تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: د هزاره ګانو د حزب وحدت او محقق ته نږدې یوه سرچینه وايي، ډله یې له ډاکټر عبدالله سره په کوم کوچني تعامل نه ده یوځای شوې بلکې عبدالله ورسره د محقق لپاره د اجرائیه ریاست څوکۍ منلې ده.

د ثبات او همګرايي له ډلې څخه تازه په تازه یوه جلا شوې سرچینه هم تاییدوي چې عبدالله عبدالله د اجرائیه ریاست د څوکۍ په تړاو څو لوریو سره وار له مخې معاملې کړې دي او تړونونه یې ورسره لاسلیک کړي دي.

دا سرچینه وايي، د اجرائیه ریاست لپاره لومړی تړون او معامله د افغان ملت ګوند د انشعابي ډلې له مشر انوارالحق احدي سره شوې، دغه راز عبدالله عبدالله د صلاح الدین رباني له لارې د عطا محمد نور د پخلا کولو هڅې هم پیل کړي او ورته یې ویلي دي چې که له ډلې سره یې یو ځای شي نو د اجرائیه ریاست باصلاحیته څوکۍ یې تیاره ورته ساتلې ده.

سرچینه زیاتوي، عبدالله هڅه کوي د احمدولي مسعود ډلګۍ هم د ځانګړي باصلاحیته استازي د څوکۍ په بدل کې واخلي، خو تر ټولو وروستۍ معامله یې له محمد محقق سره کړې ده چې د عبدالله او انوارالحق احدي تر منځ یې اختلافات پیدا کړي دي.

د حزب وحدت یوه سرچینه وايي، محقق له عبدالله سره د یو تړون له مخې یو ځای شوی دی چې په راتلونکي کې به نه یوازې اجرائیه ریاست له پوره صلاحیتونو سره ورسپاري بلکې ۸ مهم وزارتونه به هم هزاره ګانو ته ورکوي.

د سرچینې په وینا دا به البته له هغې برخې جلا محقق ته ورکول کېږي چې له کریم خلیلي او اسدالله سعادتي سره یې د ثبات او همپالنې د ډلې لخوا هوکړه شوې ده.

د عبدالله له ډلې څخه تازه وتلې سرچینه هم د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وايي، د محقق او عبدالله تر منځ معامله له هغې هوکړې جلا ده چې له کریم خلیلي سره دې ټاکنیز ټیم کړېده: ((اوس انوارالحق احدي له عبدالله سره په جنجال دی، عبدالله ورته ویلي چې افغان ملت ګوند ته به مالیې وزارت وسپاري او هیڅوک به په کې کار نه لري، خو اوس له اجرائیه ریاست څخه تېر شه.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني ویلي، تېر ځل ټاکنو کې یې اجرائیه ریاست یو مجبوریت و او په دې سره یې د کورنۍ جګړې مخه ونیوله.

ولسمشر غني وايي، اجرائیه ریاست متاسفانه په یو چیلک انداز ادرس بدل شوی او په راتلونکي حکومت کې به یې نه دا څوکۍ موجوده وي نه به یې په تړاو له چاسره معامله وکړي.

4 thoughts on “نوې ټاکنیزې معاملې: عبدالله د اجرائیه ریاست څوکۍ لیلامۍ ته وړاندې کړې”
  1. هههههه اجراییه ریاست یو غوړ هډوکی وچې ۵ کاله مخکې حاجی جان کیري عبدالله ته واچولو چې پرې غلی شي. اوس عبدالله د هماغه غوړ هډوکي یو عکس ځآن سره لري کله یې احدي ته، کله محقق او نوروموجوداتو ته ورښکاره وي او دوی په تش عکس ورټوپ کي یوبل سره داړي

  2. دا وزارتونه لخو څه د عبدالله د پلاد ندي چې هر چاته يې بنډل بنډل منلي، يو ځل تېر تاريخ وګور.

  3. سلام
    په اکاډُمیکه نړی کی استاد معمولاً هغه چاته ویل کیږی چه د تدریس صلاحیت او لیاقت ولری
    امّا د موسیقی په نړی کی شاید د استاد د لقب اِعطاء یو بل تعبیر او بله بڼه او بل پړاؤ ولری
    زما په نظر د ساز او آواز خصوصاً آواز استاد هغه څوک دی کوم چی مخلص مینه وان ولری یا داسی هم ویلای سو هر مینه وال ته د خپلی خوښی سندر غاړی یو استاد دی
    ما د مرحوم استاد غلام نبی نتو نوم اوریدلی ؤ خو ږغ او سندری می نه وی اوریدلی او که می اوریدلی هم وی پاملرنه او ځیرتیا او مینه می نه ده ورسره درلودلی
    کومه ورځ می په یوتیوب کی په ناڅاپی توګه د استاد نتو پر عکس او البوم سترګی ولګیدی
    د بوډاتوب عکس ئې ایښودل سوی ؤ
    یوه سندره می انتخاب او وا می وریده
    ډیر خوند ئی راکړ هم ئی آواز او هم ئی شعر او هم ئی موزیک ډیر خوندور دی
    د سندری لومړی بیت ئی دا دی
    چون میګذرد عمر چه شیرین و چه تلخ
    او د سندری وروستی څلور بیتونه ئی ډیر خوندور او انتباهی دی چی زه ئی فقط د پښتو دقیقه ژباړه ! درته وړاندی کوم
    وبخښی ژباړه نه بلکه د بیتونو تفسیر
    توصیه کوم چی حتماً د مرحوم نتو نوموړی سندره واوریده سی کومه چی د نن ورځی او پرون ورځی او حیا دی وی وړمی ورځی د سیاسی رهبرانو حال ئې مصور کړی دی
    په سیاسی لوبو کی د اخته لوبغاړو خصوصاً د پورته مقالی په زاویه کی د پرتو څیرو سرنوشت به د استاد نتو د سندری د وروستیو څلورو بیتونو یو بشپړ مصداق وی
    خو ددی بیتونو تفسیر او توضیح به ممکن دا وی چی
    که د عبدالله جان په څنګ کی د پښتون احدی شتون فقط یوه غولوونکی معامله وی او همدارنګه که
    د اشرف غنی په څنګ کی د هزاره دانش او تاجک صالح شتون فقط یوه غولوونکی معامله وی نو معنی به ئی داوی چه موږ د سالم ملت د سالمی روزنی د لیاقت څخه بی برخی یو
    هیله ده د قومونو او تبارونو تر منځ مصلحتی او مؤقت ملی احساسات کومه ورځ په رښتینی ملی ورورکلوی بدل سی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *