میوند شینواری –

۲/۱/۲۰۱۵

د کرکټ ۲۰۱۵ نړیوال جام په رانږدې کېدو سره مې نږدې یوه میاشت وړاندې په یوه لیکنه کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې کرکټ بورډ د لوبډلې په ټاکلو کې بیا سلیقوي چلند یا بېغوري و نه کړي. په لیکنه کې پر شفق، نورعلي او عثمان غني ډېر تاکید شوی و چې باید په لوبډله کې وي، ما ویل که یادو لوبغاړو کې کوم یو ټپي هم وي په دومره وخت کې یې درملنه شونې ده. لیکنه مې کرکټ بورډ ته هم استولې وه. اوس چې دا دی لوبډله ټاکل شوې ، د نور علي ځدران نوم پکې بیخي شته نه ، شفق په اضافي لوبغاړو کې دی او عثمان غني یې اخیستی دی.

کرکټ بورډ د نورعلي ځدران د نه اخیستو لامل د فزیکي وضعیت خرابوالی او نړیوال جام ته د تیاري لوبو نه بې برخې والی ښودلی، دوی وايي نورعلي ځدارن له هغو لوبغالو سره بلدتیا نه لري په کومو چې د نړیوال جام لوبې ترسره کیږي. دا چې نورعلي ځدران ولې نړیوال جام ته د چمتوالي په لوبو کې نه و اخیستل شوی، د کرکټ بورډ چارواکي یې پړه د کرکټ بورډ پر پخواني مدیر ور اچوي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا یواځې یو مدیر کولای شي چې د یوه لوبغاړي برخلیک وټاکي؟

ایا د چمتوالي په لوبو کې د نورعلي ځدران اخیستل یا نه اخیستل یواځې د مدیر کار دی که نور چارواکي پکې هم رول لري؟؟

نورعلي غوندې کلیدي لوبغاړي سره داسې سلیقوي چلند او بې تفاوتي هېڅ د بخښلو نه ده، هغه خو باید لا څو میاشتې وړاندې نړیوال جام ته په پوره ډول چمتو شوای وی.

د کرکټ مینه وال ډېر ښه پوهیږي چې څوک د ښو لوبو کولو وړتیا لري او څوک یې نه لري. که ووایم چې نورعلي غوندې بل د ۵۰ اوریزو لوبغاړی اصلآ لرو نه، نو شاید مبالغه به مې نه وي کړې.

را به شوو شفق ته! شفیق الله شفق په اضافي لوبغاړو کې اخیستل او بیا دا دلیل راوړل چې هغه د ۲۰ اوریزو لوبغاړی

میوند  شینواری
میوند شینواری

دی، مونږ که شفق په ۱۵ کسیزه لوبډله کې اخلو نو مجبور یو چې یو بل توپوهونکی لرې کړو.

 تاسو مو ټوله لوبډله کې ماته د شفق او نورعلي غوندې توپوهوونکي راوښایئ کنه !! دا دواړه هم په پنځوس اوره او هم په شل اوریزه لوبه کې لوبه کولای شي.

مونږ هغه څه وایو چې حقیقت وي، د شهزاد نه اخیستل پر ځای پریکړه ده، ځکه چې هغه د زیات وزن او ناسمې کارکردګۍ له امله باید یا ځان جوړ کړي او یا په کور کیني.

کرکټ بورډ ته وړانديز: که امکان یې وي نورعلي لوبډلې ته راولئ، سری وخت دی، راتګ به یې پېښماني و نه لري.

شفیق الله شفق د میرویس اشرف یا کوم بل لوبغاړي په ځای ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل کړئ. که تاسې میرویس د الرونډر په توګه د شفق پر ځای اخیستی وي نو تېروتنه مو کړې ده. د میرویس توپوهنه له شفق سره اصلآ د پرتلې وړ نه ده او توپ اچونه یې هم هغومره نه ده چې د شفق ځای ونیسي.

شفیق الله شفق په لوبډله کې تر ټول ښه فیلډر(توپ نیوونکی) دی، ښه کيپر دی او تر ډېرو ښه توپوهونکی هم دی. که په نړیوال جام کې مو ونه لوبوه نو لویه بې انصافي او خیانت به مو کړی وي.

——————————-

تاند د یوې ازادې او خپلواکې ویبپاڼې په توګه د هر چا نظر خپروي خو د دې معنا دا نه ده چې په تاند کې د لیکوالو په نوم له خپرې شوې لیکنې سره تاند موافق دی. کېدای شي د لیکوالو په نوم لیکنې د یوه لیکوال یا ډېرو کسانو د نظر ښکارندوی وي.

2 thoughts on “نړیوال جام کې د افغان لوبډلې په اړه اندېښنې رښتیا شوې”
  1. د دوه سری حکومت مرکب نوم (غنی عبدالله )!

    داخو باید ومنو چی دافغانسان موجوده نظام دسیاسی جوړ جاړیو په نتیجه کی رامنځته شو او د ولسونو په مبارزه ،قربانیو او سپیڅلو رایو جوړجاړی وشو او انتخاباتوخپل اصلی مشرعیت له لاسه ورکړاو دغنی عبدالله په نوم یو غیر مشروع نظام رامنځته شو تاریخ شاهد دی چی په افغانستان کی همیشه دخلکو سپیڅلی مبارزی یو بل رنګ غوره کړی او ولسونو دپخوا په شان په بدبختیو او لمبو کی سوځیدلی پاتی شوی دی دکرزی په دیارلس کلنه دوره کی شمالی ټلواله دقدرت له حیثه اوج ته ورسیدله چی دانتخاباتو په کش مکش کی ټولو پښتنو ته یی ګوت څنډنه کوله او حتی لکه څرنګه چی سیاست مور اوپلار نه لری نو دوخت جمهور ریس هم دخپل سیاست ښکار شو اوبالاخره عکسونه یی ورته تر پښو لاندی کړل؛ دا به منو چی خلک او خصوصاً پښتانه دشمالی ټلوالی د لنډغرۍ نه تر سپیښمو رسیدلی وو نو ویی غوښتل ترڅو دزړه له اخلاصه مبارزه وکړی ترڅو داکتر صیب محمد اشرف غنی احمدزی دافغانستان د سراسری ولس ولسمشر شی او دغه روانو بدبخیتو او لنډغیرو ته دپای ټکی کیږدی.
    قانون باید په تمامه مانا تطبیق شی او دمساوات اصل عملی شی ولسونو خپله سیاسی مبارزه په صداقت سره ترسره کړه او دهر ډول تهدیدونوپه مقابل کی یی د سر په بدله په سیاسی پروسه کی برخه واخیسته کور یی ودان تر دی دمه ولسونو خپل مسولیت په اساسی توګه ادا کړ نور نو له دی ځایه مسولیت د داکترصیب په غاړه شو.
    داکتر صیب چی په انتخاباتی مبارزه کی ډیر جدی ښکاریده اما کله چی مسله یو څه حساسه شوه او دموازی حکومتونو او نارنجی حرکتونو ناندری رامنځته ته شوی نو داکتر صیب غنی هم څټ یو څه اوږد کړ چی بالاخره نړیواله وتلی څیره او پښتنو په اصطلاح تکړه جرګامار جان کیری زحمت وویست او کابل ته یی تشریف راوړ دا چی پښتانه دمعمول له مخی جرګی ته منفی ځواب نه وایی نو هماغه وو چی ډیزاین شوی یو طرفه پريکړه چی دداکتر عبدالله په حق کی وه په غنی ومنل شوه او دنظام واګی نیم په نیمه سره وویشل شوی او دملی وحدت تر شعار لاندی یو ایتلافی او دسهامی شرکت دوه سری حکومت رامنځته شود داکتر صیب غنی دا عمل دغندلو وړ وو اما پښتنو بیا هم زغم او تحمل وکړځکه چی دده په حق کی یی مبارزه کړی وه او بله چاره یی نه درلوده او فکر یی کوو چی غنی به ارګ ته په ننوتلو دخپل قاطعیت له مخی ټولو شوو ژمنو ته دعمل جامه واغوندی امابرعکس دتحلیف دمراسمو په ورځ چی یو ځل بیا قانون په تمامه مانا نقض شو او دا صولو خلاف شپږو نفرو د تحلیف مراسم پرځای کړل ولسونه یو ځل بیا مایوسه شول او په ادامه یی داکتر صیب غنی ورځ تر بلی په خپلو کړنو کی پاتی راځی چی بیلګی یی دکابل بانک دقضیی دوسیه تحریکول او نه نهای کول دی ، دکابینی په وخت نه ټاکل چی علت یی دافرادو په سرد(غنی عبدالله ) ددوه سری حکومت عدم توافق او دریم دهغه کرغیړن قانون توشیح کول وو چی په نتیجه کی یی افغانانو خپل ملی هویت هم له لاسه ورکړ چی دا هر څه د (غنی عبدالله) د دوه سری حکومت په اوایلو ترسره شول او زه یقین لرم چی په نژدی راتلونکی کی به دورته بدبختیو شاهدان اوسو دا ټول دپښتنو دهغی مبارزی او تکالیفو ثمره وه چی دغنی په حق کی یی کړی وه پښتنو تر دی دمه خو مو غنی ثواب نه شو الله مو ثواب وکړه

  2. ګرانه وروره شینواري صیب ! دا خو درسره منو چې نورعلي او شفیق د محمدنبي عیسی خیل نه هم تکړه دي خو شهزاد دهمدې وزن په درلودلو سره ، سره بیاهم د آسیایي المپیک د جام سپینزر مډال افغانستان ته وګټله اوکله چې افغان ای ټیم د پاکستان ای ټیم ته ماته ورکړه ۱۷ منډې پکښې د شهزاد وو.
    بله خبره داهم مهم دی چې میرویس اشرف په شان لوبغاړي ډیرکم پیداکیږي چې هم ویکتونه اخلي هم منډې ډیرکم ورکوي او هم منډې جوړوي میرویس اسرف وو چې داماراتو نه مونږ ته یوه لوبه وګټله ، ستاسو به هیرشوی وي خو زمونږ نه هیریږي .کوم استعداد چې په میرویس اشرف کې شته دا استعداد په حمید حسن او دولت ځدران کې هم نشته .
    که د نورعلي ځدران ،شهزاد او شفیق پرځای لیرې کیږي نو د دولت احمدزی او رئیس احمدزی ناچله سکه ناصرجمال دي باید لیرې شي .افتاب عالم دهستي ګل او تاج ملوک ناچله سکه دې باید لیرې شي چې دملي ټیم استعداد تراوسه دواړو کې نشته خو دخپل واسطو په زور په ټیم کې په زوره منډل کیږي .
    د آفتاب عالم پرځای دې یمین احمدزی راوستل شي ( آسترالیا په سفر کې د یمین احمدزی ریکارډ وګورئ .)

ځواب ورکول نقیب الله هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *