تاند- مرستندویې موسسې وايي چې په افغانستان کې به سږ کال جګړه د تېرو کلونو په پرتله خورا زیات افغانان ووژني او یا ټپیان کړي.

وسله والو طالبانو د سولې پیغام ته مثبت ځواب ونه وایه او تېره اوونۍ یې د عزم په نوم د جګړې د یوې نوې څپې د پیلولو اعلان وکړ.

دوی وویل چې په افغانستان کې به بهرني سفارتونه، دولتي ودانۍ او پوځي هدفونه په نښه کړي.

تېر کال، له کله چې ملګروملتو په ۲۰۰۹ کې د افغان ملکیانو د تلفاتو شمېرنې پیل کړي دي، تر ټولو زیات ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي. ۲۰۱۴ کال په دې خاطر بې ساری و چې تر ۱۰ زره زیات افغان ملکیان پکې مړه او ووژل شول.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د خاص استازي مرستیال مارک باودین رویټرز خبري اژانس ته وویل:«موږ سږ کال د ملکیانو د تلفاتو د زیاتېدو اټکل کوو. روغتونونه د تېر کال د ورته مودې په پرتله سږ کال د دوه هومره مرګ ژوبلو شاهدي ورکوي.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم پرون د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په وړاندې خبرداری ورکړ ویې ویل چې د دوی له لوري د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله روغتونونو ته د رسول شویو ټپیانو په شمېر کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

4 thoughts on “نړیوالې موسسې د افغانانو د مرګ ژوبلو د بې سارې زیاتېدا اټکل کوي”
  1. رشتيا هم دا نړۍ والې موسسې دي او دا سليب سرخ دا ټوله دامپريالستي سسيټم ښاخلې دي دوئ خبر دي چه سږ کال دوئ دافغانستان په تباهي کي ويل کيږي چه۶۵ميلونه ډالره بودجه ئې ورته ايښې ده دا ددوئ پيش ګوئې نه ده بلکي ددوئ پلان دئ .هر څومره چه ژر کيدائ سې ددې خيره اوداسو نورو مخه بايد ونېول سي.

  2. دوستانو ملګری ملتونه اونړيوالی موسسی راغلی چی زموږ دمړوشميره ونيسی دژونديوپه قصه کی موندی، ، دوی ديوه دلال وظيفه تر سره کوی دنور ورکړل شوی پيسی ويشی ددغو موسسو موجوديت زموږ په هيوادکی دغلا چوراوچپاول فرهنګ رامنځته کړی .اياملګری ملتونه نشی کولای چی په هغوهيوادونو چی لاسونه يي معلومداره زموږ دخلکو په وينو سره دی سولی ته راوبولی؟ ملګری ملتونه دخپلی اساسنامی دتطبيق په وړاندی عاجز دی.داملګری ملتونه نه بلکه ديو زبرځواک دوهم کانګرس دی ايا پاکستان اوايران زموږ په هيود کی دجګړی مستقيم عاملين ندی ؟همدارنګه دوی ددی سازمان غړی توبو نه لری ؟ هغه زبرځواکونه چی دجګړی سمبالونکی اومالی کومک کونکی، چی دهمدغه سازمان غړيتوب لری ورته نشی ويلی چی ولی مو دا اور بل کړی ؟ ،او ورته ووايي چی دافغانانودوژنی څخه نورلاس واخلی اونړيوالی محکمی ته يي دمحاکمی لپاره وړاندی کړی، دا هيوادونه خو په جنګی جرايموککړ دی اودهغو په کتار کی راځی، داپورته موسسی دی دمړودشميرپه بدل کی په جګړه کی په ښکيلو هيوادونو زور واچوی چی نوره دا نا بلل شوی ددوی له لوری پرافغانانو ټپل شوی جګړه بس کړی اوافغانان دی نه وژنی ،اوهم به دوی دشميرنی څخه خلاس شی. کامياب دوی زموږ خلک

  3. دا څنګه نړیواله ټولنه ده چې د افغانستان د خلکو وژونکي هم پیژني خو خپل آواز هم نه باسي او یوازی راپورنه خپروی. که دا وژني په په کوم بل هیواد کې وای نو اوس به ددوی نارې او سورې ټوله دنیا نیولې وای. خو بی ناموسه پاکستاني حکومت د افغانانو په وینو لوبې کوي او دوی یوازی راپورونه خپروی.

  4. ډیر ښه زمونږ د مړو شمیره درڅخه کم او زیات نه شی کره شمیره نیسسی ځکه همدا تاسو دلالان یاست چی یوازی زمونږ دمړو او زخمیانو راپور ورکوی . او دشیطانی جال مو د مرستو د پردی تر شاه غوړولی . او اوس دادی د بزرګی دعوا هم کوی او اټکلونه هم کوی چی سږ کال څومره مړه کیږو ، دا ځکه چی تاسو د خپلو بادارانو هغه درکړی پیسی چی د شیطانی په موخه یی درکړی دی هغه ویشی او شیطانی خپروی نور مونږ ستاسو ( مرستندویه ) موسسو نه څه د خیر تمه نه لرو بس مونږ په آرامه پریږدی . مونږ یو داسی ملت یو چی کلونه مو په سختو شرایطو کی تیر کړی دی او د یو داسی بادشاه چی هغه الله ج دی بندګان یو چی تل یی د رحمت دروازی زمونږ پر مخ پرانیستی دی . که مونږ د شیطانانو له مرستو لیری او د الله ج ته رجوع وکړو نو په دی کی شک نشته چی هر څه به ښه وی او هیڅ کله به د مرستندویه ټولنو احتیاج نه اوسو .

ځواب ورکول fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *