محمود مرهون

محمود مرهون/ سرخط ورځپاڼه

له کومه راهيسې چې د چين، روسيې، ايران او پاکستان نوى ايتلاف منځ ته راغلى په افغانستان او سيمه کې جګړې نوي اړخونه اخستي او د افغانستان په معزله کې له امريکا پرته نور ډېر بهرني هيوادونه فعال سوي چې د دغه سوړ جنګ پيلېدو په افغانستان کې د روان جنګ شيدت زيات کړى دئ.

چين په پاکستان کې دا څلوېښت بيليونه ډالرو په اندازه له نوې سرمايه‌ګذارۍ سره چې پر ګوادر پورټ باندې يې لګوي او روسان هم په دغه تړون کې يو اړخ يا د ګټې اخيستنې يو شريک دی په سيمه کې د افغانستان اړوند د نوې سړې جګړې يو سنګر پرانيست او ايران هم له امريکا سره د مخالفت په خاطر په سيمه کې د دغه نسبتاً لوى تړون يو کوچنى مشترک بللاى شو.

د دغه ايتلاف پر وړاندې امريکا د افغانستان په ملاتړ او له هند سره په ګډه د چابهار بندر قوي کول د افغانستان او سيمي د مسالې د دوو قطبي کېدو او پاکستان د لوري په بدلولو سره د روس او چين تر څنګ ولاړ ليدل کېږي.

دغه نوى ايتلاف نه يوازې دا  چې د امريکا ګټې په سيمه کې له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د امريکا پر وړاندې ستر ګواښ هم ثابتېداى شي. طالبان چې له پخوا د امريکا يوه پروژه بلل کېدل او د پاکستان له لوري لوبېدل اوس هم د پاکستان تر قيادت لاندې د روسيې لاس ته لوېدلي چې د ايراني، روسي او چينايي وسلو او د چين په مالي مرستو د امريکا پر وړاندې جنګېږي.

دغه ډله «طالبان» نن سبا پر دوو محاذونو مصروف دي يو محاذ يې د امريکا په ملاتړ منځ ته راغلى، له افغان حکومت سره پرانيستلى او دويم محاذ يې د داعش په نوم له نوې ډلې سره دی چې په افغانستان کې د طالبانو د راپرځولو او خپله د طالبانو د بديل کېدلو کوښښ کوي، دغه ډله که څه هم په افغانستان کې قومي او مذهبي اساس نه لري، خو د تمويلاتو او امکاناتو له پلوه کله کله پر طالبانو زورور دي.

دغه ډله چې شننوکي او څېړونکي يې د امريکا پلان شوې ډله بولي داسې انګېرل کېږي چې امريکا يې په ټوله نړۍ کې د داعش له ماتي وروسته د افغانستان د مشرقي سيمو له لارې له پاټا څخه په بشري ګټه اخيستنې سره په شمال کې مېشتوي او منځنۍ اسيا او په تېره بيا روسيې او چين ته سرخوږى جوړوي.

څېړونکي تر ډېره ځايه پورې په شمال کې د يو لاس سياسيونو د سياسي ايتلاف چې د ازبکو په مشري جنرال عبدالرشيد دوستم، د هزاره‌وو په مشري محمد محقق او د تاجکو په مشري استاد عطامحمد نور منځ ته راغلى ايتلاف په سيمه کې د داعش پر وړاندې خطر او له روسيې، چين، ايران او پاکستان سره له سياسي لحاظه مشترک شماري.

فکر کېږي چې د افغانستان حکومت د امريکا په اشاره د ملي وحدت د حکومت «چې د اساسي قانون په رڼا کې نه، بلکي د يوه جوړ جاړي په پايله کې منځ ته راغلى دی»  لومړى مرستيال چې د داعش پر وړاندې خپله په عملي جنګونو کې په قيصار او نورو ترک تبارو سيمو کې جنګېدونکى او د افغانستان د ترک تبارو مشر په غير قانوني توګه له صحنې لېرې کول او د مزار د والي او د جمعيت د اجراييه رييس او په سيمه کې د تر ټولو بانفوذه شخص استاد عطامحمد نور له واکه د ګوښه کولو هڅه د دغه خبرو د ثبوت له‌پاره د يوه دليل په توګه استفاده کېږي.

دلته يوه بله خورا مهمه خبره او مهمه ډله د افغانستان د پخواني رييس جمهور حامد کرزي ده چې هم په افغانستان کې دننه او هم له ډېورنډ کرښې ها خوا ته په پښتنو کې د پوره نفوذ لرونکې او فعاله ډله ده.

د پخواني رييس جمهور حامد کرزي وروستي سفرونه چين او روسيې ته او د امريکا پر وړاندې د هغه د جدي دريځ خپلول د دې څرګندويي کوي چې هغه او ډله يې په دې نوې جګړه کې له روسانو سره ولاړ ښکاري.

مګر د دغو ټولو اړخونو له سنجولو وروسته موږ دې دوو خبرو ته رسېږو چې پاکستان چې هيڅ وخت په سيمه کې د يوه واقعي ملګري په توګه نه دی پاتې شوى او همېشه له حالاتو سره بدل او را بدل شوى يا خو په رښتيا له امريکا نااميده شوى دی او خپل همکاران يې نوي کړي او يا هم د امريکا په اشاره له روس او چين سره دوه مخې لوبه کوي او په دې توګه د نړۍ نوى ابر قدرت کېدونکى هېواد چين جنګ ته را کاږي او په پاکستان کې تر اقتصادي ضربې وروسته هغه په افغانستان کې جنګوي.

پاکستان يو ځل د روسانو پر وړاندې د امريکا په مرسته په افغانستان کې د مجاهدينو په نامه روسانو ته ماتې ورکړه او بيا يې د طالبانو ډله په افغانستان کې قوي کړه او افغانستان يې ټول تر خپلو سياسي هدفونو لاندې راووست او بيا يې بېرته د هماغو طالبانو پر ضد خپله ټوله خاوره د امريکا په اختيار کې ورکړه او امريکا خپله لومړۍ جګړه د پاکستان له جيک‌ماباد هوايي ډګره د طالبانو پر ضد پيل کړه او وروسته يې د امريکا ټول اکمالات د پاکستان له لارې تر سره کړل او لا يې هم کوي.

مګر اوس مهال ګمان کېږي چې له روسانو سره په ګډه په افغانستان کې د امريکا پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي. امريکا په دې وروستيو کې په دې اعلان سره چې له طالبانو سره سوله نه کوي دا خبره د پخلي تر کوره و رسوله چې ګواکې اوس طالبان په هيڅ توګه د دوى د ګټې وړ نه دي دا په داسې حال کې ده چې د امريکا پخواني رييس جمهور بارک اوباما اعلان کړې وه چې د دوى جګړه له طالبانو سره نه ده.

له بله اړخه په افغانستان او سيمه کې کرار کرار اسلامي دولت نومې ډله «داعش» ورځ په ورځ پياوړې کېږي، مګر په اړه يې نه افغان حکومت او نه هم د هغوى ايتلافي غړي په تېره بيا امريکا هيڅ غږ نه پورته کوي.

دلته يوازې يوه خوا چې هغه افغانستان دی په دغه جګړه کې د جګړې د مرکز په توګه استفاده  کېږي، له دې امله کوښښ کېږي چې ټول حالات يې بحراني وساتل شي. اوسنى حکومت چې د جوړ جاړي له مخې يې حقوقي اړخ بيانېږي اوس خپله هم هغه قرارداد لغوه کوي.

په قرارداد کې واضح ليکل شوي چې اوسنى حکومت به پر خپل دويم کال لويه جرګه رابولي او اساسي قانون به تعديلوي، مګر تر ټاکلې نېټه نږدې يو نيم کال تېريږي. له بله اړخه پارلمان تر وخت تېر او ناقانونه دی، بلې دورې انتخاباتو ته يوازې د ګوتو په شمار مياشتې پاتې دي، مګر تر اوسه پورې د انتخاباتو له‌پاره يوه مشخصه طرحه نه‌شته؛ نو ګمان کېږي چې په دغه روانه غميزه کې بايلونکي يوازې افغانان دي.

د الکټرونيکي تذکرو وېش د پر وخت، پاکو او سالمو انتخاباتو د تر سره کېدو تر ټولو مهم ضامن و، مګر د سياسي فشارونو له امله دې موضوع ته قومي رنګ ورکړل شو او دغه پروسه تر توشيح او له پارلمان تر تېرېدو وروسته هم د نامالوم وخت په مخه بنده اعلان شوه.

په افغانستان او سيمه کې نوى زېږېدونکى ناورين به نه يوازې دا چې د نړۍ ابر قدرتونو ته زيان ورسوي، بلکې يو ځل به بيا د زرګونو افغانانو د بې‌کوره کېدو او وژل کېدو لامل شي.

افغانانو ته په کار ده چې په دغسي حالاتو کې ټول افغان سياسيون چې اوس د بېلابېلو هېوادونو د ګټو له‌پاره په افغانستان کې ولاړ دي، مجبور کړي چې سره را ټول شي او د خپل هېواد او ولسونو د ژغورنې له‌پاره له توازني سياسته په ګټې اخيستو د نړۍ له ابر قدرتونو ججه واخلي او لکه پاکستان چې همېشه د ابر قدرتونو له ښکر په ښکر کېدو خپل ځان جوړ کړی، خپل هېواد جوړ کړي.

سرخط ورځپاڼه

5 thoughts on “نوې جګړه، نوي لوري”
  1. یاره مرهون صیب بلا دې کړې په دې لیکنې سره، نیکمرغه وهم دې کوم ځای غږ دې کوم ځای کوي، د لیکنې موضوع ته دې وګوره او بیا پر حکومت نېوکې ته… دا لېکنه به داسې کیږي

  2. وليكل شي وليكل شي
    معضله
    شدت
    أو ز ليكني اخري برخه
    تا ند يوازي يؤ كامنت بريزدي
    مننه

ځواب ورکول لونګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *