تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د دوو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته انتظار نه باسي او ژر به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو پایلې اعلان کړي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن /چهارشنبه/ وویل، د انتخاباتو وروستۍ پایلې به وروسته له دې اعلان کړي چې د شکایتونو کمیسیون د خپلو څېړنو نتیجه دوی ته ولېږي.

ګومان کېږي چې نن به د شکایتونو کمیسیون خپل کار بشپړ کړي او که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په رښتیا سیاسي ملحوظات په پام کې ونه نیول ممکن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې یا جمعې په ورځ پایلې اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویندوی نور محمد نور زیاته کړه، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د انتخاباتو د نتیجې اعلان د دوو کاندیدانو اعلان ته ونه ځنډوي.

دا په داسي حال کې ده چې د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم اصرار کوي چې د انتخاباتو نتیجه دې تر هغو نه اعلانېږي چې دواړه کاندیدان د ملي یووالي د حکومت پر سر جوړجاړي ته رسېدلي نه وي.

ټاکل شوې ده چې دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله نن بیا په خپل منځ کې وویني او پر اختلافي مسلو خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې عبدالله عبدالله له خپلې هغې موافقې په شا شوی چې د دوشنبې په ماښام یې د اجرايي رييس د صلاحیتونو په اړه له اشرف غني احمدزي سره کړې وه.

5 thoughts on “نور: که کاندیدان په خپل منځ کې موافقه وکړي یا ونه کړي، نتیجې اعلانوو”
  1. جنایت او جرم د نظار شورا پدری مسلک دی. دوی د توطیو په جوړولو کی پخه تجربه لری. وطن فروشی، جرم جوړول، انسان وژل، ترور ، تهدید ، اختطاف او نوری فجایع 95 فیصد د پنجشیریانو او د هغوی د ملګرو کسب ګرځیدلی دی.د پاکستان او ایران جاسوسی اداری له دغو ملی خاینینو سره تل په تماس کی دی او هر اړخیزی مرستی ورسره کوی.
    پداسی حساسو شرایطو کی د یو وطندوسته ، با ایمانه او باعزته ملی مشر تنها پریښودل له مجرمینو سره مرسته کول دی. باید د هیواد په داخل او په بین المللی سطحه د نظار شورا د بدمرغو او جاسوسانو پرضد پراخه مبارزه او کمپاین پیل او د خلکو اذهان روښانه شی. له هغوی د هیواد خلاصول د هر با ایمانه انسان دنده ده

  2. دانتخاباتو محتر م كميسون نه يوه قانوني كيله
    داجه تاسي يوه مستقله قانوني مرجع او د دولت با اعتماده , بوه. او با دانشه قانون دانان به كي راجمع شوي ءي به قانون بوهيزي قانون تطبيق كري دخلكو خخه بيم مه لري دقانون خخه و ويريزي داجه تاسي به قانون بوهيزي او قانوني عمل كوي بس تاسي هيخ بيم نه لري مرد ميدان ءي او وى به.
    سوال دلته دي جه ستاسي نن به كله سبا ، اوسبا به موكله بل سبا كيزي ، دا هفته به مو كله بله هفته او بله هفه به مو كله دريمه هفته كيزي داجه قانون دانان خلك او ملت غولوي دعا مو خلكو خخه هيخ كيله به كار نه ده داجه تاسي دروغجن او خلك به نن او سبا غولوي دخداي روي مي در وري جه دقانون سره جفا مه كوي قانون دي, قانون دانان تطبيق كري قانون دانان دي دقانون سره جفا او خيانت نه كوي

  3. Election commission is an independent organ.let it announce the outcome of the election of 2014. I cannot understand the logic of Abdullah albeit he lost the election and still want to Ashraf ghani to share power with him and that evebn also on equal basis.I never seen a loser of election in power.Abdullah should wait for his turn.All the political parties and entities must come forward and exert some pressure on Abdullah so that Afghanistan will come out of these crises.Afghanistan is very closed to the bankruptcy.Abdullah Noor plz pay your mercy on Afghanistan.

  4. نور جانه خبره خو دي نره وكره مكر دادي ونه ويل جه كله
    خلك دستاسي دكله به خبره بي بأوره دي كه دبنجشني نه وأوري ته به د دروغجن لقب وأخلي لكه عبدالله جه دكل مرجان ءي نه مني لقب واخيست او به كي قهرمان هم شو

ځواب ورکول Hashemi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *