دا طبيعي ده، چې د مرګ بلا ته مخامخ او په خېټه وږي خلک به پر هنر او علم شک کوي، ځکه چې د دوى لومړنۍ اړتياوې لا نه دي پوره؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې علم او هنر رښتيا هم دومره بې ارزښته دي، څومره چې پرې دوى شک کوي.
شعر د کوم خوږ درمل دي؟ په شعر سوله راځي؟ که شعر ډوډۍ راکوي؟ که شعر نه وي؛ نو څه به وشي؟
يو وخت داسې هم و، چې موږ ته دا پوښتنې مهمې نه وې او اوس يو وخت داسې هم راغى، چې بايد د شعر تر ويلو، پر شعر تر کره کتنې او شعر ته د لوستونکو تر هڅولو مخکې يې بايد پر جواز خبرې وکړو او که د شعر اړتيا ثابته شوه؛ نو بيا به د شعر پر ماهيت او ښه کولو فکر کوو.
نو دا پرشاتګ نه دى، څه دى؟
مثلا: کور جوړوو، ترکاڼ ته وايو؛ دروازې خو به جوړوې؛ خو ورسره بايد خښتې هم ته ولګوې، له بازار نه به ودانيز شيان هم راوړې، نلدواني به هم کوې، تر رنګ پورې به يې ټول کارونه کوې، ما ته به رک روغ کور راسپارې. موږ له شاعر نه د سياستوال کار هم غواړو، د ټولنپوه، واعظ، مورخ، ارواپه او فيلسوف کار هم؛ خو مورخ، ارواپوه، ټولنپوه، سياستوال او… ته ګوته نه نيسو، چې ولې يې خپل مسؤوليت چې څنګه ښايي، هغسې نه دى ترسرى کړى؟ ولې د خپلې ټولنې د نيمګړتياوو تر شا يې تاريخي لاملونه نه دي راسپړلي او ولې موږ يو ښه تاريخ نه لرو. ستونزه دا ده، چې د نورو مسلکونو خلک هم د نه کار مسؤوليت پر شاعر اچوي، چې ولې دومره ډېره شاعري کوي؟
خبره دا ده، چې شاعر، مورخ، ديني عالم، فيلسوف، ارواپوه، ټولنپوه او… په ګډه د يوې ټولنې د هوساينې او بډاينې هڅه کوي او يو بل سره مرسته کوي.
………………….
که چېرته خراب شعر ولولو يا د يوه چا مبهمې خبرې واورو، له واره وايو، چې که شعر نه وي؛ نو څه به وشي؟ که فلسفه نه وي؛ نو څه به وشي؟
خو تر دې مخکې دا فکر نه کوو، چې کوم څيز چې ما د شعر په نامه ولوست يا واورېد يا کومې ګونګې خبرې چې ما د فلسفې په نامه ولوستې، هغه ګنې شعر او فلسفه ده؟ نو که نه ده، بيا ګنې زما قضاوت د شعر او فلسفې په اړه سم دى؟
هره قافيه لرونکې او موزونه خبره شعر نه ده او نه کنايه او ګونګه خبره فلسفه ده. شعر د انساني ذوق خړوبوونکى هنر دى او فلسفه مو د ژوند په اړه فکر ته رابولي.
که خبره د “څه به وشي؟” وي؛ نو بيا تر ډېره لرې غزېداى شي، ځکه د شعر غوندې نور هنرونه او د فلسفې غوندې نور علوم هم شته، چې د انساني فطرت او فرهنګ په سطحي مطالعه کې يې نشت هم باک نه کوي؛ نو که موسيقي نه وي، څه به وشي؟ که نقاشي نه وي، څه به وشي؟ که تمثيل نه وي، که ټولنپوهنه نه وي، که ژبپوهنه نه وي، که د تاريخ علم نه وي، څه به وشي؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب يو دى او هغه دا چې، که څوک د لاس پر ځاى په پښه خوراک وکړي؛ څه به وشي؟ ځکه اړتيا خو خوراک ده او هغه په پښه هم کېږي.
يو عيب به رامنځته شي او هغه دا چې انسان به نامهذب ښکاره شي. هنرونه او علوم مو له وحشيتوبه راباسي او په مدني کولو کې راسره مرسته کوي.
موږ فکر کوو، چې ژوند ډېر ښه پېژنو او فلسفې، تاريخ، شعر ته اړتيا نه لرو، چې راته ووايې، چې ته څوک يې؟ له کومه ځايه راغلى يې؟ چېرته به ځې؟ او ژوند څه دى؟
“د سوفي نړۍ” کې سوفي ته په لومړني ليک کې دا جمله ليکلې وي” ته څوک يې؟ سره له دې چې پر ليک د سوفي د کور پته او د سوفي نوم وي. په دې توګه فلسفه موږ متوجه کوي، چې موږ چې څنګه پکار دي، هغسې مو ځان نه دى پېژندلاى او ډېرې داسې پوښتنې شته، چې له موږ نه په اعتياد کې ورکې دي؛ خو که د ځواب هڅه يې وکړو، په چلن او فکر کې به مثبت بدلون وانګېرو.
د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې د ژاک درېدا په نوم يو فيلسوف تېر شوى. نوموړي د تاريخ په اوږدو کې پر فلسفه خبرې وکړې او ډي کنسټرکټ يې کړه. فيمينستانو هم له دې طريقې نه استفاده وکړه او په تاريخ، ادب، ژبه او د فرهنګ په هر اړخ کې يې د نارينواکۍ پر کلچر انتقادونه وکړل.
موږ په پښتو کې وايو، بريالى سړيتوب نه لري. يا سړى هغه دى، چې همت ولري.
خو ښځه توب بيا ښه صفت نه ګڼو، بلکې د بل د سپکولو لپاره يې کاروو. په دې ډول فيمينزم نيوکه کوي، چې سړي ټول کلچر په خپله ګټه څرخولى، چې انسان ورته يوازې ځان ښکاره شوى. ”سړى” يې د ”انسان” ځايناستى کړى؛ نو کله چې موږ د انسان خبره کوو، اصلا د سړي خبره کوو.
په پښتنو کې د افراطيت، تشدد تر شا د ناسمې کورنۍ روزنې لاس دى. کله چې موږ خور يا لور په سپره کې خپل دوښمن يا په درانه ولور يوه ناخوښي خاوند ته ورواده کړو؛ نو دا فکر نه کوو، چې ژوند به يې څنګه وي او له دې ناسم کورني حالته چې اولاد پيدا شي، د هغوى روزنه او اخلاق به څنګه وي؟
فلسفه مو دې ته متوجه کوي، چې موږ ته چې څه سم ښکاري، سم نه دي، له ښځې سره زموږ چلن انساني نه دى او که له ښځې سره انساني چلن وکړو؛ سالمې کورنۍ جوړولاى شو، چې د دې کورنۍ اولاد به سم خلک وي.
فلسفه مو پام خپلو ډېرو درنو غلطيو ته وراړوي او پر ژوند باندې مو فکر ته وربولي، مهذبوي مو. فلسفه راته وايي، هغه څه چې ما ته واقعيت ښکاري، رښيتا هم واقعيت دى، رښتيا هم په دې ارزي، چې د بل سر پرې مات کړم؟ واقعيت څه شى دى؟ له انساني احساساتو بهر کوم موجود؟ که د انسان د خواهش زېږنده؛ نو که د خواهش زېږنده وي، بيا خو يې مطلق ګڼل سم نه دي او پکار نه ده، چې پر بل يې هم تحکيم کړم، ځکه بل ته به واقعيت د هغه د خواهش په رڼا کې بل ډول ښکاري.
دا چې فلسفي نظريه د فرهنګ د بل هر اړخ غوندي پرځاى نه پاتېږي او تل يوه بله نظريه پيدا کېږي، چې د تېرې نظريې نيمګړتياوې رابرسېره کوي، دا کوم عيب نه دى، بلکې کمال يې دى، چې تحول کوي او د نور پرمختګ امکان برابروي؛ خو ورسره د ژوند په اړه ډېرو ژورو بحثونو ته لار پرانيزي. ژور بحثونه مو د مسايلو ډېرو باريکيو ته متوجه کوي او په چلن او فکر کې مو ژوروالى راولي.
څوک چي د هنر او علم له ارزښت انکار کوي، د بشر د ذوق او فرهنګ په اړه ژوره مطالعه نه لري.
ډېره په زړه پورې ليکنه