تاند- د ارسلا جمال له وژل کېدو یوه نیمه میاشت وروسته لوګر ته نوی والي وټاکل شو.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې ویندوی تواب غورځنګ تاند ته وویل چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې د غزني د خلکو استازی نیازمحمد امیري د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د ښاغلي غورځنګ په وینا نیازمحمد امیري لوړې زده کړې کړي او کافي کاري تجربه لري.

د لوګر مخکینی والي ارسلا جمال د اکتوبر په پنځلسمه د لوی اختر د لمانځه په مهال د لوګر په جامع جومات کې په بمي چاودنه کې ووژل شو.

که څه هم تراوسه پوري د ارسلا جمال د قاتلانو په اړه د تحقیقاتو نتیجه نه ده څرګنده خو سره له دې چې چارواکي د ارسلا جمال په وژلو کې وسله وال طالبان په لاس لرلو تورنوي مګر دې ته په پام سره چې نوموړی د پاکستاني طالبانو له مرستیال سره له لیدو وروسته ووژل شو، په پېښه کې د ګاونډي هیواد د استخباراتو رول ته ګوته نیول کېږي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوګر د والي په توګه د ښاغلي امیري د ګومارل کېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي:« د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره هیله لري، چې ښاغلی امیري به په لوګر ولایت کې د ښې حکومتوالۍ، دولت او ولس نژدې کولو، امنیت او پرمختګ لپاره د شهید ارسلا جمال پیل کړیو هلو ځلو ته دوام ورکړي او د لوګر پر ولسونو غږ کوي، چې له نوي والي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.»

لوګر د کابل په جنوب کې دی او امنیتي وضعیت یې له تېرو څو کلونو راهیسي ښه نه دی.

2 thoughts on “نیاز محمد امیري د لوګر والي وګومارل شو”

ځواب ورکول Muhibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *