نوستالژي له دوو یوناني کلمو څخه اخیستل شوي چې( nostos  ) بیرته کورته تګ او (  algia  )      درد په معنا ده. دا کلمه د اولسمي پيړی نه مخکې نه ترسترګو کیږي او وروسته د اولسمي پيړۍ نه یې ډیری لیکوال او شاعران په خپلو اثارو کې په مختلفو معناګانو کارول کیږي.

داکلمه د لومړي ځل لپاره په (۱۶۸۸م) کې یو سویسی ډاکټر، چې جوهانس هوفر نومیده؛ په یوه مقاله کې، چې د رواني ناروغانو په اړه وه، وکاروله. ده دوه ناروغان درولودل، چې یو یې کارګر او بل د (برون) د ښار نه راغلی زده کوونکی و، وروسته له دي چې دواړه بیرته خپل کهول ته ویوړل شول نو هغه کومه رواني ستونزه چې یې درلوده، لري شوه.

دغه کلمه ورو ورو فلسفی، موسقۍ، سینما او ادبیاتو ته هم راغله. په ادبیاتو کې دا کلمه کومه ناورغي نه وه، بلکې دلته دجلاوطني، عشق، غم او د ماشومتوب خاطرو لپاره وکارول شوه.

په شلمه پیړۍ کې دا کلمه د جلاوطنۍ لپاره وکارول شوه. ژان ژاک رسو وایي: کله چې سویسي فوځیانو په جنګ کې خپله روحیه له لاسه ورکړي وه، نو پدې وخت کې یې یوه خوندوره سندره د خپل وطن واوریدله نو خپل هیواد یې سترګو ته ودریده او بیرته خپل عادي حالت ته راغلل.

دلته هم اشاره جلاوطنۍ ته ده.

نوستالژي په نړۍ ادبیاتو او زموږ په ادبیاتو کې هم شته، خو دلته هم په مختلفو معناګانو کې لیکوالو او شاعرانو کارولي ده.

د هوګو په اثارو کې د وطن نه لري والی او درد په معنا کارولی. دبودلر په اثارو کې دنورو هیوادو سره علاقه، د ورکو شو شیانو سره بیرته شوق کولو په معنا.

میلان کوندرا: اصلاً د چک دی خو وروسته فرانسي ته ځي او همالته ژوند غوره کوي. د (جهالت) په نامه یې یو رومان لیکلی چې دا رومان د نوستالژي، مهاجرت او فقر نه بحث کوي.

مارسل پرست (۱۸۷۱ــ۱۹۲۲): یو فرانسوی لیکوال دی چې یو رومان یې په اوو جلدو کې لیکلی او دري جلده یې د مرګ نه وروسته چاپ شوي دي. رومان یې د ( د  تیر وخت په لټه کې ) دی. دی په یو ځای کې وایې: وروسته لدي چې اتل قهوه وشکله نو خپل هغه وخت یې راپه یاد شو چې خپلې عمه سره یوځای اوسیده.

دلته نوستالژي د تیر وخت لپاره کارول شوي.

ځینې بیا وایې چې هغه خوندور او تریخ احساس چې اشخاص یې د تیر وخت، شیانو او نورو اشخاصو په وړاندي لري.

لري وایي: هغه خفګان چې سړی ډیر وخت له خپل وطن نه لري وي او په همدي همدي کې سړی له دننه خوري، وایي.

زموږ په ادبیاتو کې اشرف خان هجري، خوشحال خان خټک( فراقنامه چې د کور، کلی، ټبر، اولاد او دوستانو په درد کې سوزیږي) او په معاصرو کې خو بیخې ډیر دي لکه جهانی صیب( راز ونیاز) بینوا صیب( بینوا یاد) او داسي نور؛ چې ټول د وطن نه لري شوي ول او دا درد یې خپل په شعرونو ا ونثرونو کې ښکاري.

 

یوه ټپه ده چې وایې

چې تاسره نانځکه زما غاړه کې لینده وي

جانانه بیا دي هغه ماشومتوب راباندې راشي

دلته هم نوستالژی د ماشومتوب د وخت یادونه او خاطري راپه زړه کوي.

One thought on “نوستالوژي او ادبیات/ جمشېد عمر عمر”

ځواب ورکول zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *