تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف وايي چې د پاچا خان پوهنتون د حملې په اړه له لومړنیو تحقیقاتو داسي ښکاري چې د دې برید حمله کوونکي له افغانستانه راغلي ول.

ده د یکشنبې په ورځ په لندن کې وویل، سره له دې چې لومړني تحقیقات وايي چې حمله کوونکي له افغانستانه راغلي ول، خو دی په دې حمله کې افغانستان په لاس لرلو نه تورنوي.

نوازشریف په عین حاال کې وویل چې د ګاونډي هیواد ځینی عناصر د پاکستان په خاوره کې په تروریستي پېښو کې لاس لري.

نوازشریف همداراز وویل چې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې خپلې خاورې به د یو بل په ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.

نوازشریف زیاته کړه:«پاکستان دا موافقه په پوره ډول رعایتوي، افغانستان هم باید همداسي وکړي.»

له ده څخه وپوښتل شول چې د هند د پټانکوټ د حملې په اړه څه وايي چې حمله کوونکي له پاکستانه ورغلي ول؟ نوازشریف وویل چې پاکستان د هغو معلوماتو پر اساس کار کوي چې هند ورسپارلي او یو پلاوی به هند ته د تحقیقاتو لپاره واستوي.

د پاکستان په پارلمان کې پښتنو استازو د پاچا خان پوهنتون د حملې په اړه د تور ګوته د پاکستان امنیتي ادارو ته ونیوله.

د کوزې پښتونخوا ګڼو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې ورته نظر څرګند کړی دی خو د پاکستان د دولت تر اغېز لاندې رسنۍ او ځیني امنیتي ادارې هڅه کوي چې دا برید په یو نه یو ډول له افغانستان سره وتړي.

9 thoughts on “نوازشریف: پر پاچاخان پوهنتون حمله له افغانستانه شوې خو افغان حکومت نه تورنوم”
  1. ټول افغانان داسی ډول بریدونه په کلکه سره غندی، مونږ تر اوسه پوری دومره نه یو پیاوړی شوی چی په سیاسی لحاظ د خپل وطن دفاع وکړو او بل دا چی د یو بیګناه انسان وینه تویول خو د مسلمان کار نه بولم که څه هم هغه کافر وی. دا د دشمن سیاسی طرحی دی چی په غیر مستقیمه توګه د یو څو بی ایمانه او په حقیقت سره ناپوهه مسلمانانو لخوا راباندی علمی کیږی خو نه داسی سیاسی قدرت او نه داسی رهبر لرو چی نیغ په نیغه دفاع مو وکړی.

  2. چاه کن در چاه است .
    زموږ مسلمان ګاونډی اتمی ملکونه د هستوی انرژی،داستفادی صلاحیت یی پیدا کړ خو متأسفانه علما اومشرانو، حکام پدی پوه نکړل چه د ګاونډی حق په اسلام کی څه دی ؟
    او لکه نورو اسلام دښمنو په شان ملیشی او باروت استول دی؟
    آیا انسان یو شرانګیز اومضر مخلوق دی؟
    آیا انسان منحیث اشرف مخلوقات پیژنی که ارذل مخلوقات؟
    آیا اشرف مخلوقات دومره رذالت او جنایت کوی کوم چه ستاسی حکام یی کوی؟
    آیا پدی کردار مسلمانی او انسانیت شرموی؟
    که دومره مضر او شریر حکام چیرته وی الله عزیز ذوانتقام ذات دی د مظلومانو انتقام تری واخلی هغه بهترین او غالب انتقام اخیستونکی دی

    1. دا ادعاوی نادرستی دی ځکه چی پاکستانی پنجابی حکومت په خپله خاوره کی تر څلويښت کلونو زياد تروريست ګروپونه تربيه کوی ، چی تر دغه ګړی پوری دهغوی کورونه اودفترونه دهمدغه دروغجن حکومت له خوا ساتل کيږی

  3. اصلا دا کار د پاکستان ګنده څارګزی اداری کړی او موخه یی داده چی د پولی دواړه خواوو اففانان پر یو بل بی اعتماده کړی تر څو دوي خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی. خو اوس پښتانه پوه شویدی او ددوی په تبلیغاتو به هیڅکه هم باور ونه کړی

  4. نواز او د پنجاب چارواکی غواړی چی د خپل بام واوری په ګاونډیو ورواچوی. هر سړی پوهیږی چی د پښتنو اصلی دښمن پنجاب دی ، په هرحال سره پښتانه په پنجابستان کی د خاوری او نفوس په حساب دوهم لوی قوم دی . پنجابیان غواړی د علم او پوهی دروازی د پښتنو پرمخ وتړی . چی متاسفانه په افغانستان کی دوی په خپلو پلانونو کی تر یوحده پوری د ټالیبانو په مرسته کامیاب دی خو انشاالله د لری پښتونخواه ځوانان د دوی په شومو اهدافو ښه پوهیږی ، د پنجاب سټی به آخر د همدوی په لاس وځی.

  5. پاکستانی دولتی او څارګری بنسټونو ته ۴۰۰ کاله وړاندی رحمن بابا داسی ویلی دی::: کردګلو کړه چی سیمه د ګلزار شی««»» اغزی مه کره په پښو کی به د خار شی::::کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی ««»» چیری ستابه د کوهی په غاړه لار شی::::ته چی بل په غیشو ولي هسی پوه شه! ««»» چی همدا غیشی به ستا په لور ګوذارشی:::آدمزاد په مانا واړه یو صورت دۍ! ««»» هر چی بل آزاروی هسی آزار شی!
    او بله دا چی زمو په پښتو کی یو متل دۍ چی وایی:: له آزاره چا بازار ندۍ وړۍ!

  6. پښتانه خو ګوت څنډنه کوی اما زما په اند ددی وخت رارسيدلی چی په عمل کی دخپلو حقوقو لپاره عملی ګامونه پورته کړی دمثال په توګه، کريم، بيرته خپل تاريخی حالت روسيه ته مخه کړه ايا په کوزه پښتونخواکی ددی غږ پورته کولو څوک نسته؟ زه وايم سته اما جرات اوقربانی ته اړتيا لری.

  7. ډبل نوازه ډیر بیغرته سړۍ یی , خو که چیرته داوړوکۍ غنۍ ستا په کور کی مداخله کوی نو څله ورته ګورۍ خو بس په مری باندۍ ورغلی شی,کنه چه بیا څوک زړه ونکړی په ټول دنیا کی چه دپنجاب په محترمو او معظمو قومونو کی مشکل جوړ کړی.

  8. موږ افغانان دا برید غندو او پر دې هم باوری یو چې په دې برید کې افغانان لاس نلري او دا د پښتنو د دښمنان کار دی چې ددې پړه !!!اوس په افغانانو اچوی موږ په پښتونخوا کې د وحشت او دهشت غندنه کوواو د پښتنو په تفاق او اتحاد ټیګار کوو

ځواب ورکول Akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *