یادونه: دغه لیکنه په ۱۳۸۳ کې لیکل شوې او په همدې کال د ( داستانونه ) مجلې د غبرګولي او چنګاښ میاشتې د سرمقالې په توګه خپره شوې ده.
—————————————
د هرې ژبې ویونکي د ادبي ذوق یو معیار لري. د ادب د خاوندانو هڅه دا وي چې د خلکو د عمومي ذوق معیار اوچت کړي. هر څومره چې دغه هڅه کامیابه وي هغومره یو ملت ژوندي ادبیات لري او چې د ملت ادبیات ژوندي وي، ژبه یې نه مري.
خو د ادبیاتو تاریخ راته وایي چې کله کله د سانسکریت په څېر د ډېرو ښو ادبیاتو لرونکې ژبه هم مړه شوې ده. دا ولې؟
سانسکریت د هغو اریایانو ژبه وه چې درې ، څلور زره کاله پخوا د هند په شمال کې دېره شول. دوی پخپله ژبه ډېر ښه شعرونه وویل او د ویدي سرودونو غوندې تلپاتې اثار یې وپنځول.
کابو دوه نیم زره کاله پخوا د سانسکریت عالمان په دې فکر کې شول چې خپله ژبه په پخوانۍ بڼه ، په هاغه بڼه چې لرغونې لیکنې ورباندې شوې وې، خوندي وساتي.دوی چې د پخوانو کتابونو عالمان وو، د پخوانو خلکو سانسکریت یې د خپل عصر تر سانسکریت غوره وبلله او دې ژبې ته یې د ډېرو زړو کتابونو په اساس ګرامر ولیکه او په دې ډول یې د خپل وخت د خلکو د ژبې او د کتابونو د ژبې تر منځ لوی دیوال ودراوه.
د ژبې او ادبیاتو ماهران دغه بېلتون د سانسکریت د مړینې یو لوی علت ګڼي.ځکه نور نو خلکو د کتابونو په ژبه کې د خپلو فکرونو، احساساتو او عواطفو د بیان لپاره مناسب ځای نه لیده.
اوس که موږ هم د معارف د نصاب په کتابونو او د ادبیاتو په پوهنځیو کې په پخوانو اثارو تر حد زیات تاکید وکړو، ایا ادبیات به مو له اوسنو خلکو پردي کړي نه وي؟
زموږ اکثرو زده کوونکو ته ادبیات د ځینو کسانو د سوانحو او د څو متروکو لغتونو زده کړه ښکاري، حال دا چې د ادبیاتو تعلیمي کتابونه باید د زده کوونکو ذوقونه وروزي او د ژبې هغه څه ورزده کړي چې په اوسني ژوند کې پکارېدلی شي.
دې مقصد ته د رسېدو لپاره ښه لاره دا ده چې د ادبیاتو په درسي کتابونو کې معاصر ادب ته توجه ډېره شي.
په افغانستان کې د ادبیاتو پوهنځی شپېته کاله پخوا تاسیس شو. هاغه وخت په وطن کې د بیان ازادي نه وه او چېرته چې د بیان ازادي نه وي، هلته په رسمي تعلیمي ادارو کې د معاصر ادب تدریس ته خنډ پېښېږي. له بلې خوا پنځوس شپېته کاله پخوا زموږ د معاصر ادب ځولۍ تشه وه. د اکثرو معاصرو ژانرونو ښه مثالونه زموږ په ژبه کې نه وو خو اوس حالات بدل شوي دي. اوس د ادب استادانو ته پکار ده چې په نوي نصاب فکر وکړي.
استاذه په ګوتو دې برک شه او خدای دې تل روغ او صحت منده لره چې د ادبي پنځونو نه دې مستفید اوسو. له کومې ورځې چې ستا له نثر سره مخ شوی یم
داسې لیکنې کوم چې د دویم ټولګي زده کوونکي یې هم روانې لولي.
هره ورځ تاند ویبپاڼه ګورم، لیکنې دې کاپي کوم
او خپل کمپیوټر کې یې ستا په نوم جوړ شوي کلیکشن کې ځای په ځای کوم.
دا مې د دې لپاره ولیکل چې که د تاند ویبپاني نه علاوه په کوم بل سایټ کې خپلې لیکنې خپروې که تکلیف نه وي ضرور مې ترې خبر کړه.
نن سبا ژبپوهنه پر دې ټينگار کوي چې پښوييږ (گرامري) ارکاييزم (لرغونوالی) هغه هم د زړو متنو بر بنسټ ليکل په کار نه دي او زيات زور دې پر اوسنۍ دوده ژبه واچول شي، زړه وييپانگه راخوندي کول او ليکنۍ، ادبي او علمي ژبه کې يې کارول د نيولوجېږم هومره اړين برېښي . ځکه پرلپسې د نويو جاجوهو (مفاهيمو) يو څپان سره مخامخ ده او راخپلول يې اړين بلل کېږي. په کره ليکنۍ ژبه کې هم رغاونيز ارکاييزم تر وسې وسې له پامه غورځول په کاردي.همداسې لوست کتابونه هم درواخه مينه او مننه له غبرگ زمريه! زيار
استاده تاسي دي ژوندي یاست!
ژبه مو ډېره روانه ده او ډېر پېچلي مضامین په ساده ژبه بیانوئ. زموږ د ځینو پوهانو دي کور وران شي، چي هغه د تمدن او پوهني او ډیګریو داوې چي کوي، ژبه ئې د پېریانو تر ژبو لا سخته وي.
درنښت