1. تاند- نړیوال بانک وايي، سره له دې چې افغانستان د لوړې اقتصادي ودې ظرفیتونه لري خو ناامنۍ، وچکالۍ او سیاسي بې ثباتۍ د دغه هیواد اقتصادي وده سوکه کړې ده.

نړیوال بانک د افغانستان اوسنۍ اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ بللې او ویلي یې دي چې حاضردمه د افغانستان اقتصادي وده د جنوبي اسیا د هیوادونو په منځ کې تر ټولو ټیټه ده.

دې بانک، چې د نړۍ د هیوادونو د اقتصادي وضعیت په اړه هر کال څېړنیز راپورونه او سروې ګانې خپروي، په تازه راپور کې ویلي، د افغانستان د حکومت اقتصادي سیاستونو د اقتصادي ودې لپاره شرایط برابر کړي خو نا څرګندو سیاسي حالاتو، امنیتي ستونزو او پر له پسې وچکالیو د دې هیواد اقتصادي وده ورو کړې ده.

دا بانک وايي چې په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان اقتصادي وده نژدې ۲ سلنه وه خو اټکل کوي چې په ۲۰۲۰ کې به ۳ اعشاریه ۲ او په ۲۰۲۱ کې ۳ اعشاریه ۵ ته لوړه شي.

نړیوال بانک وايي چې افغانستان تر دې د لوړې اقتصادي ودې بالقوه ظرفیت لري او که له طالبانو سره د سولې موافقه وشي د افغانستان اقتصادي وده به څو برابره زیاته شي.

دې بانک د اقتصادي ودې په لاره کې د خنډونو د لېرې کولو په اړه د افغانستان د حکومت اصلاحات او نوي پالیسۍ ستایلي دي.

One thought on “نړیوال بانک وايي د افغانستان اقتصادي وده سوکه شوې”
  1. طالب د همدې لپاره ګمارل شوی چې د افغانستان اقتصاد ته ضربه ورکړي، خلک یې ووژني او پرېنږدي چې افغانستان د پاکستان له ګروته ووځي.

ځواب ورکول Aslam Sultani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *