محمد نوازشریف (د ۲۰۱۴ د جون ۱۴ مه

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن /چهارشنبه/ وویل چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ ته ځان ژمن بولي.

د (پاکستان ټوډې) ورځپاڼې د راپور له مخې، نوازشریف په خپل دفتر کې د بریتانیا له کورنیو چارو وزیر امبر رډ (Amber Rudd) سره په خبرو کې وویل«موږ به د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ټولو نوښتونو او طرحو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

نوازشریف دغه راز له بریتانیا سره د خپل هیواد د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې اسلام اباد په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې له بریتانیا سره د اړیکو د زیاتولو غوښتونکی دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ښاغلي رد وویل چې د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان د هلو ځلو ملاتړ کوي.

پاکستان له کلونو راهیسي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ خبرې کوي خو په عین حال کې دې ته تیار نه دی چې د طالبانو مشران او شوراګانې له خپلې خاورې وباسي.

پاکستان له افغانستان، چین او امریکا سره په څلور اړخیزو غونډو کې منلې وه چې که طالبان یې د سولې خبرو ته حاضر نه کړای شول د هغوی مشران او د کورنیو غړي به له خپلې خاورې وباسي خو وروسته یې پر خپله ژمنه عمل ونه کړ.

دا هیواد وايي چې که د طالبانو مشران له خپلې خاورې وباسي د پاکستان ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

ډېری افغان او پاکستاني سیاستوال وايي چې د پاکستان ملکي چارواکي په افغانستان کې د سولې مخالف نه دي خو پوځیان او استخبارات اجازه نه ورکوي.

One thought on “نوازشریف یو وار بیا وویل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي”

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *