تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې لومړنۍ سیالي له سکاټلنډ څخه په ۱۴ منډو وګټله.
دا بری د افغان لوبغاړو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي ځکه چې لوبغاړو یې روحیه ترلاسه کړه.
په دې مسابقه کې چې د هند په ناګپور کې وشوه، پچه افغان لوبغاړو وګټله او لومړی بیټنګ یې په خپله وکړ.
افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰ اوورنو کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ محمد شهزاد وکړ. ده په ۳۹ توپونو ۶۱ منډې جوړې کړې او د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. کیپتان اصغر ستانکزي ۵۵ منډې وکړې.
سکاټلنډي لوبغاړو تر افغان لوبغاړو هم ښه بیټنګ پیل کړ. لومړیو دوو لوبغاړو په خپل بیټنګ افغان لوبغاړي وارخطا کړل. تقریباً په هر توپ یې څلوریزه جوړوله.
د سکاټلنډ دوو لومړیو لوبغاړو ایچ جي مونسي په ۲۹ توپونو ۴۱منډې او کې جې کوتزر په ۴۰ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
په باولرانو کې راشید خان ارماني دوه لوبغاړي وسوځول او دوه نور سمیع الله شینواري او محمد نبي وسوځول.

د افغان لوبغاړو له بري وروسته په جلال اباد، کابل او ځینو نورو ښارونو کې د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې پولیسو ته امر شوی چې د ډزې کوونکو خلاف اقدام وکړي.
بریا مو مبارک شه افغانانو
په مننه
that was a really astonishing movement for all afghan who are inside or out side of the country so we really appreciated the efforts of MR Manoj pabbakkar and Mr innzzi who struggle is valuable for the afghan national team.
i would like to give this massage to my national heroes that the wicket is only for the spin bolling and good batting coz we have already have good order of bat,Spain bollers and fast boller try to take the advantage from the moment.
regard ALI AFGHAN SAFI