د پاکستان د پوځ او جاسوسي ادارو وحشت له ډیرو کلونو راهیسې د افغانستان او د پښتونخوا سیمه دومره نارامه کړې چې د عادي انسان عقل کار ورته پرېږدي. د پکتیکا د والیبال د میدان پېښه، د استقلال لیسې پېښه، د پېښور د ښوونځي پېښه، او د افغانستان په گوټ گوټ کې نه ختمېدونکې چاودنې، ویرونه، او اورونه، او په لر او بر کې د زرگونو قومي مشرانو وژل کېدل، نه لیونتوب دی، نه یې پاکستان بې د کوم مقصد لپاره کوي.
خلک وایي که څه هم دغه اور پاکستان په لر او بر کې هرې خوا ته بل کړی، خو زور یې په څو سیمو کې بل تر هرځای ډېر لیدل کیږي. سوات، وزیرستان، کونړ او نورستان. ځایي خلک وایي په سوات او وزیرستان کې یې د څو میاشتو لپاره شا او خوا درې ملیونه خلک بې کوره کړل. هلته یې غټې غټې پوځي چاوڼۍ جوړې کړې او ورو ورو یې ځینو سیمو ته خلک داسې بېرته ور پرېښودل لکه په پردي وطن کې چې ژوند کوي.
د راپورونو له مخې په سوات او وزیرستان کې د دغې ستراتېژۍ له بریا وروسته اوس د پاکستاني پوځ زور ټول کونړ او نورستان ته سم کړی دی. د سیمه ایزو څیړونکو په وینا د سوات د ملا فضل الله ډله یې په سوات کې د خپلې پروژې سر ته له رسولو وروسته کونړ او نورستان ته ولېږله. او د دې ډلې د ځپلو په پلمه پرله پسې دغه سیمې په توپونو ولي. داسې انگیرنې شته چې د افغانستان په دغو دوو ختیځو ولایتونو کې د سرحدي سیمو، ستراتېژیکو ولسوالیو او د کونړ او نورستان د اوبو شا او خوا پراته خلک له خپلو کورونو شړي، او سیمه تر خپل کنټرول لاندې را ولي.
د ځینو سیمه ایزو کارپوهانو داسې نظر دی چې پاکستان نور په خپلې بقا باور نه لري، او پوځ یې داسې هڅې کوي که چېرې په راتلونکي کې بلوچستان، پښتونخوا او سند له پنجاب نه بیل هم شي، له پنجاب سره باید دومره مځکه وي چې هغه د یوه هیواد په توگه ژوندی پاتې شي. یو داسې هیواد چې هم سمه مځکه هم غر، هم سیندونه او هم سمندر ته لار ولري. نو له لاهور نیولې بیا تر اسلام اباد، او داسې پورې، سوات، او ورپسې نورستان او کونړ یوه داسې تراړه جوړیږي چې پنجاب د پاکستان د ماتېدو په صورت کې د یوه هیواد په توگه ژوندی پاتې کولای شي.
د بلوچستان د گوادر ساحلي سیمه له مخه لا د پاکستان پوځ په پنجابیانو تقیسم کړې ده او د یوه لوی ساحلي ښار د جوړولو پنځه ملیارده ډالر قرارداد یې له چین سره لاسلیک کړی. څلوېښت زره ځايي بلوڅ یې له گوادر نه شړلي دي. که دې نقشې او جغرافیايي جوړښت ته و گورئ نو کیدای شي د اوسني روان غوبل لږ څه درک درکړي.
هغه خلک چې د طالبانو مشران له نږدې پیژني وایي په افغانستان کې د جگړې پای نه خبرې غواړي نه ډپلوماسي. دوي زیاتوي چې د جگړې ختمېدل یواځې د ای ایس ای او پاکستاني پوځ دوه ټلیفونونه غواړي – یو ملا عمر ته او بل حقاني ته چې ځئ لوبه ختمه شوه، او جگړه بس، نو دغه جگړه به ځای په ځای ختمه شي، خو دغه ټلیفونونه به تر هغو و نشي ترڅو چې د کونړ او نورستان په سیمو کې هم د سوات او وزیرستان په څېر غټې پوځي چاوڼئ نه وي جوړې شوي… کارپوهانو وایي د دغو پوځي چاوڼیو له جوړېدو وروسته به د پاکستان پوځ له لاهور بیا تر نورستان او کونړ پورې په زمکه دومره کنټرول ولري چې د پاکستان د ړنگېدو په وخت به په څو ورځو کې دننه ټول ځايي خلک له خپلو سیمو وشړي او د بلوچستان د گوادر په څېر به ملیونونه پنجابیان پکښې مېشت کړي. د پاتې بلوچستان، پښتونخوا، سند او افغانستان یې خوښه چې په کومه ځي.
عادي انسان ته دومره لویه تجربه په زړه منل گران ښکاري، خو هیره دې نه وي چې د پاکستان د جوړېدلو په وخت هم تر یو ملیون زیات انسانان ووژل شول او څوارلس ملیونه بې کوره شول. بیا په ١٩٧١ کې د پاکستان د بقا په جگړې کې د نیم ملیون او یو ملیون په مینځ کې انسانان ووژل شول. د نوي پاکستان د جوړښت لپاره د څو ملیونو ځايي پښتنو بې کوره کول باید ناشونې خبره ښکاره نه شي.
پاته د نه وی چی په تیرو دیرش ، څلويښت کلونو کی دا دوه دری میلیونه افغانان هم د پاکستان د بقا لپاره وژل شوی دی چی د هغوی د وژلو لړۍ لا روانه ده. د دی وژنو د مخنیوی لپاره د ټولو پښتنو، بلوڅو او نورو افغانانو یوالی او اتحاد ته ضرورت ده چی هر څومره ژر چی کیدای شی سره راټول او تورمخی پنجابی ته د تيښتی لار ورنه کړل شی
Salamoonah;
Apferin Breshna jane pa da esasy tahlil de.
Za hayran , zmong $ parasto genralano, mal-paswalano ; pooch-maghzo ciasetchyano etc… ta yim.
Haghoy de nasil wajna, tokemwajna aw watanwajna kawi( d` pakistany shawy pashtano pa shomul..) aw ta yi warta d paporr, gol-eshaly & dc- dermalo eqtesad qawi kawa!!. A`jab hamaqet dey.
D` PSDP a`elamiye bayd her pashtun walveli aw d balotszano sara 1 shiy!
Merg per panjbyano aw gholamano yi…
بریښنا اميل خوري خداي تالا دي ستا پر قلمه برکت کښیږد. تاسو ډير فاسيفیکل لیکنه کړې ده. زه غواړم چي ستاسو دا لیکنه په انګرېزي ږبه ترجمه کړم. ایا ستاسو اجازت سته . مننه