ته اجازه ورکړې چې د ځواکونو د لېږلو په شمول په امنیتي مسایلو کې په خپله پرېکړه کولی شي، د پاکستان دفاع وزارت د سعودي عربستان په غوښتنه یمن ته د ځواکونو د لېږلو موضوع پارلمان ته حواله کړه.

د پاکستان پارلمان له څو ورځې بحث وروسته پرېکړه وکړه چې یمن ته دې ځواکونه نه لېږل کېږي او د دغه هیواد ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان پارلمان په خپله پرېکړه کې تقریباً هماغه خبرې کړې وې چې تر پرېکړې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره له خبرو وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وکړې.

4 thoughts on “نوازشریف وايي، د یمن په لانجه کې د سعودي عربستان په خوا دی”
  1. Ajeeba khabara da.Che Saudiano ao arabano sara khpal fauji qowat nashta no jang wale kawee ? Da Pakistan khpal dakhili mushkilat kam dee che wass da arabano pa khatir Yemen loote loote krree. Arabano der pa besharmai da Pakistan musalmani pa imtehaan ke achhawale da.Da yaw Pakistani pa hiss zma da arz dy che Pakistan de zaan da daghe jagarre na pa har soorat bahar wasatee.

  2. پاکستان تل دوه مخی سیاست کړیدی او د خپل ګټی په خاطر له هر څه تیر دی که پارلمان یی یوه فیصله وکړه خو بیرته د سعودی د ګواښ څخه وروسته نواز د سعودی پلوی وکړه نو دا (پاکستان) هغه ابلیس دی چی کله هم په لاره نه راځی او هیڅکله هم د خپلی ګټی په خاطر د بل چا قربانی کیږی نه

  3. دومره بی غیرته او ذلیل قوم لکه تور پنجاپ بیا نو د نړۍ په مخ نه شی پیدا کولای، کله چی دوی ورځی وړاندی سعودی عربستان د پاکستان یوی الوتکی ته په خپله خاوره کی د کیناستلو اجازه ور نه کړه نو د پنجآپ غ… لاړ نواز مردار اعلان وکړ چی موږ د سعودی پر خوا یو. دا تور مخی پنجپیان د خدای بندهګان نه دی د ډالرو ریالو او زور بنده ګان دی.
    که ستاسو په یاد وی کله چی د امریکا پخوانی ریس جمهور بوش اعلان وکړ چی یا زموږ سره ودریږی او یا د هغه په اصطلاح د تروریزم سره نو تور پنجاپ چی په هغه وخت کی یی بیشرف ریس جمهور وو د بوش په خوا کی د اسلام په وړاندی ودرید، په زرهاو طالبان یی لاس تړلی امریکا ته حواله کړل چی ګونتانامو یی ورباندی ډکه کړه، حتا نړیوال ډیپلوماتیک قوانین یی هم تر پښو لاندی کړل د افغانستان سفیر ضعیف یی هم امریکا ته په لاس ورکړ چی په مقابل کی یی په میلیاردونو ډالر د امریکا څخه تر لاسه کړل. پنجپیان دومره بی شرم بی حیا موجود دی. طالبان بیا هم د پنجپیانو بنده ګان شول نو اوس تاسو فکر وکړی چی طالب یعنی څه؟

  4. شاکره وروره

    د یوه نفر څخه مې پخوا اوریدلې ول چې ویلی ته ښه شوې که سپۍ

    نو اوس طالب ښه شو که …. او همدارنګه دا عربان چې تراوسه یی پاک مردار پنجابیان حمایه کول ښه شول…. که س

    د دوې سره همداسې جوړیږی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *