په شب پرستو باندې زيري وکړئ
چېرته کې لرې هم رڼا نه ښکاري
ډاکتر اسرار
يو کليوالي متل و، چې څراغ نورو ته رڼا ورکوي خو خپل ترې لاندې ځای يې تياره وي. اوس چې زمانه بدله شوې او د اډېسن له برکته د تېلي څراغونو پر زمانه يوازې د تاريخ ګردونه پراته دي. دا متل تر ډېره د هېرېدو دی. پوهه او علم موږ له رڼا سره تشبيهه کول خو تر کومه چې مې د معارف اوسنی وضعيت ارزولی، د مړه څراغ په څېر راته ښکاري او دا د شب پرستو لپاره يو ښه زېری بولم.
د پکتيا پوهنې رياست مشرتابه په هغه اوه کسيزه ډله کې زه هم شامل کړی، چې د مشورتي بورډ نوم يې ورکړی. د بورډ ټولو ملګرو د پکتيا معارف لپاره ځانګړې طرحې وړاندې کړې. ما هم د پوهنې د اوسني وضعيت د بهترۍ په خاطر د خپلې مشاهدې پر اساس لنډ څه وليکل او ځکه يې د تاند وېبپاڼې له لارې له لوستونکو سره شريکوم، ګوندې يو ټکی خو يې د يو چا په خير شي. بله توقع مې دا ده، چې د هر ولايت اوسېدونکي دې د معارف په باره کې خپل نظريات د رسنيو له لارې له هيوادوالو سره شريک کړي. يو ټکی خو به داسې پکې راووزي چې اقلا د يو زده کوونکي په ژوند کې خو به تغير ورسره راشي.
په پکتيا کې د ښوونې او روزنې د پرمختګ لپاره طرحه
اوسنی ښوونيز او روزنيز سيستم تر ډېره د تنقيد وړ دی. لازمه ده چې د دې نظام د تغير او پکې د اصلاحاتو راوستو لپاره اړين پروګرامونه طرحه شي. دا ستونزه ملي ده خو موږ د يو ولايت لپاره څه کولای شو، چې د معارف په برخه کې مثبت تغيرات راولو؟!
زما په اند ښه دا ده، چې لومړی خو په دې باره کې د بېلابېلو خلکو نظريات واورو او له هغه وروسته يو داسې پلان ترتيب کړو چې پر اساس يې د معارف ستونزې په ګوته او حل لارې ورته وسنجول شي، دويم دا چې د پرمختګ لپاره هم ځينې طرحې لازمي دي چې د شته ستونزو د حل تر څنګ دا لاره درک کړو، چې څه ډول کولای شو، معارف ته نوره وده ورکړو؟! مطلب دا چې لومړی شته ستونزې محوه کول په کار دي، بل دا چې چټک پرمختګ ته ضرورت دی.
زما نظر دا دی چې د پکتيا معارف که په دې ډول تغير وکړي، شونې ده چې مثبت تحولات راشي.
د ۱۳۹۵ لمريز کال له پيله وړاندې وړانديزونه
الف ـ د ښوونځيو د شينوالي پروګرام: ټولو ښوونځيو ته ځانګړي مکتوبونه لېږل چې د خپلو ښوونځيو شا و خوا شنه کړي. زينتي بوټي، مېوه دارې او بې مېوې ونې کرل او همدارنګه چمنونه او پارکونه جوړول. په دې برخه کې د سيمې د بانفوذه کسانو، سوداګرو او مدني فعالانو ونډه لازمي ده. دوی بايد د عامه پوهاوي تر څنګ نغدي او فزيکي مرستې وکړي. حشرونه وکړي.
ب ـ د ښوونځيو ماتې شېشې، ورونه، کړکۍ او رنګ ترميمول. دلته هم د چندې او مرستې پروګرام لازمي دی.
ج ـ د ښوونځيو د تنظيم، نظافت، د ونو او بوټو د ساتنې، د ښوونځيو د چاپېريال د ساتنې، د اخلاقو، لوبو او نورې اړينې کمېټې جوړل.
د ـ د تعليمي کال له پيل وړاندې تر ټولو مهم پروګرام به دا وي چې د عامه پوهاوي له لارې ټول د شرايطو برابر ماشومان ښوونځيو کې داخل کړای شي.
د اداري فساد مخنيوی
الف ـ د ټول ولايت په کچه د ښوونځيو، ديني مدارسو، اداري مامورينو، ښوونکو او زده کوونکو بشپړ معلومات راغونډول او له کره والي وروسته له رسنيو سره شريکول که دا معلومات په يوه کوچنۍ رساله کې ترتيب شي او ټولو ښوونځيو ته يې يوه، يوه کاپي ولېږل شي، لا به ښه وي.
ب ـ د معارف وزارت له لوري د راغليو ټولو موادو د خرڅلاوی مخنيوی. کتابونه، قرطاسيه او نور مواد پخوا په ازاد ډول خرڅېدل خو اوس يې بايد مخنيوی وشي، په دې برخه کې د امنيتي ځواکونو، کتابپلورونکو او مدني ټولنو ونډه لازمي ده.
ج ـ د ښوونځيو د ارزونې ګروپونه ترتيبول.
ـ په ښوونځيو کې د روڼتيا ارزونه
ـ د ښوونکو او زده کوونکو د اخلاقو ارزونه
ـ ښوونيزه او روزنيزه ارزونه
د ـ د ښوونکو او زده کوونکو حاضري کنترولول.
هه ـ د ټولو زده کوونکو د والدينو د تليفون شمېر ساتل او د اړتيا پر مهال ورسره د اړيکو نيول. هغه زده کوونکي چې غير حاضري يې له پنځو ورځو زياتېږي، بايد والدين يې وپوښتل شي.
په ښوونيز نظام کې د مثبت بدلون لپاره وړانديزونه
الف ـ تعليمي نصاب په دقيق ډول تر پايه رسول.
ب ـ د ښوونکو لپاره د روزنيزو پروګرامونو هڅه.
ج ـ د زده کوونکو تر منځ د سيالي پروګرامونه تر سره کول.
ـ په يو ټولګي کې سيالي.
ـ د ښوونځي په داخل کې سيالي.
ـ د ښوونځيو تر منځ سيالي.
د دوو ولسواليو او يا مرکز تر منځ سيالي.
د ـ دېوالي جرېدې ايجادول.
هه ـ د وړ زده کوونکو نازول.
ـ په اونۍ کې يو ځل د ممتازو زده کوونکو اروزل خو يوازې ځانګړي کسان بايد ونه نازول شي.
ـ يوازې اول نومره ګان مهم نه ګڼل بلکې ټولو زده کوونکو ته داسې فکر ورکول چې دوی ټول يو ډول زده کوونکي دي.
و ـ د پوهنتون استادانو او صاحب نظرانو ته داسې پروګرامونه طرحه کول چې د معارف د ښه والي په اړه ښې طرحې لري او همدارنګه د استادانو په استعداد کې د ارتقا باعث شي.
ز ـ هغه زده کوونکي چې په اخلاقي او بل هر فساد کې ښکېل وي، مناسبه سزا ورته تعينول لازمي دي.
ح ـ د تعليمي نصاب په باره کې ټولو ښوونځيو ته يو ځانګړی مکتوب په دې موخه لېږل چې پر اساس يې دوی خپلې ستونزې ياداښت کړي او بيا يې د هواري لپاره يو ځانګړی ورکشاپ داير شي، د بېلګې په توګه يو ښوونکی د رياضياتو په معادلاتو کې مشکل لري خو که دا مشکل ياداشت شي او بيا يې په ورکشاپ کې وړاندې کړي نو شونې ده، چې د تعليمي نصاب سره د بلدتيا په برخه کې دا پروګرام موثر تمام شي.
ط ـ په هر ښوونځي کې د هيواد د مشاهيرو، تاريخي ځايونو، توليداتو او نورو په باره کې يو ورځني سمينارونه، غونډې او ورکشاپونه دايرول.
ی ـ زموږ په ښوونځيو کې زده کوونکي د مکتب، ښوونکي او ازموينې له نومه وېرول کېږي، اوس هم د لښتې او دبي فرهنګ عام دی، ښه دا ده چې زده کوونکو ته د ازاد فکر، له ښوونځي سره د مينې او ازموينې ته د په عادي نظر کتلو فرهنګ عام شي. د دې لپاره د عامه پوهاوي ورکشاپونه خورا لازمي دي، د ښوونکو له فکرونو بايد د تشدد زهر وايستل شي.
ک ـ درسي مېتودونو ته تغير ورکول، د پاور پاينټ، چارتونو، ګروپي کار او نورو څخه هم استفاه کول.
ل ـ د مهال وېش پر خپل وخت جوړول او تطبيقول.
په دې برخه کې ځينې نور وړانديزونه هم لازمي دي چې وشي خو ښه خبره به دا وي چې دا هر څه عملي شي. د کانکور ازموينې لپاره د چمتوالي ځانګړي کورسونه او پروګرامونه، د مشکلو مضامينو لپاره ځانګړي کورسونه، د خصوصي لېسو ارزونه او نور ګڼ پروګرامونه او طرحې شته چې معارف بايد توجه ورته وکړي او يوه مهمه خبره دا ده چې ولسي خلک له معارف سره وتړل شي، ښه به وي. اجتماعي اړيکي او همکاري د هر اجتماعي کار د پرمختګ او بهتري لپاره لازمي دي.
د ښوونځيو د ارزونې لپاره ځانګړي تصاميم
الف ـ د شکايتونو لپاره په هر ښوونځي کې د ځانګړي صندوق نصبول او څارنه يې کول.
ب ـ د ښوونځيو د ارزونې لپاره ځانګړې کمېټې جوړول. په دې کمېټو کې يو تن ښوونکی، يو تن زده کوونکی، يو تن قومي مخور او يو تن مدني فعال شاملول.
ج ـ د معارف رياست له لورې د ښوونځيو دقيقه او شفافه ارزونه.
د هغو ښوونځيو امرين او ښوونکي نازول چې خپلې دندې يې په ښه ډول تر سره کړې دي او هغوی چې درغلي او سستي يې کړې وي، تهديد او اخطار ورکول او يا که لوی مشکل ولري، عدليه او قضايه ارګانونو ته يې سپارل لازمي دي.
د معارف استقلال
الف ـ په ښوونځيو کې د هر ډول سياسي فعاليت مخنيوی.
ب ـ د مدني ټولنو فعاليتونو ته په مشروط ډول اجازه ورکول، هر هغه څه چې د معارف، هيواد او اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سره په ټکر کې مخنيوی يې کول.
عمومي ارزونه
په دې ارزونه کې بايد د معارف رياست له لوري د نظارت د کمېټې تر څنګ ځينې نور کسان هم شامل شي. د پوهنتون استادان، مدني فعالان او مشورتي بورډ بايد په دې ارزونه کې سهيم شي.
دا کمېټې بايد په هر اړخيز ډول د ښوونځيو ارزونه وکړي او د هرې برخې لپاره يې ځانګړي ګرافونه جوړ کړي او يا هم د فيصدي په توګه د هغوی د ارزونې راپور ترتيب کړي. د بېلګې په توګه په اخلاقي ډول د يو ښوونځي تصوير څه ډول دی؟! لس سلنه خلک ترې راضي او که ټول خلک ترې رضايت لري؟ زده کوونکي څه نظر لري؟ د کورنيو غړي څه نظر لري؟…
په ارزونه کې تر ټولو مهم ټکی د ازادو نظرياتو شريکول دي او هر څوک بايد وکولای شي چې د معارف په باره کې خپل نظر په ازاد ډول د معارف له رياست سره شريک کړي.
يوه وروستۍ خبره چې خورا ضروري راته ښکاري هغه د شکاياتو او ستونزو په باره کې د معارف رياست پرېکنده دريځ دی. د پوهنې رياست بايد تر هر څه ملي ګټې مهمې وبولي.
د پوهنې رياست مشرتابه ته ځينې مهم وړانديزونه
الف ـ د رغنيزو پروژو طرحه او ډيزاين
ب ـ له وزارتونو، مرستندويو ډلو او نورو ډونرانو سره اړيکې او پروپوزلونه ليکل.
ج ـ په اداري او ښوونيزه برخه کې د مامورينو د کموالي لپاره اړوند وزارت ته وړانديز.
د ـ له سوداګرو سره ناستې او ورڅخه د مرستو غوښتنه.
هه ـ د هيواد په کچه د معارف رياستونو له مشرتابه سره ناستې او مشورې. د دوی له پرمختګونو او ستونزو خبرېدل او ترې خپلو ستونزو ته مناسبې حل لارې غوره کول.
و ـ خلکو ته د دې تضمين ورکول چې معارف د ټولو لپاره دی.
ز ـ له هغو ادارو او مرستندويه ډلو سره دوامداره اړيکي چې په افغانستان کې د معارف په برخه کې کار کوي.
يادونه : ـ د معارف په برخه کې ستونزو ته په کتو ما دا لنډه طرحه او وړانديزونه ترتيب کړل، اميد دی چې د پکتيا د ښوونې او روزنې د پرمختګ په برخه کې موثر وي. زما يو وړانديز دا دی که نور کسان هم ورته طرحې او پلانونه ترتيب کړي او بيا يې د معارف له رياست سره شريک کړي، دا به مو اقلا له خپلو ستونزو خو خبر کړي، بله غوښتنه مې دا ده که چېرته د هيواد په کچه داسې کار وشي او د ټولو ولايتونو د معارف لپاره ځانګړي وړانديزونه او طرحې وړاندې شي، ښه به وي.
له معارف سره د خلکو او حکومت بې علاقيتوب د اندېښنې وړ دی. ښه دا ده چې موږ له معارف سره برسېرن چلند ونه کړو او هغه څه چې په واقعي مانا زموږ ټولنې ته نجات ورکوي، بايد ځانګړی پام ورته وشي او د نجات تر ټولو لومړی اصل راته د پوهنې د اوسني وضعيت مثبت لور ته تغير ښکاري.
لاروي صیب سلامونه ، په قلم د برکت شه ، ډیره ښه او عملي کوونکې طرحه د وړاندې کړیده ، هیله لرم چې لومړي دا طرحه په پکتیا او بیا په ټول افغانستان کې تطبیق شي تر هغه چې خلک عملا په انکشاف کې برخه وانخلي ، له وطن سره مینه په عمل کې ظاهره نکړي ، د فکر او عمل لاره یوه نشي ، نا ممکنه به وې چې حکومت ټولو ناخوالو ته ورسیږي .
ډیری په حقیقت ولاړی خبری مو کړی دی…………. مونږ سره په مجموع کی ملی سوچ نشته …. دا ټولی خبری که عملی شی نه په راروان څو کلونو کی به ډیر د استعداد والا شاګردان پیدا کړی وي…………. لاروی صاحب الله پاک د ډیر عمر درکړی……….