بدلون

د بدلون اوونیزې سرلیکنه –

موږ افغانان یوازې هغه بدبختې، بدبختې بولو چې لاس په لستوڼې ور سره لاس و ګرېوان اوسو؛ مثلاً: چې جنګ و تروریزم مو هره شېبه ګواښي، بېکارې تنفسوو، فقر مو لکه پوست را پورې موښتی دی؛ بمونه و مرمۍ لکه باران را باندې اوري، دولتي فساد مخ را لګولی دی، د لوږې اور مو نسونه را سوځي، د ناروغیو شیطان مو شیریانونه کمزوري کړي، د احتیاج بلا پر لغړه بې عزتي اړولي یو، د رزق در مو په اووم آسمان کې تړل شوی او… نو موږ یوازې همدغه بدمرغۍ بولو ځکه مخامخ مو په بالفعل ډول ځپي خو هغه پدیدې چې په اوږده مهال کې مو پر نه جبرانېدونکي شر اړوي، نه ور ته متوجه یو او نه د هغه چا پر سُرنا غوږ نیسو چې توجه مو ور ته را اړوي لکه: د اوبو، هوا، خاورې او چاپېریال ککړتیا، د نفوسو بې کنټروله او محشرخېز ډېرښت، د ناپوهۍ بده بلا، سرتاسري جهالت، مذهبي لېونتوب و افراطیت، غیرمعیاري و مدني ضد نصاب، د جنګ- جګړو اوږدمهاله وژونکي اغېزې، شنې ځمکې په استوګنو سیموبدلول، د اوبو بې رحمانه ضایع کول، په ناقانونه او ناانسانې توګه ځنګلونه وهل، وچکالۍ، د هوا بدلون او سلګونه نورې بلاوې.

ډېره بده لا دا چې د بالفعل بدمرغیو علاج ممکن دی خو د ډېرو بالقوه بحرانو چاره په ډېرو مواردو کې ناممکنیږي او دا هغه زهرجن واقعیت دی چې موږ اکثریت وګړي نه په پوهېږو او هغوی چې په پوهیږي نو د پیام رسولو توان یې فلج غوندې دی.

راځئ چې په دې سرلیکنه کې د داسې یوې خطرناکې پدیدې په باب بحث سره وکړو چې هم مو الآن لکه وژونکې بلا پر ژوند مسلطه ده او هم یې په راتلونکې کې ګواښ لا پسې زیاتیږي او بالآخره مو د یوې بشپړې بشري فاجعې له یو مخیزې تباهۍ سره مخامخوي، دا غمیزه زموږ چاپېریالي ککړتیا او په نتیجه کې بې بدترین اقلیمي بدلون دی چې د نورو بدمرغیو او بې غوریو له لاسه هیچا جدي توجه نه ده ور ته کړې او لا ډېره خطرناکه خو دا چې، دا یوازې د افغانستان او درېیمې نړۍ فاجعه نه بلکې د ټولې پرمختللې جهان په شمول یې د دنیا فرد- فرد او غونډه د ځمکې کره د نابودۍ له دوک سره مخ کړې ده؛ د روانو اقلیمي بدلونو په شکل د دې فاجعې درد همدا اوس د نړۍ او افغانستان هر انسان سخت ځپلی دی، که یې په وړاندې روانه بې تفاوتې دوام ومومې نو ټول بشر به د یومخیزې نېستۍ پر شر واړوي.

دا فاجعه ولي او څنګه د رامنځته کېدو په حال کې ده؟

د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په طبیعت او ژوند چاپېریال کې د انسان په لوی لاس لاسوهنې د ځمکې پر مخ ټول ژوند، آن غیرژوندي موجودات له مرګوني ګواښ سره مخ کړي دي؛ په دوو وروستیو پېړیو کې په ایکو سیسټم کې د انسان فعالیت ډېر پراخ وو او د دې کار له ډاروونکو پایلو سره نن ورځ انسان د مرګ و ژوند له سوال سره مخ دی لکه: د ځمکې د تودوخې زیاتوالی، د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا، د ژوو او شینګیاوو ناروغۍ و له منځه تګ، په طبیعت کې د ژوندانه د رنګا رنګۍ پیکه توب، د اوزون پردې تخریب، د خاورې شوړېدل، ځنګل وهنې، د طبیعې شنو سیمو او څړځایو له منځه تګ، شنې ځمکې په سپیرو بیایانو بدلېده، تباه کوونکي سېلابونه، په ژوندیو موجوداتو کې د چټکو جنیټیکي بدلونو رامنځته کېده، د کیمیاوي، په تېره بیا انتی بیوتیک درملو په مقابل کې د انساني، حیواني او نباتي ناروغیو د عواملو مقاومت او…

د امریکا دفاع وزارت «پنتاګون» ویلی چې د اقلیم بدلون ډېر لوی ګواښ، له یوې ورځې بلې ته ډېرېدونکی او د امریکا د امنیت لپاره څو اړخیز خطر دی، د دغه هیواد ولسمشر بارک اوباما هم څو واره دغه وضعیت د امریکا د راتلونکې لپاره لوی تهدید بللی او ویلي یې دي چې «باید همدا اوس لاس په کار شو.»

 د هوا بدلون د ګواښونو مور بلل شوې، د همدغه جدیت له امله په ۲۰۱۱ کې پاکستان خپل د «چاپېریال وزارت» نوم په «اقلیمي بدلون وزارت» واړاوه.

د اقلیمي چارو پوه ډاکتر بسکي په باور، موږ د بحران تر پړاوه ور تېر او «نه جبرانېدونکې» مرحلې ته نژدې کېدونکي یو.

د ملګرو ملتو په وینا، په ۲۰۰۷ کال کې د نړۍ ۹۰٪ تر ټولو ناوړې پېښې د اقلیمي تغیراتو له امله رامنځته شوي، نور نو تاسو اټکل کولای شئ چې یوازې ۱۰٪ یې د افراطیت، جنګ جګړو او تروریزم له امله وې خو له بده مرغه دا زموږ د خلکو، شاید د نړۍ ډېرو موږ غوندې غافلو انسانانو لپاره د پوهېدو وړ نه وي.

په وروستیو دوو پېړیو کې د فوسیلي موادو لکه تېلو، ډبرو سکرو، لرګیو او نورو د سونګ او صنعتي فعالیتو له امله شین کوریز غازونه، چې د تودوخې او هوا بدلون اساسي عامل دي، ۴۰٪ زیات شوي او ډېره وحشتناکه خو لا دا چې که یې موجوده اندازه هم پر خپل حال پاته او نور هیڅ ور زیات نه شي نو بیا به یې هم ناوړې اغیزې تر راتلونکو زرو کالو پورې پاته وي، پرهمدې اساس ویل کيږي د اوسنی وضعیت د دوام په صورت کې به د یوویشتمې پېړۍ تر پایه د ځمکې ګرمې ۶ سانتې ګرېډ درجې زیاته شي او په قوي امکان سره به د سمندر سطحه ۸۰ سانتې متره لوړه شي چې د سېلابو، توپانو او ډېرو نورو مرګونو پایلو تر څنګ به د سمندر تروې اوبه د استعمالېدونکو خوږو اوبو سره ګډې او له کاره  واچوي، له بله اړخه به د نړۍ ټولې ساحلې سیمې، هیوادونه او ټاپوګان غرق شي؛ د دې یوه ښکاره بېلګه د پاکستان د «نیشنل انستیتوت اوف اوشنوګرافي» په نوم یوې ادارې خبرداری دی چې له ۳۵- ۴۵ کالو پورې به د دغه هیواد څلوېښت میلیوني ستر کراچي ښار ټول په سمندر کې ډوب شي، چې ډېرې سیمې یې همدا اوس لا اوبو لاندې کړي دي.

د ډېرو نورو اروپایي هیوادو تر څنګ برازیل، هند، چین او امریکا هغه چټک پر مختلونکي صنعتي هیوادونه دي چې د بشر او خاصتاً خپلو هیوادوالو د ژوند په قیمت په خورا بېسارې لېونتوب سره صنعتي پرمختګ ته اړم شوي او دا اوس په یوه ټولمنلي تیوري بدله شوې چې د ځمکې په اټموسفیر کې د ګلخانیې ګازو خپرېده مخامخ له ماډرن اقتصاد سره رابطه لري او دا د اقلیمي بدلونو اساسي عامل بلل کيږي.

د چاپېریالي فاجعې دوه مخه:

چاپېریالي غمیزه دوه مخه لري، یو یې نړیوال دی چې ناوړې اغیزې یې د ځمکې ټول اوسېدونکي، ژوندي و نا ژوندي موجودات، په تېر بیا انسانان، ژوي او نباتات د نېستۍ تر بریده متضرره کوي او بل مخ یې سیمه ییز او محلي دی لکه د ځنګلو او څړځایو له منځه وړل، زراعتي سیمې په استوګنو محلو بدلول، د اوبو نه مدیریت او په بې غوري سره ضایع کول، د نباتي او ځنګلي پوښښ په له منځه تګ سره د سېلابو راتګ، د نورو ستونزو تر څنګ د خاورې پرېولل و شوړېده او ډېرې نورې بدمرغۍ چې د هغې سیمې پر اقتصادي- اجتماعي ژوندانه مرګوني ګوزارونه ګڼل کيږي.

الف- نړیوال مخ:

له دې سره- سره چې د ځمکې کره د متمدن انسان له لاسه پر لوی شر اوړېدونکې ده خو ښه خبره دا ده چې همدغه انسان د دغه لوی زیان درک لري او د کنټرول لپاره یې لاس و پښې هم وهي، له همدې امله د انساني فعالیتو په اثر په اټموسفېر کې د شین کوریزو غازو د غلظت له زیاتوب سره په ۷۰- یمه میلادي لسیزه کې په علمي کړیو کې د دغه بحث اهمیت ته پام واووښت، وروسته په ۱۹۹۲ کې په ریو غونډه کې د «اقلیمي بدلون کنوانسیون» په نوم معاهده مطرح او د ۱۵۴ هیوادو په امضاء سره له ۱۹۹۴ څخه پلې شوه، بیا د پرمختللو هیوادو د ژمنو د لا ټینګښت په موخه په ۱۹۹۷ کې «کیوتو پروتوکول» لاسلیک او په ۲۰۰۴ کې تطبیق شو.

د دغه پروتوکول غړي هیوادونه هر کال د کنوانسیون د اجرایي اړخ د ارزونې لپاره غونډې کوي چې ۲۱- مه یې د ۱۹۵ هیوادو د استاځو په ګډون د ۲۰۱۵ کال د نومبر له ۳۰- مې څخه د ډسمبر تر ۱۲- مې پورې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې جوړه شوه چې د چین، روسیې او امریکا ولسمشرانو، هند لومړي وزیر او افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون پکښې وکړ، دا په نړیواله کچه یو بېسارې، جدي او هیجاني پنځوس زره کسیز کنفرانس وو او د جدي بحثو له امله تر خپل وخت یوه ورځ زیات وغځېد، همدارنګه د دغې غونډې په حاشیه کې په یوه بل بې مثاله فعالیت سره لسګونو زرو مظاهره کوونکو د اسټرالیا له سیډني څخه د جرمنې تر برلین پورې لاسونه سره ورکړل او د نړۍ پر مشرانو یې فشار واچاوه چې په پاریس کنفرانس کې له نړیوالي تودوخې سره د مبارزې لپاره سره یو لاس شي؛ د دې تر څنګ د پاریس په ریویلیک میدان کې ۲۰ زره جوړې بوټونه هغو غایبو لاریونیو کښېښوول چې پر پاریس د داعش د ترهګریزو بریدو او بېړني حالت د اعلان له امله مظاهرې ته را و نه وتلای شوای.

یوه مدني فعال چې فرشتې غوندې کالې یې اغوستی، لوی وزرونه یې ور پسې کشول او پر لیکلي ول «سکاره مو  وژني» همدا رنګه د د غه کنفرانس په څنډو کې د ټول جهان لکه: اسټرالیا، المان، بریتانیا، برازیل او امریکا په لویو ښارو کې دوه زره مراسم جوړ شول او دا په تاریخ کې د اقلیمي اقدام یوه تر ټولو ستره ورځ وبلل شوه.

د ډسمبر پر ۱۲- مه کنفرانس ۴۲ مخیز پریکړلیک تصویب او وروسته د امریکا او چین ولسمشرانو، بارک اوباما او شي جین پینګ، چې د نړۍ تر ټولو ستر ککړوونکي رهبران دي، په یوه ټلیفوني تماس کې تعهد وکړ چې د دغه قرارداد د تطبیق لپاره به ګډ کار کوي.

په دغه کنفرانس کې د شنې یا پاکې انرژۍ پر کارولو او له فوسیلي هغې څخه پر مخنیوي ټینګار وشو؛ غونډې ته ډاکتر غني، چې د چا خبره ډک لاس ورغلی وو، وویل چې افغانستان په دغه لار کې مؤثره ونډه اخیستای شي ځکه له اوبو، لمر او باد څخه د ۳۱۶۰۰۰ میګاواټه پاکې انرژۍ د تولید ظرفیت لري، د دې تر څنګ هم له افغانستانه او هم منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا، په تېره بیا هند ته، چې ډېره چټلوونکې صنعتې حوزه ده، د پاکې انرژۍ په تراتزیټ سره په ټوله سیمه کې د هوا ککړتیا را کابو کولای شي.

ب- سیمه ییز مخ:

د اقلیمي بدلونو بل مخ سیمه ییز دی؛ دلته موږ پر افغانستان تمرکز کوو، هیله ده د افغانانو فرد- فرد ژور فکر پکښې وکړي او ځان په دې پوه کړي چې موږ څومره سرشار ظرفیت لرو؟ څومره د دې ظرفیت په کارولو کې بې لاس و پښو او بې فکره یو؟ څومره وژونکی زیان مو کړی؟ زموږ هر یوه مسؤلیت څه دی؟ او څه کولای شو؟

د آب و هوا د بدلانه معلول نور نړیوال دي خو تر ټولو تبا کوونکې تبه به یې موږ افغانان تجربه کړو، همدا اوس- اوس افغانستان له دې امله سخت زیان زغملی دی؛ د نړیوال بانک د محاسبې پر اساس یوازې په کابل کې هر کال یو میلیون ټنه چټلوونکي مواد (د ۶۷۰ زره ټنه کاربن ډای اکسایډ او ۹۷ زره ټنه مونو کاربن اکسایډ په شمول) هوا ته ور ایله کیږي، نور یې نو اټکل خپله وکړئ.

د یوې المانۍ څېړنیزې ادارې (German watch) د تحقیق له مخې، له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۱۴ پورې افغانستان د نړۍ شپاړسم هیواد وو چې سختو سېلابو وځاپه.

د هر افغان د وجود ذره- ذره د تېرو دوو لسیزو نالتې وچکالیو څخه متاثره ده او دا دی سږنی ۱۳۹۴یم کال هم یو مخ وچ کلک پر وتو دی چې ښایي د ډېر بې تفاوت او غافل انسان لپاره هم تر دې بل د بدبختۍ واضح مثال و نه اوسي.

افغانستان په وچه کې را چاپېر هیواد دی، اقلیم یې وچ یا نیم وچ دی، ژمی یې ډېر یخ او اوړی یې سوځوونکی وي.

زموږ د هیواد ۱۲٪ ځمکه د کښت وړ ده؛ ۵٪ یې چې ۳،۳ میلیون هکټاره کيږي تر اوبو لاندې او کرل کيږي خو ۷٪ یې چې ۴،۵ میلیون هکټاره کيږي، للمي ده او په وقفه یې توګه کرل کيږي ځکه په باران پورې تړلې ده، که باران نه وي نو بیا وچه بیدیا پاتيږي.

د خوږو اوبو له مخې افغانستان د سیمې تر ټولو شتمن هیواد ګڼل کيږي خو جنوبي او جنوب ختیځې برخې یې سختې بې آبۍ ځپلي ځکه تر نیمې زیاتې په میلیارډو متره مکعبه اوبه یې هر کال مفتي پردیو هیوادو ته ور بهیږي، یو تازه رپوټ وايي چې د هرات د هریرود حوزې ۹۰٪ اوبه وړیا زموږ له وجوده وزي خو له بده مرغه چې زموږ واکمنو د اوبو د مهار او مدیریت لپاره جدي اقدام نه دی کړی.

څېړنې ښيې چې له ۱۹۶۰ څخه، په هر لسیزه کې د افغانستان هوا ۱۳ ،۰سانتي ګرېډ ګرمه شوې؛ اوس دوې نظریې مخته پرتې دي: یوه وايي چې د افغانستان هوا به تر ۲۰۵۰ پورې ۱،۵ او تر ۲۱۰۰ پورې ۲،۵ سانتي ګرېډ توده شي او بله تیوري وايی چې تر ۲۰۲۵ پورې به ۳ او تر ۲۱۰۰ پورې به ۷ سانتي ګرېډ درجې ګرمه شي، دا په داسي حال کې ده چې همدا اوس له دې درکه افغانستان له بشري ناورین سره خپړې لګوي، د ولسمشر غني په وینا ټولې زراعتې زېربناوې یې له منځه تللې، ۳۶٪ نفوس یې د فقر تر کرښه ټیټ ژوند کوي او بېکارې و هراړخیزه بدمرغې یې ورځ په ورځ لا پسې زیاتیږي.

په افغانستان کې د صنعت د نه پرمختیا له امله، د کاربن ډای اکسایډ په تولید کې زموږ نقش ډېر لږ دی، د نړیوال بانک د شمېرو له مخې افغانستان په ۲۰۱۳ م کال کې ۱۲۲۵۱ متریک ټنه کاربن ډای اکسایډ تولید کړی وو خو په نسبت یې په همدغه کال کې د پاکستان دا ۱۳ برابره، د ایران دا ۴۷ برابره او د امریکا دا ۴۳۳ برابره زیات وو.

که څه هم افغانستان د نورو هیوادو په پرتله د اقلیم په تغیر کې لږه ونډه لري خو د زیان بار یې تر بل هر چا دروند او ملا ماتوونکی دی؛ د امریکا د نوتردام پوهنتون د څېړنې پر اساس افغانستان د اقلیمي تغیراتو په وړاندې د آسیا تر ټولو او د نړۍ څوارلسم زیانمنونکی هیواد دی.

د زیات زیان سبب یې دا دی چې زموږ هیواد تر هر څه زیات پر زراعتي سکتور متکي دی، طبعاً چې د ګرمۍ د ډېرښت او باران د کمښت له امله زراعت سخته ضربه ویني، ساراوې پراخیږي، روانې اوبه، چې د ذخیرې هیڅ تدابیر یې نشته، لږیږي آن یومخ وچیږي، یخچالونه ویلي او سېلابونه راځي، مسلسلې وچکالۍ هر څه ځپې او دا هر څه هره لحظه موږ په خپل پوست و هډوکو محسوسوو.

له بلې خوا د هوا بدلون د هیواد اقتصاد هم ځپي ځکه دا له یوې خوا د عوایدو د کمښت او له بله اړخه د دولتي لګښتو د زیادښت سبب کيږي، د عوایدو د لږوالي عوامل به د زراعتي محصولاتو کمی او د ګرمۍ له لاسه د کارګرو د توان کمزوري وي او له بلې خوا، له طبیعي آفاتو سره د مبارزې لپاره دولتي بودیجه ډېره په کاریږي او دا په پاموړ توګه د بودیجې کسر رامنځته کوي.

دا فاجعه چې څومره جهاني او جدي ده، هغومره د ډېر بحث وړ ده، هیله ده چې زموږ هر وګړی د خپل توان په اندازه په دې باب جدي بحث او فکر وکړي او یوې سرتاسرې اجماع ته لار سره پرانیزو، په نهایت کې یوې نړیوالې همږغۍ ته هڅه وکړو ځکه د ټولو انسانانو تباهي و ژغونه مشترکه ده، دلته اصلاً استثناء وجود نلري.

موږ که عام یو یا خاص، اول باید خپله هر کس له دې وحشي واقعیته و بیریږو، که ښه سم و ډارېدو نو مانا یې دا ده چې په دې سرساموونکې کیسه پوه شوي یو، بیا نو د مسؤلیت احساس هم کوو او په دوهم ګام کې باید هر په مخه راتلونکی انسان هم د ورته مسؤلیت احساسولو په نیت و ډاروو، ګوندي وي چې په دې میتود سره مو د را روان یومخیز بشري زوال مخه نیولې وي.

په پای کې یو څو وړاندیزونه:

۱- دولتونه، خاصتاً زموږ دولت باید د هوا د بدلون په باب یوه هراړخیزه، دقیقه او عملي ستراتیژې تدوین کړي؛ هماغسې لکه ډاکتر غني چې په پاریس کنفرانس کې یاده کړه، د ۳۱۶۰۰۰ میګاواټه پاکې انرژۍ تولید یقیني کړي.

۲- زموږ فرهنګي، مدني، سیاسي او ژورنالیستیکي فعالان باید په دې باب پراخو بحثو ته لار پرانیزي؛ دا تر هر چا زیات د دوی مسؤلیت دی خو له بده مرغه تر اوسه دوی دې مهمې مسلې ته ډېره کمه توجه کړې ده.

۳- هر افغان باید د اوبو له یوه څاڅکی سره هم سخت احتیاط وکړي، هم یې خپله ضایع نکړي او هم یې نورو ته د ساتنې توصیه وکړي.

۴- هر افغان باید هر کال یو نیالګی د ځان، یو د افغانستان، که وکولای شي یو هم د جهان لپاره شین او وپالي.

۵- زموږ نر و ښځه باید د تعلیم او علم له نعمت څخه خامخا برخمن شي او د حقوقو تساوي ته یې ملي باور را منځته شي.

۶- د ډېرو اولادو زېږولو جاهلانه فرهنګ باید بدل او د نفوسو د کنټرول لپاره په فردي و اجتماعي کچه جدي فکر وشي.

۷- زموږ په تعلیمي نصاب او تحصیلي کریکولم کې په دې باب علمي، معیاري  او مؤثر مواد ځای کړل شي.

۸- په مدني و دولتي سطحه د شنو سیمو د له منځه تګ سخت مخنیوی وشي.

۹- د ځمکې لاندې اوبه خوندي، د ځمکې د مخ اوبه په علمي توګه مدیریت شي.

۱۰- ټول خلک مو باید صحي خواړه وپېژني او خوراکي نظام مو په علمي توګه کنټرول شي.

۱۱- کثافات باید بې ځایه و نه غورځوو او د خوندي اچولو لارې یې وسنجوو.

۱۲- طالبان او ټول د نړۍ پر جنګ مینان باید هم د خپل ځان او هم جهان د ژغورنې لپاره له بې مانا جګړو څخه لاس واخلي او د جنګ انرژې و امکانات د ځمکژغورنې او انساني چاپېریال ساتنې لپاره ولګوي.

په دې باب ډېر نور وړاندیزونه هم کېدای شي او دا هر یو یې د یوې اوږدې لیکنې غوښتنه کوي خو اوس په دې اړه موږ درته د محترم ډاکتر محمد ابراهیم شینواري د تازه کتاب (د ژوند روغتیایي لارې) د لوست، عملي کېدو او نورو ته د ور رسولو سپارښتنه کوو.

یادونه:

په دې لیکنه کې د پاریس کنفرانس په باب د هشت صبح ورځپاڼې ځانګړې ګڼې، سرخط  او (جامعه باز) ورځپاڼې له بېلا- بېلو ګڼو څخه استفاده شوې ده.

د وحشي تودوخې او چاپېریالي ککړتیا څخه د بشر ژغورنې په هیله!!!

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۷ مه / پرلپسي ۶۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۱۹/ ۱۳۹۴

One thought on “نړیوال محشرخېزه وحشت؛ زموږ ټولو مسؤلیت”
  1. په زړه پورې لیکنه ده ، هیله لرم چې زموږ ډ ټولنې هر فرد یې په عملي ډول تطبیق کړي ، او حکومت هم باید دې مهمې حیاتي مسلې ته جدی توجه وکړي ، ولې چې د خپلې ټولنې بې غورۍ ته ګورم فکر نکړم چې دا مسله ډیره جدی ونسي ، ځکه موږ له ژوند سره مینه نه لرو ، له وطن سره مینه نه لرو، هیوادونه په مینه ابادیږي

ځواب ورکول احمد فرید قیومی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *