سردار محمد همدرد

د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته د ملګرو ملتو او ناټو په همکارۍ نوی حکومت جوړ سو د نړۍ شاوخوا ۴۰ هیوادونو په نظامي او مالي برخه کې پراخي مرستي  وکړي ددې ټولو مرستو سره سره افغانستان په خپلو پښو ونه دريده د نړیوالي ټولني سره اړیکې خرابي سوې په ډیرو ولایتونو کي ولسوالۍ سقوط سوې او د ډیر ولایتونومرکزونه تر تهدید لاندي سول کله چي د نړیوالي ټولني په ځانګړي ډول د امریکا سره اړیکي بیا د سره ورغول سوې پاکستان چي د ۱۵ کلونو د جګړې لوی حامي و د رښتیا میدان ته ودریدی دا چي تیر حکومت خپل په خارجي سیاست کي په دې ونه توانید چي د پاکستان اصلي او د وحشته ډکه څیره بربنډه کړي.

تیر حکومت د خپل ناکامه بهرني سیاست تر څنګ په پراخ اداري فساد شکیل وو اونه په دې وتوانید چي د نړیوالو مرستو څخه داساسي هیواد دجوړوني لپاره کار وکړي ددې ټولوسره سره افغانستان یو ځل بیا دا تاریخي چانس پیداکړ چي دا کنډ اوکپر کیښتۍ یوځل بیا ورغوي او تر ساحله یې ورسوي او تیرو تیروتنو نه عبرت واخلي او ددې وطن پر  بنسټیزوارقامو کار وکړي،اداري فساد له منځه یوسي ددې هیواد ملي وحدت یقیني کړي ولسواکۍ او دبیان ازادۍ ته پرمختګ ورکړي ملي امنیتي ځواکونه په بشپړه ډول  ورغوي بهرني پالیسي د افغانستان دملي ګټو پراساس  جوړه کړو د دوامداره سولي لپاره هڅي پیل کړو تر څو ددغه تاریخي فرصیت څخه  ګټه پورته کړو د افغانستان دجګرې اصلي ستونزه د څنګ لورو او په ځانګړي ډول  له پاکستان څخه په داسي حالاتو کي افغانستان و بهرنیو مرستو ته سخته اړتیا لري زه په لومړي ځل د یوې میاشتي راهسي په هلمند ولایت کي د یو دولتي مامو يه حیث ټاکل سوی یم زه چي کله د تیرو ۱۵ کلنو د وخت د مسؤلینو ناوړه کړنې چي تکرار سوي دي د یو افغان په صفت  په دې اعتراف کوم چي  په دې وطن کي د احساس او وطن دوستۍ په روحیه او په خاص ډول ددې وطن دمالیکینو په حیث داسي چلند نه دی کړی چي پر خپله خاوره اوخپل ملت یې زړه سوځولای وای.

د تیرو کلنو د قربانیو په برخه کي یوازي امنیتي ځواکونو سرښندني او فداکاري د قدروړ دي  په دې هم باید اعتراف وکړو چه د ملي وحدت د حکومت د مشرانو هڅه او زیار وو چي د نړیوالې ټولني باور یوځل بیاجوړ کړي  په نوې ستراتیژیکي  افغانستان یوځل بیا د جوړوني او رغوونې چانس پیداکړاو که خدای ناخواسته دا چانس له لاسه ورکړو ددې مظلوم ملت په وړاندي به تاریخي اشتبا وکړو که  پر تیرو ستونزو د سره کتنه ونه کړو چي ترټولو لویه ستونزه پراخ اداري فساد وو زه پرټوله افغانستان نه ږغیږم خو دهلمند په اړه دومره ویلای سم چي د پخوا په پرتله ځیني اصلاحات راغلي دي د مثال په توګه هغه ریاستونه چه ۱۵ کاله کي به یو ریس چي مسلکي به هم نه وو دریاست چاري به یې مخته وړلې تغیر او تبدیل یې ناممکن و اوس تکړه ځوانان په هغه برخه کي د ‌ازادي سیالۍ له لا ري پر دندو ګمارل سوي دي او ددې تر څنګ د ملی وحدت د حکومت نه مخکي په هلمند کې تر ۳۰ زره ډیري رهایشي نمرې او د زرو شاوخوا تجارتي مارکیټونه پردولتي ځمکو باندي توضیح سوي دي.

چي ددوي څخه ۱۰سلنه د اصولو له مخي مستحقینو ته ندې رسدلي د ملي وحدت د حکومت دراتګ سره  یوه لوېشت دولتي ځمکه نه ده خرڅه سوې او بله خبره داده چي پخوا به د ولسوالانو او ریسانوپه مقرریوکي معلومي پیسي اخیستېل کیدي زه اوس په ډیر جرأت سره دا خبره کوم چي دغه ناوړه کړنه به هیڅ صورت ترسره نه سي زه د خپل ځان په اړه وایم چي زه کله دهلمند ولایت د مرستيالي لپاره ټاکل کيدم نه مي چاته واسطه کړې او نه مي چاته پیسې ورکړي او دا هم د حکومت غوښتنه وه.

یوه خبره باید ډیره واضع وکړو چي اراده رامنځته سوي ده زه یوه بيلګه وړاندي کوم چي په محکمه او څارنوالۍ کي چي پخوا علني فساد وه اوس ۸۰ سلنه اصلاحات راغلي دي زه د مدني ټولني له ادرسه راغلی یم فکر اوذهن مي اوس هم مدني دی اوپه ډیر جرأت سره وایم کله چي په لومړۍ ورځ مي هم دا خبره کړي وه چي هیڅ کله به فساد ونه کړو اونه هم د فاسد سره پر لاره ولاړسو اونه به پر دې اولس باداري وکړو ارمان مودا دی چي دښې حکومتدارۍ اجتماعي عدالت او ریبښتني خدمت ګارۍ پربنیاد ولس ته حکومتداري ولس ته دخدمت په حیث معرفی کړو نه د بربریت او وحشت په توګه.

یوشی به هم ولس ته واضح کړم که چیري بیا د ولس پر سر معامله او په سترګو کي یې خاوري اچول کیږي ترټولو لومړی مامور به زه یم چي درسنیو په مخکې به استعفا کوم چي په دې نظام کي اراده نسته اوس هم زموږ د کارپه وړاندي زړه مافیا خنډ ده چي هغه دګوتو په شمار دي مرکزي حکومت به یا د ګوتو په شمار کسانو څنک ته دریږي اویابه دلوی اکثریت  اولس شاته هلمند اوس هم په اداري برخه کي کاپي تغیراتو ته ضرورت لري. عمومي خبره مي دنوي ستراتیژۍ کوله چي د وطن په جوړونه کي یوازي ولسمشر مسؤلیت نه لري بلکي هغه کسان ډیر مسؤلیت لري چي ولسمشر ورباندي باورکوي زه دیو افغان په صفت پر ټولوافغانانو دا ږغ کوم راځئ چي په ګډه ددې  وطن لپاره کار وکړودا ځوریدلی اولس د جګړې خلاص او په نس موړ کړو.

One thought on “نوې ستراتیژي یو چانس | سردارمحمد همدرد”
  1. سلام
    وا یی چی په ریبا رانو څه ونه شو لک‌ړه راکړه چې په خپله پسې څمه زه د عالی شورا له غړو نه چې نه یی اهلیت لری او نه کفا یت دوی معاش لری او که نه ؟ په سلګونو میلونو دالر دچا جیب ته لاړل او دچا پیسې دی؟ دا ګونګ میراثی ټیکه داران رښتیا دسولو په اصولو پوهیږی ؟ فساد خو نور ښکر او لکۍ نه لری دا باید له یو سره رخصت شی ډیر نور کارونه شته چې ددوی پوهې سر معادل دی همدردصاحب ترڅو پورېبه دغه ګیلې او ګوذاری کوو عمل په کار دی او ستراتژی تاسې وګوری یوازی د ویاندانو تشکیلات یوه کا هدانه هم سخن ګوی لریذ

ځواب ورکول ع شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *