تاند- د افغانستان تر نولس کلنو لږ عمره کرکټ لوبغاړو د اسیا د غوره لیګ اتلولي خپله کړه.
افغان لوبغاړو دا کپ تیر ځل هم ګټلی و. د لیګ دا لوبې د اګست په ۲۸ د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کې پیل شوې او نن د سپتمپر په دریمه پای ت�� ورسیدې. په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلې خپلې مالیزیایۍ سیالې لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. تر دې مخکې افغانستان د دې لیګ په ترڅ کې خپلې څلور لوبې ګټلې وې او مالیزیا هم خپلې څلور سره لوبې ګټلې وې.
په ننۍ لوبه کې مالیزیا پچه وګټله او خپله یې بیټنګ پیل کړ خو د افغان باولرانو توپونو ته ټینګ نه شول او د ۱۰۵ منډو په ترلاسه کولو ټول مالیزیایي لوبغاړي وسوځیدل. د مالیزیا له لورې یوازې د سینګ په نامه سر لوبغاړی وتوانید چې ښه لوبه وکړي او ۵۷ رنزه جوړ کړي. په ننۍ لوبه کې د افغانستان نوید الحق غوره لوبغاړی شو ده د مالیزیا شپږ لوبغاړي اوټ کړل.
حضرت ځاځی د ټورنمنټ تر ټولو غوره لوبغاړی انتخاب شو ده تر ټولو لوبغاړو زیاتې منډې جوړې کړې. ده ته دا هیلې پیدا شوې دي چې په راتلونکې کې د افغانستان د ملي ټیم د سرلوبغاړی شي. په نړۍ کې د سر تکړه لوبغاړي لږ پيدا کیږي نو له دې سره د افغانستان د کرکټ د مینه والو هیلې زیاتې شوې دي. البته په نولس کلونو لوبغاړو کې افغانستان ډیر تکړه باولران هم لري.
له کوربه هیواد مالیزیا سره تر ننۍ لوبې وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم دانش وویل چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو لوبې دا ثابتوي چې په افغانستان کې د کرکټ راتلونکې خورا روښانه ده.
په رشتیا چی تنکی گلان مو شه ورتیا لری دعا ورته کوو چی تل دی همداسی تروتازه اوسی