داسې ښکاري چې نړۍ له لوی ناورین سره مخامخ ده!
لیکوال: رازمحمد نورزی پکتیاوال
روسي (کومسومولسکایاپراودا)رسمي ورځپاڼې اعلان کړئ که چیرته د ترکيې او سعودي عربستان ځمکني ځواکونه سوریي ته ننوتل نو د سوخو ۲۴ او سوخو ۳۴ بمب آچوونکي آلوتکي به دوی ته هرکلی ووايي.

روسي سرچیني زیاتوي که چیرته عربستان او ترکیه هر ډول کړنه چې پرته له مسکو او دمشق سره همغږی نه‌وي او ترسره يې کړي نو دغه کار او کړني به ډیري خطرناکي پایلي ولري او کیدای شي چې یو لوی ناورین یعنی د دغه هېوادونو تر منځ یوه لویه جګړه رامنځ ته کړي. دغه ورځپاڼه زیاتوي که چیرته دغه هېوادونه پرته له همغږي قدم واخلي نو دغه به لوی ناورین وزیږوي.

دغه ورځپاڼه ترکیه او عربستان له تروریستي ګروپونو څخه په حمایت تورنوي او وايي چې دغه دوه هېوادونه ددې لپاره په سوریه کې مداخله کوي تر څو تروریستي ګروپونه ځواکمن او حمایت کړي او د سوريې له اردو سره جګړه وکړي ددې لپاره سوريې ته نه ننوځي چې تروریزم له منځه یوسي بلکه تروریستي ګروپونه ځواکمنوي.

دغه ورځپاڼه(کومسومولسکایاپراودا) زیاتوي: که چیرته ترکیه او سعودي عربستان په سوریه کې ځمکنې مداخله وکړي، روسي جنګي آلوتکي پرته له دې چي د روسيې ځواکونو څخه چې په سوریه کې میشت دي او ددوی مخامخ کیدل له هر ډول خطر سره د دفاع په خاطر مجبوره دي او بله هیڅ لاره نلري! او دغه کار به ډیره سخته او ځواکمنه جګړه د روسيې،ترکيې اوعربستان ځواکونو ترمنځ رامنځ ته کړي چې د راتلونکي لپاره به خطرناکې پایلي ولري.

دا چې سعودي عربستان اعلان کړی چې د ملک سلمان سفر مسکو ته تر اوسه ندې مالوم د همدې کار سره تړاو لري.دا په داسې حال کې ده چې ټول پوهیږي چې دغه سفر به د مارچ راتلونکي میاشت کې ترسره شوی وائ.

2 thoughts on “نړۍ د لويې جګړۍ او لوی ناورین په درشل کې”
  1. Salamoonah;

    Rusya bad kawi che d cshooya Bacshaar Esed d Katil & zalim rejime che d suriye khpil khalq yi pa lakonu wawajil aw pa millionono yi mahajir krril! palawi kawi.! Aya la Shahid Qadzafi saxa da cshooya ziyat dey?.. Aw sa`udi, Turkijye etc.. wali d`Israil per zid jahad na kawi??

    A`eteberuu ya ol-el-Absaar!

  2. ډیره جالبه ده ، روسیه له زرګونو کیلومترو لری فاصلی نه راځی او خپلی ګټی په سوریه کی ساتی ، داځکه چی د نړۍ دوهم نظامی قوت دی . روسان د سوریی منفور او وینی څښونکی دیکتاتور چی د یوی ډیری کوچنی مذهبی ډلی نمایندګی کوی ، حمایت کوی خو په مقابل کی د میلیونونو مسلمانانو وینی تویول او د هغوی کورونه ورانول ورته جواز لری .
    د روسانو داکړنه هیڅ ملی ، انسانی ، بین المللی جواز نه لری . بشارالاسد یواځی د 8 سلنی شیعه ډلی له حمایت نه برخورداره ده ، حال داچی 92 سلنه د سوریی اوسیدونکی سنی مسلمانان دی . هغوی د خپل سرنوشت د ټاکلو حق ته نه پریږدی او هغوی ته تروریست خطاب کوی. چی د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی. له بلی خوا تراوسه هیڅ نړیوال قانون یا پریکړی روسانو ته په سوریه کی د مداخلی حق ندی ورکړی.
    سعودی عربستان او ترکیه په هر حال سره حق لری چی د خپلو هم مذهبو مسلمانانو او ګاونډیانو له حقوقو نه ملاتړ وکړی. خو دوی ته پکار ده چی د ټولو مسلمانانو او دموکراتی نړۍ ملاتړ له ځانه سره ولری . دجنګی قوت او له روسانو سره د زور آزمایلو پرځای له پراخی او هراړخیزی ديپلوماسی نه کار واخلی .

ځواب ورکول S.H.Z. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *