له هغې ورځې نه چې نشنل جغرافیک مجلې د شربت ګلې عکس چاپ کړ، ډیرو کورنیو او بهرنیو قلموالو د شربت ګلې او د هغې د عکس په باب لیکنې وکړې. زه هم کله، کله دې ته هڅیدلی یم چې څه ولیکم، خو د لیکنو او نظریاتو د ډیروالي په وجه به د شربت ګلې په باب خپله سوژه او یا د لیکنې موضوع را ته پیکه ښکاره شوه او بیا به ور نه تیر شوم؛ خو اوس پر شربتې باندې خپلو سترګو او خپل شهرت، د سیاسي حالاتو په کش و ګیر کې داسې څه راوستل چې خوږه شربته یې د زندان تیارو ته ور پورې وهله.
زه به د شربتې په باب د رنګارنګ نظریاتو، راپورونو او مقالو په اړو دوړ کې خپله هغه کیسه ولیکم چې ما چیرې او څنګه د شربتې همدا مشهور عکس ولید:
د ۲۰۰۰ ام کال دسمبر و چې د مهاجرتونو د ډیرو ستړیاوو په پای کې ډنمارک ته ورسیدم، نوم مې لکه د چا خبره په پنسل ولیکل شو، د ډنمارک د کوپنهاګن د مهاجرو له مرکزي کمپ نه یوه بل واړه کمپ ته چې د ډنمارک په شمال کې، د فریدریکس هاون ښار کې پروت و، ولیږل شوم.
نا مالومې راتلونکې او د تر ډنمارک پورې د رارسیدو خواریو، داسې ستړی کړی وم چې درې ورځې له کمپ نه د باندې و نه وتلم. په ټکي ډنمارکي نه پوهیدم، نه لاره را مالومه وه، نه کوڅه او نه هم ښار.
درې ورځې وروسته مې له یوه افغان سره له بلدیدو سره سم، له هغه نه هیله وکړه: چې ته خو به لږ بلد وې، که ماسره مرسته وکړې! هغه و ویل چې سمه ده، څه در ته وکړم؟ ما ور نه هیله وکړه چې ما سره یو وار تر ښاره پورې لاړ شه، که په دې ښار کې کتابتون وي، هغه را وښیه. هغه په ډیرې مهربانۍ را ته ویل در ځه!
کله چې ښار ته ورسیدو، ما سره آشنا یوه ودانۍ را وښوده او را ته وې ویل چې دا د همدې ښار کتابتون دی. چې په دروازه ور ننوتم، که ګورم چې شربت ګله ولاړه ده.
دا غلې او بیځانه ولاړه وه، خو سترګو یې خبرې کولې، زه یې هم په خبرو پوهیدم چې دا په سترګو کې څه را ته وايي. مخامخ ور ته ودریدم، شربتې ما ته کتل او ما هم دې ته کتل، تا به ویل چېد میدانښار د دادل درې د کوم کلي په یوه تنګه کوڅې کې په مخه راغلې ده، ما غوښتل چې څه ور ته و وایم، خو چې پام مو شو زه تش کاغذ ته ولاړ وم. دا د شربت ګلې تر ټولو لوی چاپ شوی عکس و.
را سره راغلي آشنا را ته غږ کړل چې راځه کنه چې له کتابتون نه د استفادې له پاره دې نوم راجستر کړو! ما ویل چې دا جلۍ افغانه ده. هغه را ته کړل: چې آشنا د افغانې عکس به څوک دلته بندوی راځه چې ځو او…
په تلو تلو کې مې بیا هم د سترګو له کونجونو ور ته کتل او د زړه په خزان شوي بڼ کې مې له توندو بادونو سره دې لنډۍ غږ کاوه:
ته دې د سترګو شربت راکړه
زه د هجرت تورو تیارو ځبلی یمه
کلونه واوښتل او اوس ټول په دې پوهیږي چې د مهاجرت په سره اور کې اوسیدل څومره ګران دي او شربت ګلې د ماشومتوب له څو کلونو پرته، نور ټول د سره انګار په همدې بټۍ کې تیر کړل. ماشومه وه، پیغله شوه، میرمن شوه او بیا مور شوه. د شربت ګلې نوم، د شربت ګلې عکس او بیا په عکس کې یې جادويي سترګې د ټولې نړۍ او ټولو هیواد والو له پاره د خواږه شربت یو جام شو؛ خو په خپله د دې له پاره او د دې د کورنۍ له پاره د زهرو جام شو او د زهرو دغه جام پاکستاني استخباراتو لومړی پر دې، بیا یې پر کورنۍ او بیا په ټولو افغانانو باندې وچیکه.
د سیاسي ناندریو په لړ کې دا دی پاکستاني استخباراتو نه بله لاره ورکه ده اوس مو له خوږ ګوتې نه نیسي او لکه لیوني سپي هرې خوا ته خولې اچوي، لکه زخمي مار په هر څه باندې خوله لګوي او په هر ډول چې وي افغان باید و زورول شي، د زوورولو نوی چم یې د شربتې نیول او بندي کول دي او…
خلص آفغانان دي په دې ښه پوه وي او که پوه نه دي پاکستان دآفغانانو دښمن و او دئ او وي به.
داپنجابي دانګريز پر لاس تربيه سوئ دلستوڼي مار دآفغانستان دبربادئ لپاره دډيره وخته پښې رانغښتي دي او ځانونه ئې دآفغان په وينه چاغ کړه . داسي ډير آفغانان ئې دذندان په کونجو کي تخته کړي دي او ډير آفغانان ئې وژلي دي يو ډير ښه مثال ئې طالب مشران دي چه دنابودئ وکندي ته ئې ورواچول دا جوړ سوئ مصنوعي هيواد نه نه مخ لري نه شا او نه انسانيت لري او نه اسلاميت مطلق يو شيطان نسل دئ
بهاند صيب، ډيره په زړه پورې ليکنه، د قلم احساس دې مړ مۀ شه