ضمیر څار

کاغذ مې د چپتر له څنډې پرې کړ. قلم مې په جېبونو کې ولټاوه؛ نه و. له ملګري مې واخيست. د مبايل شمېره مې پرې وليکله. ملګری مې رانږدې شو، ويې ويل:

  • دا کار ګټه نه کوي.

ما ورته کړه:

  • څنګه يې ورکړم؟

اوږې يې پورته وغورځولې؛ ورو يې وويل:

  • نپوهېږم!

نجلۍ رانږدې کېده. سترګې يې پر خپلې لارې ګنډلې وې. له ځان سره مې کړل،”هله زر شه! ګني تېرېږي درنه.”د هغې په لور روان شوم؛ کاغذ مې له ګوتو پرېښود اوترې څو ګامه وړاندې پر ځمکه کېناست. له هغې تېرېدم؛ له سترګو يې د بڼو تور خط راتاو و. شونډې يې د ټکري په رنګ وې.

په ذهن کې مې انځورکښنه پيل شوه: زما کاغذ يې له ځمکې پورته کړ. مخ ته يې ونيو. سترګې يې کونجونو ته کش شوې؛ لا ښکلې شوې. سرې شونډې يې وخوځېدې؛ د مبايل شمېره يې ولوسته. کاغذ يې قات کړ؛ د غاړې په بيک کې يې، چې د ټکري او د شونډو رنګ يې درلود، کېښود. پر شونډو مې مسکا خپره شوه.

شا ته مې وکتل؛ د نجلۍ په جګ سره بوټ کې پښه زما پر کاغذ کېښودل شوه؛ چې بېرته ترې پورته شوه؛ په خاورو ککړ شوی و. زړه مې ولوېد. ملګري ته مې وکتل. هغه راپورې خندل—وشرمېدم. په نجلۍ پسې مې نظر وغزاوه؛ د پوهنتون په دروازه ننوته؛ نور محصلين هم پوهنتون ته ولاړل او راځنې پناه شوه.

ملګري مې پر اوږه لاس کېښود او ويې ويل:

  • نه مې ويل ګټه نه کوي؟

ما ورته کړل:

  • دا نجلۍ مې ډېره خوښه شوه.
  • ته لا اوس هم د هغې په فکر کې يې؟
  • هو.
  • هغې څومره ريشخند کړې!

دواړه د پوهنتون په دروازه ننوتو. په ټولګي کې استاد ولاړ و. لا ناست نه وم، چې استاد را نه وغوښتل، چې پر دړه ليکل شوی شعر ولولم:

ته چې ګل د آشـــنايۍ له باغـــه غواړې

خبر زده کړه د هجران له خــــارو خــنډه

له ټولګي بېرته ووتم. د پوهنتون په انګړ کې ښايسته ګلان و؛ يو مې پرې کړ. د پوهنتون له دروازې چې تېر شوم؛ ودرېدم. مخ مې راوګرځاوه؛ نظر مې پر هماغې نجلۍ ولګېد؛ له پوهنتون څخه وتله. ګل مې ورته ونيو. استاد غږ کړ، “کېنه!”ځان مې راټول کړ؛ کېناستم او خيال مې هم ړنګ شو—پوه نه شوم، چې هغې به رانه ګل اخيستی و؟

استادان يو په بل پسې راغلل. درسي ساعتونه ختم شول. له ټولګي ووتم. د پوهنتون په انګړ کې مې ګلانو ته وکتل؛ خو کوم مې ترې ‎و‌نه‌شکاوه. د پوهنتون له دروازې تېر شوم؛ نظر مې هغه نجلۍ ونه‌مونده. محصلين خپلو خپلو کورونو او اتاقونو ته تلل. دې هاخوا مې وکتل؛ ملګری هم مې پيدا نه کړ. د اتاق په لور يوازې روان شوم.

دروازه مې پرانيسته؛ د اتاق ملګرو يو بل ته کتل او خندل. کتابونه مې تاخچې ته ګوزار کړل. له ترموز څخه مې ګېلاس ډک کړ. په سر مې واړاوه. نيمې اوبه مې ترې وڅکلې؛ ګېلاس مې بېرته کېښود. مخ مې راوګرځاوه؛ ټولو راته کتل. ومې ويل:

  • تاسې کې يو نر هم نه و، چې يخ يې راوړی وای؟

يوه په مسکنه لهجه وويل:

  • مونږ مصروفه وو.
  • په څه شي؟

يوه بل غبرګه کړه:

  • نجونو ته مو په کاغذونو خپلې نمبرې ـــ

جمله لا بشپړه نه وه، چې ټولو په زوره وخندل. ټول په کوټه کې تاوېدل راتاوېدل او په خندا خندا کې به يې څه ويل. زما نور زړه تنګ شو. ومې ويل:

  • زه ځم يخ پسې.

چا کړه:

  • هو نو ــــ‎

دروازه مې راپسې رابنده کړه؛ نور مې څه وانه‌ورېدل—نه مې غوښتل، چې نور هم سپک شم. پر لاره مې د نجلۍ تر پښې لاندې خپل کاغذ او د ملګرو خندا په ذهن کې ګرځېدل. پر سترګو مې پر تخته ليکل شوی شعر ودرېد؛خبر زده کړه د هجران له خار و خنډه. زړه مې راپورته شو. په فکر کې مې څو کلمې سره وپېيل شوې، “مينه اسانه نه ده”.

سترګې مې ستړې شوې؛ پوهنتون ته د تلونکو محصلينو په منځ کې مې پرونۍ نجلۍ ونه مونده. د پوهنتون په لور مې وکتل. حتما به وختي راغلې وي.”  نظر مې د محصلينو منځ ته وغزاوه؛ ښکاره نه شوه. “نن به نه راځي.” ملګري مې پر اوږه وټپلوم؛ غوږ ته يې خوله رانږدې کړه:

  • هاغه ده راغله.

هغې نن نورې جامې اغوستې وې. په ويښتانو کې مې ګوتې تېرې کړې. ور روان شوم. له جېبه مې کاغذ راوکېښ؛ ور ومې‌کتل؛ د مبايل شمېره مې اشتباه نه وه ليکلې. پر ځمکه مې وغورځاوه او ترې روان شوم. د نجلۍ له خوا تېرېدم؛ د سترګو لاندې مې وروکتل. دا ځل يې نه ټکری سور و او نه يېشونډې؛ د دواړو رنګ ارغواني و.

راوګرځېدم؛ د نجلۍ پښو ته مې وکتل. زړه مې ولوېد. کاغذ مې د هغې تر پښې لاندې تصور کړ.

دا ځل، کاغذ ته د نجلۍ لاس وغزېد؛ ګوتې يې پرې راټولې کړې. [د نوکانو څوکې يې اوږدې او ارغواني وې.] کاغذ يې له ځمکې پورته کړ.

زړه مې ټوپونه ووهل. پر تلفون مې نابلده شمېره راښکاره شوه؛ اوکې مې کړه. د يوې نجلۍ‎ نازک غږ مې تر غوږو شو. “هلو!” پر څېره مې خوشحالي خپره شوه؛ ځواب ته مې ځان برابر کړ: “هل‌ـــ”

“هلو” مې [په خيال کې] نيم‌ګړې شوه. کاغذ مې وليد؛ بېرته پر ځمکه ولوېد؛ دا ځل ټوټې ټوټې و. ملګري ته مې وکتل؛ هغه راکتل او خندل. رانږدې شو. په مسکنو شونډو يې وويل:

  • دا ځل يې وشکاوه.

پښې او سترګې مې پر ځمکه نښتې وې—له ځايه نه خوځېدم. پر اوږه مې د ملګري د لاس دروندوالی او ګرمي حس کړه. غوږونو کې مې د هغه دې خبرې کړنګا وکړه: “اخر به دې شمېره واخلي.” له ځان سره مې وويل، اخر؟ دا ټکی مې په سر کې ولګېد راولګېد: اخر!!!

پوهنتون ته ولاړو. په ټولګي کې له ټولو شا ته کيناستو. غوږونو مې څه نه اورېدل. سترګې مې د ملګري پر ګوتو ولاړې وې: کله به يې شين قلم پرې ونيو او کله سور؛ پر کاغذ يې کاږه واږه ښورول.

سترګې مې وګرځېدې؛ سرې پاڼې مې وشمېرلې، په يو بل پورې نښتې وې. له منځه يې څو تور تارونه اوچت شوي وو. لاندې ترې شين ډنډر ښکته تللی و. دوه درې شنې پاڼې ترې راشنې شوې وې. سترګې مې راټولې کړې. پر ډنډر مې ازغي هم وليدل. د تېرې ورځې شعر مې راياد شو:

ته چې ګل د آشـــنايۍ له باغـــه غواړې

خبر زده کړه د هجران له خــــارو خــنډه

ګل ښکلی و؛ ذهن کې مې يوه جمله ورو وغږېده: دا به د هغې څومره خوښ شي!

د پاڼې د څيرې‌کېدو له اواز سره مې ټکان وخوړ. ملګري ته مې کړه:

  • څه کيې (کوې)! مال (ما ویل) که ګل دې وشکاوه.

پاڼه يې ماته ونيوله؛ ویې ويل:

  • دا ګل ستا دی.

پاڼه مې ترې واخيسته؛ سترګو ته مې نږدې کړه. بلا ښکلی ښکارېده. ځان سره مې کړل: “دا ګل به هغې ته ورکړم.”

د پوهنتون له دروازې وړاندې تم شوم؛ پر ونه مې اوږه ولګوله—نن بيا وختي راغلی وم. د نجلۍ له ښکاره‌کېدو سره سم ور-روان شوم. شېبه وروسته، کاغذ پر ځمکه پروت و؛ سور ګل پرې له لرې ښکارېده. نجلۍ ورورسېده. پر کاغذ ټيټه شوه؛ اوچت يې کړ.

له ملګري مې مننه وکړه: “ستا د ګل په برکت هغې زما شمېره‌ـــ”

لا خبره مې په ذهن کې بشپړه نه وه، چې هې کاغذ بيا پرې کړ؛ خو دا ځل يې يوه ټوټه بېرته وغورځوله او يوه یې له ځان سره يووړه. ورغلم، د کاغذ لوېدلې ټوټې ته مې وکتل؛ د مبايل شمېره مې پرې ليکلې وه.

په ټولګي کې ناست وم؛ ملګري ته مې کړه:

  • يو بل ګل راته رسم کړه!

هغه حيران راوکتل؛ ويې ويل:

  • هغه بل دې څه کړ؟
  • هغه مې هغې ته ورکړ.

نور هم حيران شو او په مسکنه لهجه يې وویل:

  • هغه يې هم وشکاوه؟
  • نه، يوازې زما نمبر يې تر وشکاوه.
  • ښا! (ښه).

ويې خندل او يو بل ګل يې  رسم کړ.

دا ورځ هم هم تېره شوه؛ کله هيله‌من او کله ناهيلی.

دا ګل مې هم ورکړ او د دې ګل سرنوشت هم د هاغه بل ګل په څېر شو—د مبايل شمېره ترې پرې شوه او نور د نجلۍ د غاړې بکس ته ولوېد. په همدې ډول، نونس ورځې تېرې شوې؛ او نونس ګلان رسم او د هغې د غاړې په بيک کې زنداني شول. کله کله مې ځان سره ويل:”په بيک کې به د دې له څيزونو زما ګلان ډېر وي.”

په دې ټوله موده کې يوازې يو پرمختګ شوی و: نور مې کاغذ پر ځمکه نه غورځاوه، نيوه مې ورته.

د کتابچې شلمه پاڼه وه او زما د ملګري شلم ګل. را ته يې کړل:

  • زما ګلان هم خلاص شول او د کتابچې پاڼې هم.

ما ورته کړه:

  • زما حوصله هم!

وروستی کاغذ مې ورته ونيو؛ وايې‌خيست. باڼه يې سره جلا شول؛ سترګې يې زما په سترګو ولګېدې. شونډې يې وتښتېدې—مسکا پرې خپره شوه. د غاړې له بيک څخه يې قلم راووېست؛ د ګل په منځ کې يې زما د مبايل پر شمېرې کش راکش کړ او بېرته يې په بيک کې کېښود. ورو يې وخندل؛ په بارخوګانو کې يې وړې څاګانې جوړې شوې او ولاړه.

زما زړه يو ځل بيا ولوېد. دا ځل د دې لپاره نه، چې زما پر شمېره يې کرښې کش کړې؛ له دې سره نور عادت شوی وم. خپه ځکه شوم، چې نور زما د ملګري د کتابچې د پاڼو، ګلانو او زما د حوصلې د ورځو شمېر شلو ته رسېدلی و.ذهن  ته مې هغه متل راغی او کړل مې”نوره لکه چې شل شوه!”

پوهنتون ته مې پښې کش کړې. ټولګي ته مې ځان ورساوه. پر سترګو او غوږونو مې پردې راغلې وې—څه مې نه ليدل او نه اورېدل. په خيال کې مې د هغې نجلۍ تصويرونه ښکته پورته کېدل. هغې هره ورځ نوې جامې اغوستې. د ټکري، د غاړې بيک، بوټانو، شونډو او نوکانو رنګ به يې يا يو و او يا يو بل کې سره تلل‌ـــ.

اتاق ته ولاړم. کېناستم؛ بېرته ولاړ شوم. له اتاقه ووتم؛ بېرته ننوتم. زړه مې دا خبره نه شوای هضمولی، چې ګواکې نور کاغذ نه ورکوم—دا په اصل کې يوه بهانه وه؛ ما به هغې ته کتل او هغې ما ته.

ماښام و؛ د اتاق ور مې پرانيست. ټول ډوډۍ ته ناست و. يوه راغږ کړ:

  • ډوډۍ ته راځه!

د هغوی شاته مې ځان اوږد وغځاوه؛ ومې ويل:

  • زړه ته مې نه کېږي.

بل په ډکه خوله کړل:

  • مين دی!

سترګې مې پرانيستې. کوټه رڼا وه. کېناستم. مبايل ته مې وکتل؛ له نهو نه شل تېرې وې. د پښو رګونه مې له وينو ډک شول، جګېدم؛ خوشل‌ورا په ياد کړه، چې نور هر څه شل شوي دي. بېرته مې ځان وغورځاوه؛ سر مې پر بالښت ولګېد. ملګري راباندې غږ کړ:

  • ته خو بېرته څملاستې. پوهنتون ته نه ځې؟

سترګې مې د کوټې په چت پورې نښتې وې؛ ومې ويل:

  • نه!
  • نن استاد حاضري‌ـــ

د کوټې د دروازې پورې‌کېدا مې پام ورواړوه؛ ملګری مې ووت.هغه څه راته ويل؟

د هغې تصويرونو مې ليمې تخنولې؛ خوب مې ونه‌شو کړای—ګني ډېر په اړخونو واوښتم. ولاړ شوم. جامې مې بدلې کړې. چپټرونه مې راواخيستل. دروازې ته مې قفل واچاوه.

د پوهنتون مخې ته څوک نه ښکارېدل؛ ټول صنفونو ته تللي وو. لکه چې ناحقه راغلې!

د پوهنتون له دروازې بېرته وګرځېدم.

شا مې د يوې اوږدې څوکۍ پر دېوال ولګېده؛ کېناستم. د څوکۍ مخې ته ګلان و؛ يو سور ګل زما په لور کوږ شوی و؛ ورته ځير شوم؛ سترګې مې اوبړنې شوې—اوښکې په کې ټولې شوې. شېبه وروسته، ګل راته سم نه ښکارېده؛ سترګې مې داسې شوې لکه باران چې پر ښيښې اوري او څوک ترې دباندې ګوري. له دې ځايه پورته شوم؛ پر بلې اوږدې څوکۍ کېناستم—ورځ ورو ورو تېرېده.

ماښام تياره و؛ زه لا هم دباندې وم؛ ځان مې سم نه و. خيال مې ډاکټر ته بوتلم؛ پر سينه يې راته يوه اله کېښوده. لږ وروسته يې راته وويل: ستا زړه سوری دی.

تلفون ته مې زنګ راغی. له ځان سره مې کړل:حتما به له اتاقه چا زنګ وهلی وي.

تلفون ته مې وکتل؛ له شمېرې سره يې نوم نه و ليکل شوی:حتما د کوم بل له تلفونه يې زنګ وهلی؛ پيسې به نه لري.

تلفون مې راپورته کړ او ومې ويل: اوس به اتاق ته څوک پښې کشوي.

  • هلو.

د نجلۍ غږ و؛ ټکنۍ شوم:

  • هلو.

سمدستي يې کړل:

  • نن دې کاغذ رانه‌کړ، ولې؟

لکه ژوندی چې شم. غبرګه يې کړه:

  • ستا رسامي مې ډېره خوښېږي.

ځان مې خبرو ته جوړ کړ:

  • ستا نوم څه دی؟

هغه زړه نا زړه شوه؛ ورو يې ويل:

  • ته دې اول نوم راته ووايه!
One thought on “نوم (لنډه کیسه) ليکوال: ضمير څار”

ځواب ورکول Noor kamal Irshad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *