زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د نوي جبهي په نوم یو بل سیاسي ایتلاف د ښاغلی ډاکټر انورالحق احدي په مشرۍ جوړ شو او د خپل شتون اعلان یي وکړ . د دي ایتلاف ویناوالو د ملي یووالي د حکومت اړوند ضد او نقیض بیانونه ورکړل او ځانونه یي سپین چرګان او د جنت پریښتي معرفي کړي . موږ د بیان ازادۍ ته په درناوي ، دا ډول څرګندوني د هغوي حق بولو ، اما که د نوموړي جبهي سیاسي جوړښت ته نظر واچوو ، دا د اوسني حکومت د امتیازونو څخه د یو شمیر بې برخې شوو ، د ګمرکاتو په چور کې د یو لړ لاس لرونکو او په عدلي او قضایي ادارو کې د دوسیه لرونکو ، د کرزي د اداري و یو شمیر والیانو او لوړپوړو چارواکو او د محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین د یو لړ وتلو څیرو ګډوله ده . د دوي له خبرو څخه مالومیدل چې دوي هم شخصي ، تنظیمي غوښتني لري ، نه د ملي ګټو څخه د دفاع کومه اجندا ! که دوي غواړي ستونزي حل شي په اوسنۍ اداره کې د سمونونو د راوستلو له لاري باید هڅه او هاند وکړي ، نه د حکومت د ړنګولو له لاري !

په داسې ترینګلو شرایطو کې چې لا تر اوسه ټولي ۷ سیاسي جبهي اعلان شوي ، که هره یوه یي دا ډول غوښتنه ولري ، دسولی د راتګ او د جګړي د مخنیوي سرنوښت به څنګه شي ؟ خلک حیران پاتې دي هغوي چې که د دولت د امتیاز پر مسند ناست وي ، هر څه ښه دي ، اما که له امتیازه بي برخې شي، سیاست ته له منفي لوري زور ورکړي . دوي ړانده دي چې ورته څرګنده وئ چې خلک نور په داسې خبرو نه غولیږي . موږ د نوي جبهي د جوړونکو یو لړ ګوندونو څخه دا توقع درلوده ، څرنګه چې یو لړ له دوي نسبتا ښي برنامي لري ، باید د هېواد د نورو ملي او ډموکراټو ګوندونو سره یو ځاي د افغانستان د سیاسي جنبش د پیاوړتیا په موخه یي ډیره غټه ملي ډموکراټ جبهه جوړه کړي وی او د ملي یووالي په حکومت یي باید فشار راوستی وی چې هغوي قانون پلی کړی وی . د فساد د مخنیوي لاري یي لټولي وی او د مافیا په وړاندي یي پریکړوني مبارزه کړي وی .

په داسې شرایطو کې چې هر څه د ورانۍ په لور روان دي ، که نوي ټاکني وشي ، ایا د دي ګرنټي شته چې د ملي یووالي د حکومت نه چې خلک یي ستړي کړي ، دوي د نظام ښه بدیل رامنځته کړي . د وروستیو څو جبهو د جوړیدو څخه څرګندیږي چې واک ته د رسیدني مسأله ، د خلکو د ملي یووالي د پیاوړي کولو او د افغانستان د بچ کېدو تر مسألو دوي ته غوره مالومیږي . په رڼو سترګو ایران او پاکستان د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جبهو د کار د لا پیچلي کولو په اجندا کار کوي ، اما د نوموړو جبهو غړي ګوندونه او شخصیتونه ورته پاملرنه نه کوي .

په سیاسي ، مذهبي او قومي توګه بنسټپالنه وده کوي ، هغوي زموږ شتون او تاریخ ګواښي ، لیکن د دغو جبهو جنابان د پردو ډالرو لیونیو ته په ړندو ور ګوري او ځانونه ډډي ته کوي . ښه خبره داده چې ټول وطنپالونکي ، ملي او ډموکراټ ځواکونه په یوه جبهه کې راټول شي او حکومت ته ګوت څنډنه وکړي چې د قانون په لاره روان شي او اوسني سیاسي اداري بن بست ته په حکومت کې د پاي ټکی کیږدي .

2 thoughts on “نوي سیاسي جبهه/ نصیراحمد څپاند”
  1. ريښتيا هم دنوی “توبن”جبهه دښاغلي احدي په مشرې يوازې امتياز اوبيرته دچارواکې لوړمقام ته رسيدل دي.په دغه جبهه کې هغه کسان راټول شويدي چې لس کاله يي دبهرنيانو ميليونونه مرستې چوراوچپاوول کړې او اوس دوی مفلسان شويدي.

  2. په عوض ددې چې دسولې ږغ پورته کړي ــ مــلـت سره یوموټي کړي، تل دغوغوړمــخــود خپلوشخصي ګټوپه خاطرملي ګټې تر پښولاندې کړې اودبې اتفاقۍ ډنډورې ئې وهلې دي۰ لکه د تواریش ببرک کارمل(جبهه ملي پدروطن) چې ترننې ورځې ئې مردارئ نه ټولیږي ، دا(ملي جبهه) او دا د(حراست اونجاست کړی) چې ټولې دخوار مظلوم ملت په ضد دي هیڅ کله به زمونږهیواد کې دوی سوله وه نه غواړي۰
    اې ظالمو،خودخواوو،خودپرستو سیاستوالو،پردیپالوـــــ ترکله به زمونږدبورومیندودبې وسۍ مړاوې اوښکې په سپیره مخ روانې وي؟؟؟۰تر کله به زمونږد بې وزله میندواوماشومانوهیلې په زړونوکې دننه لکه دغوټې په ځیر کلکې تړلې بندې پاتې وي؟؟؟۰
    تاسو جبهه والاوو کې مونږ کوم انساني، اسلامي اووجداني رسالت نه دي لیدلي او تاسوبه هیڅکله افغانستان کې دعدالت تله پورته نه کړئ۰
    ددې ترخه ژوند شیبه، شیبه دسولې اوامن دراتلو په تمه په شمیرلوــ تیروو،خودریغئ چې څومره دناپوهه ټوپکچی سیاستوالوسره مخامخ یو۰

ځواب ورکول ولي نورزي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *