د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاریخ او تېرې څلوارلس کلنې دورې اشرف غني ته یو داسې بې سره او بې پښو حکومت په لاس ورکړ چې په پښو درول یې ډېر وخت او ډېر کار ته اړتیا لري. او هغه تېروتنې چې په تېر حکومت کې ترسره شوې دي اوس یې جبران اشرف غني ته په غاړه دی، په تېر حکومت کې داسې ډلو ټپلو په حکومت کې ځای ونیوه يا ځای ورکړل شو چې اوس د هغوی لاس له نوي حکومت نه را لنډول آسانه نه برېښي. د حکومت دننه په حکومتي ادارو کې اداري فساد دومره بوین شوی ده چې د ګندګۍ بوی یې  نړیوالو هم حس کړی ده همدا واخ د ولس لوږه، تنده او د ولس بېوزلي، د ځوانانو بېکاري، په کاري ادارو کې د وړ کسانو نه ګومارل، کار اهل کار ته نه سپارل هغه ستونزې دي چې جبران کول یې وخت او کار ته اړتیا لري.

مونږ باید له اشرف غني نه دا تمه ونه لرو چې باید هرومرو دغه ستونزې په شپږو میاشتو کې حل شوې وای، باید هرومرو او په هر ډول چې کېده امنیت او سوله راوستل شوې وای، ښکاره خبر ده چې زموږ غوښتنه سل په سلو کې په ځای او پر وخت غوښنته ده ځکه ولس ډېر دردېدلی ډېرې ناخوالې یې تېرې کړي دي. نوي حکومت د دوی په زړونو کې نوې هيلې پیدا کړي دي، خو په دومره کم وخت کې د دومره ډېرو ستونزو حلول نه دا چې آسانه نه ده نا ممکنه هم ده اشرف غني نه ملایکه ده، نه بزرګ او نه د معجزې خاوند دی، چې په کېناستو

یې سمدستي هرڅه بدل شي هغه هم زموږ په شان یو عادي انسان ده

نو هيله مې دا ده کومې نوې هیلې مو چې په زړونو کې دي ژوندۍ یې وساتئ، خو پر دې وپوهېږئ چې د هغه پوره کول ډېر وخت او زغم ته اړتیا لري، نوی حکومت به تاسو ته کار درکړي، امنیت به ټینګ کړي، او سوله به راولي، خو تاسې حکومت ته حوصله ورکړئ، نوي حکومت ته مټ ورکړئ داسې مه کوئ چې یو کار نه وي شوی یا یوه خبر مو نه وي اورېدلي پرته له دې چې پیلامه او جزیات یې وڅېړئ په خپل لاس د خپل حکومت پښې ووښئ، حکومت ستاسو دی او ستاسو لپاره کار کوي.

 اشرف غني په خپل رسالت او کار کې صادق دی هغه ته وخت ورکړئ او هغه خپل کار او رسالت تر سره کولو ته پرېږدئ، لاس ورکړئ او هماغسې چې د کمپاین په دوره کې یې تر شا ولاړ وئ ودرېږئ او ملاټړ يې وکړئ.

 سوله به هغه وخت راشې چې موږ یئ په مینه هر کلی وکړو، سوله شته هېڅ چېرته نه ده تللې له موږ نه لار ورکه ده موندلی یې نه شو، موږ باید د سولې د راتلو په تمه ونه وسو باید خپله پسې ورشو او را يې ولو. او دا هغه وخت کېږي چې نوي حکومت ته ملا ورکړو او ملاتړ یې وکړو. اشرف غني یوازې یو نوم نه دی، بلکې د یوه مکمل کاري سیستم نوم دی؛ نو خپلې هيلې له لاسه مه ورکوئ!

 د یوه سوکاله افغانستان په هيله.

 

3 thoughts on “نوی ولسمشر او زوړ افغانستان/ عابده سپوږمۍ”
  1. سپوږمۍ خورکې ! زوړافغانستان څه چه د(وبــــــــاْ)په مرض أخته شوئ افغنستان کله دلستوڼي ماران خپلو سلګوته په کراره پریږدي .په اوه دیرشو(۳۷ )کلو چا افغنستان جوړنه ،کوډله ئې تې جوړه کړه . ملت ئې در په دره خوار،مهاجر ،بې کوره بې اوره ،وږي ـ تږي،معیوب ،لیوني ،ښځې ئې په هرناکسه پردي :عربي،پنجابي ،چیچني ،بې پردې کړې په هر چا ئې تلاشي کړلو.له روسه نیولې ته ننې ورځې پورې ۰
    د ۳۷ کلو کې وران شوئ ، هیواد به شپږو(۶) میاشتوکې څنګه جوړیږي .احمدزئ به څنګه په مخ ځي چه ښاروال ئې غل ، معاون ئې غل ، وکیل ئې داړه مار ،هر یو دخپلې خُرجینې په پکر کې دئ .ددوئ کڅوړې هیڅ نه ډکیږي ؟؟؟خود ګور په خاورو۰۰۰
    دیـــوه ســـوکـــالـــه افــغـــانــســـتــــــــــــــــــان پـــه هــیــــــــــــــــــــــــلــو!!!۰

  2. عا بدې خورې سلام
    زوړ افغانستان او د عربو ښوروا واېې چې يووخت کې کوم سړي له يوه عرب نه پوښتنه وکړه چې تاسې ګرمې ښوروا ته په عربي کې څه واېې؟ هغه ورته وويل چې سخون بيايې ورنه وپو ښتل چې کله سړه شي نو بيا ېې په کوم نوم يادوي هغه ورته وويل چې موږ ېې سړيدو ته نه پريږدو. ستا په ليکنه کې درې ټکې په ډاګه بريښي يو د افغانستان ٤٠ کلنه جنګ او جګره، بل د کرزي هغه کرعېړنه، له خا ورو او دوړوډکه ١٣ کلنه دوره چې کم وخت کې نه پاک کيږي بل د سولې خبره چې هم د خداى(ج) او هم د هغه د رسول اکرم (ص) خوښي ور باندې حاصليږي او په پاى کې د وخت خبره هم ورسره ملګرې ده چې دا کار وخت نيسي د کال او کلونو معادله ده چې هره خوا يي په اخلاقي معيار بايد وسنجول شي.
    موږافغانان يو دومره د قدرت او هوسونو په وزرو سپاره يو چې د نړي په هېڅ ګوټ کې خلک په قدرت، سيا ست،لاپو او شاپو دومره مين نه دى زه به يي مثالونه راوړلم او تاسي قضاوت وکړي:
    وګوري زموږد پارلمان يوشمير استاذو ته چې دوى څه وايي او څومره د احساساتو له پېټي لاندي دي.وګوري زموږ د يوتيوب کليپي ځوانانو ته چې څومره د سريندو او نڅا په تماشو کې لاس او پښې ښوروي
    وګوري زموږ ځينې مشرانو ته چې د ملوکالطوايفي په شعارونو کې د فيها او مافيها په ګواښونو کې ورک دي
    وګوري چې ځينې ليکوالان د بيان او ازادي په نوم خپل ځان ته هم سپکې سپورې کوي او وګوري ندا فان هم په کابينه کې دخپل ځان د حقوقو په نوم مبارزه لري. مدني، عيرمدني، د ښځو حقوق چيرې چې دنارينه حقوق نشته داډول خبرې خو لاپر ځاى پريږده
    پوښتنه داده چې ولس مشر غني خو يوازې معجزه کېداى نشي، دلته د اجراېې ريس په نوم يو بل هم په لستوڼ کې ورسره ملګري دي که چيرې هغه په خپل انتخاب يا مقرري کې اشتباه وي نوولې هغه څوک چې د څوکي او مقام اهليت او کفايت نه لري دغه مسوليت په غاړه اخلي. د مثال په توګه د رباني زوى صلاح الدين ښه پوهېږي چې دى د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لپاره په هېڅ چوکاټ کې برابر نه راځي او که لږ ېې ځل وڅيړي بايد ولس ته دخپل پلار د وژنو او د کابل کنډواله کېدلو ځواب هم ووايي که د خود خوااهي خبره نه واى ده بايد دغه مقام نه واى منلي يو ماشوم او بهرني چاري دغه مو حال دى…… چې کار مو نه سميږي
    جان ديوي يو ډير اوچت ليکوال دي هغه وايي چې عمومي نظريه داده چې انسان په هېڅ ډول اخلاقي اصولو باندې پابندي نه لري بلکې هر وخت د خپلو غرايزو تابع او هر کله دخپلې غوښتني رضا په لټه کې ده چې دغه رضا بيا ډير عوامل لري او ديوه متمدن انسان له کړو وړو سره په عمل، نظر، پوهه ، رسالت او درايت کې توپير لري
    وبښي ! خبره اوږده شوه

ځواب ورکول h.s.z. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *