تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې تر سبا پوري به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د تفتیش کار بشپړ شي.
د دې کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر ۹۳ فیصده زیاتې رایې د سلګونو کورنیو او بهرنیو څارونکو په وړاندې تفتیش شوي او پاتې ۷ فیصده به هم تر سبا سهاره تفتیش شي.
ښاغلي نور ونه ویل چې ایا سبا به د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې هم اعلان کړي او که نه کړي خو ویې ویل چې باید ټولې خواوې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې ومني ځکه چې د رایو د تفتیش پروسه د ملګروملتو او نړیوالې ټولنې د سلګونو څارونکو تر دقیق نظارت لاندې وه.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم څو ځلي ویلي چې د انتخاباتو پایله به که هر ډول وه ونه مني.
د عبدالله ټیم وايي چې که د انتخاباتو پایله هر ډول وي په راتلونکي حکومت کې د اجرايي چارو مشرتوب په دې شرط غواړي چې کابینه د اجرايي چارو د رييس تر لاس لاندې وي او د کابینې نیمايي وزیران هم د دوی د ټیم له منځه غوره شي.
په همدې حال کې د عبدالله د ټیم ځینو غړیو ویلي چې که د انتخاباتو پایلې اعلان شوې دوی به مظاهره وکړدي او دولتي ودانۍ به په زوره ونیسي.
نن د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون د ټیم یوه مشر احمدضیا مسعود د عطا محمد نور د خبرداریو په ځواب کې وویل چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په ګواښونو هدف ته نه شي رسېدای او د نارنجي او زرغونو حرکتونو په وړاندې به غاښ ماتونکی ځواب وویني.
همداسی جرات نه کار واخلی ټول ملت در سره ده.
This whole mess was created by Karzai and IEC, who give the right to Karzai to talk to the candidates? IEC should have gone by the rules from the first day and should have listened to no body.
Karzai signed contract with Shorai Nizar and Northern Alliances and he was expecting Ahmad Zai do the same thing.
Any person which will become the new president will be better than Karzai.
نور جانه دانن دريمه ورخ ده جه ته واءي سبا به درايو شميرنه بشربر شي مكر دا سبا نه راخي مونز ورته ستركي به لاره يو لطفاء دقيقه نيته اعلان كره جه زره مو صبر شي