تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس په زغرده وویل چې هیڅ راز غیرقانوني اصلاحات نه مني او تیار نه دی چې د کمیسیون له مشرۍ څخه په غیرقانوني ډول لاس واخلي.

ښاغلي یوسف نورستاني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د اصلاحاتو په اړه د خبرو او اختلافاتو په باب اوازې خپرې شوې.

ښاغلي نورستاني وویل چې غیرقانوني اصلاحات نه مني او حاضر نه دی چې په زور او غیرقانوني ډول د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ریاسته استعفا وکړي.

ده وویل، باید د اصلاحاتو په نوم د انتخاباتو په کمیسیون کې د سیاستوالو د خوښې کسان ونه ګومارل شي.

نورستاني خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د هر ډول خپلسرو او غیرقانوني اصلاحاتو مسوولیت به د ملي یووالي د حکومت د مشرانو په غاړه وي.

ویل کېږي چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په پلویتوب تورناوه، د انتخاباتو په کمیسیون کې د بدلون غوښتونکی دی. د ښاغلي عبدالله لپاره په دغه کمیسیون کې بدلون د دې لپاره هم مهم دی چې د ولسي جرګې انتخابات په مخکې دي او که په راتلونکې ولسي جرګه کې د ده پلویان زیات ول نو په اساسي قانون کې به د صدارتي نظام په ګټه تغییر راولي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې پارلماني انتخابات به کله وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ښاغلي نورستاني وویل چې ده د پارلماني انتخاباتو په اړه خپل وړاندیزونه ولسمشر ته لېږلي دي.

3 thoughts on “نورستاني: د اصلاحاتو په نوم د انتخاباتو په کمیسیون کې هیڅ غیرقانوني اصلاحات نه منم”
  1. يا الهي شكر جه افغانانو كي يو افغان بيداشو جه به جك ورميك او دير با جرءته بي له كومه ترسه او بيمه دخبل حقه حقوقو خخه قانوني مر دانه وار دفاع كوي هغه هم دجا به مقابل كي ددوه ابوالقدرتونو داكترانو به مقابل كي.
    زوندي دي وي دانتخاباتو دكميسون مشر نورستاني صاحب.
    كه جيري دده دفاع قانوني بنه غوره كره او مو فقه شو با يدد قانوني دفاع داتل ولي لقب وركرل شي.
    زوند،زوند،زوند.
    جه ملت مو بيدار شو

  2. د ټاکنو په کمسیون کی هر ډول غیری قانونی مداخله د عبدالله او یا د اشرف غنی لخوا هیڅ افغان ته د منلو وړ نده.موږ .د د ټاکنو کمسیون ازاد دی باید ازاد اوسی.

  3. پداسی حساسو شرایطو کی د هغو قوانینو اړول چی پخوا د هیواد د ثبات او ترقی لپاره تصویب شوی دی ، یوه خاینانه توطیه ده. ځکه چی ښکیلی خواوی به داسی شرایط رامنځ ته کړی چی یو پر بل به اعتماد ختم او هر څوک به د خپلو شخصی او ډلی دګټو لپاره قوانین غواړی .
    زما په نظر په اوسنیو شرایطو کی هغه نسبی ثبات چی شته باید وساتل شی . دا اوسنی وکیلان هم داسی احساسوی چی دا یی وروستی چانس دی او تر څو چی وسه یی رسیږی ، پیسی ټولوی. د ولس اعتماد په تقریبا ټولو وکیلانو ختم دی .
    د ملی وحدت حکومت دنده ده چی د هیواد ثبات او امنیت وساتی او د خلکو د ژوند په باره کی فکر وکړی. طالبان، داعیشیان او نوری منحوسی ډلی ټپلی په کمین ناستی دی او هره ورځ زور اخلی . که زمونږ دواړه داکتران په خپلو کی سره جوړ شی او همداسی فیفټی فیفټی مخ ته لاړ شی د دواړو او ملت ګټه به وی او که یو بل ته کندی کیندی نو نه به دوی وی او نه به ملی وحدت حکومت بلکه ملی وحشت به وی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *