تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، خلک به ډېر ژر د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان واوري.

نوموړې نن په خپل تازه ټویټ کې ویلي، د ټاکنیزو پایلو د اعلان لپاره ټول اړین اقدامات اخیستل شوي دي او اوس د افغانستان د نوي ولسمشر د اعلان پرېکړه تړل شوې ده، چې صرف اعلان ته انتظار باسي.

اغلې نورستانۍ په داسې حال کې ژر تر ژره د ټاکنیزو پایلو د اعلان خبره کړې ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم او د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا څو غړو احمدولي مسعود، حکیم تورسن، شهاب حکیمي او د رحمت الله نبیل په استازیتوب مرادعلي مراد نن د ټاکنو د پایلو د اعلان احتمال د بحران د اعلان په معنا بللی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، تر څو د ټاکنیزو ډلو قانوني غوښتنې ونه منل شي، دوی د ټاکنو د پایلو اعلان نه مني.

همدا راز د نوماندانو شورا غړو ویلي، ټاکنې له خپل مسیر څخه اوښتې دي او د کمېسیون پرېکړې مشروعیت نه لري، خو د ټاکنو کمېسیون مشرې بیا څو ورځې وړاندې وویل، دا ځل ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې رڼې او شفافې وې.

4 thoughts on “نورستانۍ: ډېر ژر به د افغانستان نوی ولسمشر اعلان کړو”
  1. Get lost!
    The world laughs upon us.
    Such a big shame for us.
    The price of Rabbani and Masud became so expensive for us more than the COW of Bani-Israel in surah Baqarah. It’s all from the dirtiness of Karzai & Khalilzad both sides.
    Enough is Enough!

  2. د افغانستان ملت په دی 40 کلونو کی دقدرت او مقام د پاره جنگ سالاران ، زورواکان ، ددین او قوم تیکه داران او تجاران تجربه کړی ، نور نو باید د تاریخ په وړاندی حساب ورکړی ، او له ملت نه بښنه وغواړی ، هیڅکله هم ددی وړ نشول چه ملت ورباندی اعتماد وکړی ، د بیت الله قسم خوړلی د ملت او ملی وحدت سره ملی خائنان دی . اوس بیا د ملی شراکت د چوکیو دگدا ګری او تزرع غونډی شروع کړی ، هیڅ شرم نلری ! دوی ته که چوکی په هر قیمت تمامه شی خو غواړی یی . له چوکی نه هیڅکله هم تیر نه دی ، خو له خاوری ، استقلال ، ملی وحدت ، ملی او اسلامی ارزښتونو نه په آسانی تیریږی . آخر ددی ریاست جمهوری په دی کاندیدانو کی داسی کسان چه ۲٪ رایی به هم نه لری خو وایی ما په حکومت کی درګډ کړی که نه زه لاریون کوم ! دا په ډاګه ثابتوی چه دغه د کاندیدانو د شوری کسان چه د ډاکتر اکتر اشرف غنی په مقابل کی وچ ضد را اخیستی دی ، هم کبر او هم وزر ، ددغسی ټیټی مفکوری سره د افغانستان د رهبری د لوړ او درانه مقام ظرفیت او اهلیت نلری . ددوی دغه دستپاچه وضعیت د اشرف غنی د اصولی او ملی دریځ په مقایسه ، دا ثابتوی چه ډاکتر غنی په اوسنی حالاتو کی د افغانستان د پاره یو وړ او د لوړ ظرفیت رئیس جمهور دی .

  3. د افغانستان د اساسي قانون ، د انتخاباتو د کمیسیون او ټولو قوانینو پراساس د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دنده او صلاحیت لري چې د تلې د شپږمې ورځې د انتخاباتو نتیجه د افغانستان ولس ته وړاندې کړي. مهمه نه ده چې څوک د دې ټاکنو بریالی کاندید دی. د افغانستان اکثریت خلکو ته د منلو وړ او قبول دی.
    شاید بایلونکي ټیمونه له دې امله چې دوی په دموکراسې ، حقیقت ، عدالت او خپل ملت ته د خدمت په اصولو باور ونه لري او یواځې د زور په ښودلو او تهدید سره غواړي چې یو ځل بیا د « نه منم » په شعار سره ځان ته کومه څوکۍ بود کړي، مګر د افغانستان خلک نور د دوي دا لجاجت او رسوایی نه غواړي.
    که څوک غواړي پدې حساسو شرایطو کې تشنج او د دوی په اصطلاح « بحران » خلق کړي ، د افغانستان غیور ملت له خوا به د ملي خاینینو او جنایتکارانو په توګه رسما معرفي په پای کې به د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.

  4. زه چی اوسنی د ټاکنو کمیسیون خبری ناستی او ضرب الاجلونه ته ګورم او د سولی پروسی ته ګورم ماته دی هغه شپونکی خبره را یاده شی چی دری ځلی یی کلیوالو ته ناری وهلی چی هله لیوه راغی رمه یی وخوړله مګر کله به چی کلیوال را ورسیدل نو شپونکی به وخندل وبه یی ویل چی ما ټوکی کولی تاسی په ټوکه هم نه پوهیږی مګر کله چی دریم ځل رښتیا لیوه راغلی وو رمه یی داړلی وو شپونکی چی څومره ناری وهلی وی مګر کلیوالو فکر کاوو چی بیا درواغ وایی نو چی کله سبا راغلی وو چی رښتیا لیوه رمه داړلی او زیاتره رمه یی له مینځه وړی ده

    نو له پورتنی قیصی څخه داسی جوتیږی چی ټاکنی کمیسیون د څه کم یا څه د پاسه ۲ میلیونه رایه په دوه میاشتو کی ابتدایی پایلی اعلان نکړی او سولی په اړه خلیلزاده تیر ځل نهه ځله ناسته وکړ نو نهم پړاو کی یی وویل چی په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي چی لسم پړاو کی مخکی لدی چی ټرامپ یی رد کړی شاهین وویل چی تنها انګلیسی او دری او پښتو متنونه سره پرتله کوو

    مګر اوس بیا خبری شروع کړی او پنځی ورځی کیږی چی خبری روانی مګر په تیر ځلو کی تنها د امضآ په ځای باندی توافق نه وو شوی چی امریکا غوښتل دا قرارداد یا توافق د امریکا کیمپ ډیویډ کی یی لاسلیک کړی چی کچیری امضا ته آماده وو او طالبان بیا بیا د پرمختګ خبری کوی نو دا څه معنا چی امضا ته آماده شی په اړه څه پرمختګ کچیری تیرو پړاو په تکرار وی او کچیری نوی دور یا پړاو وی نو په څه باندی خبری کوی چی تیر ځل جوړ رانغلل نو لدی معلومیږی چی دلته هر څه امریکا او پاکستان په خپله محاصره کی ساتلی او د ولس په ژوند او آرمان باندی ملنډی وهی نه دولت پوهیږی چی څه وکړی او طالبان چی پاکستان را باندی څه کوی؟

    کچیری طالبان سوله د ولس لپاره غواړی ولی د ولس خبرو او غوښتنو غوږ نه نیسی کچیری سوله د قدرت لپاره وی نو بیا عام ولس ولی وژنی نو امریکا سره د زور ووهی یا داچی باجوه او پاکستان استخبارات د امریکایانو د وژلو لپاره اجازه نه ورکوی

    اوس امریکایایی سناتور ویلی

    امریکايي سناتور: که پاکستان د طالبانو خوندي جنت نه وي، جګړه به څو اوونۍ وخت ونیسي
    http://www.taand.com/archives/140700

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *